خیانت؛ ستر دیني او ملي جرم دی!

د خیانت پیژندنه
د بل چا په مادي یا معنوي حقوقو کې تقصیر(کمي) کول، په ور سپارل شويو شیانو(لکه ایمان، دین، مال، علم، واک او حکومت) کې کمي، تغیر او تبدیل کول، ترلاس لاندې شیان خپل شخصي ملکیت ګڼل، د یو چا پټ راز افشا کول، کوم انسان چې د یو چا په مال او ناموس امین بلل شوی وي، په هغه کې ظلم کول؛ دې ټولو ته خیانت ویل کیږي.

د خیانت جرم
خیانت هغه ستر جرم دی چې اسلامي امت د تاریخ په اوږدو کې ډېر ترې زیانمن شوی دی، یا دکفارو لخوا او یاهم خپله د مسلمانانو لخوا خیانت ورسره شوی دی، د امت په هر زخم چې ګوته کیښودله شي، ترې لاندې به خامخا د خیانت یو ډول اغېز وي. کفار چې کله هم په مسلمانانو باندې له کامیابۍ مایوسه شوي، همهاله یې په امت کې ددې ناسور سرطان (خیانت) تخمونه شيندلي دي، تر څو په مټ یې امت دړې وړې، له زوال سره مخ او له دینه لري کړي.
هوکې! دا خیانت دی، چې له امله یې اسلامي خلافتونه ړنګ شو، دیني مقدسات او ارزښتونه په پردیو وپلورل شو او په اسلامي هیوادونو باندې د پرديو یرغل ته زمینه برابره شوه. خیانت هغه وسله ده چې په مټ یې د تاریخ په اوږدو کې کفارو د امت هغه ستر ستر علماء، فاتحین، قهرمانان تکړه او د خیر سرلاري خلګ یووړل، چې مخامخ یې له منځه وړلو ناتوانه شوي وو؛ رسول اللهﷺ ته یهودو زهر ورکړو، عمر فاروق رض د ابولولؤ مجوسي په لاس شهید کړل شو، عثمان رض د خائنانو په لاس شهید شو، په بئر معونه پېښه کې اویا تنه غوره صحابه د یو خیانت له مخې شهیدان شو، د “جمل” په ویرجنه پېښه کې، چې زیات شمېر صحابه کرام شهیدان شو؛ د خائنانو لاس وو. هر خیانت بد دی، خو ډېر بد بیا هغه دی چې له داسې چا درته ورسیږي چې ته ترې د خیر تمه لرې:( يُخادعني العدو فلا أبالي… وأبكي حين يخدعني الصديق.)

په قرآنکریم او حدیثو کې د خیانت حرمت
په قرآنکریم کې زیات ایاتونه شته چې مسلمانان له خیانت کولو او له خائنانو سره له مرستې کولو منعه کوي.
_خائنان د الله تعالی نه خوښیږي [الانفال٥٨]
_خائنان د الله تعالی له هدایته بې برخې وي. [یوسف٥٢]
الله تعالی خائن او د نعمت منکر نه خوښوي . [الحج ٣٨]
_ای رسوله! ته د خائنانو لخوا ملاتړی او جګړه کوونکی مه کیږه![النساء١٠٥]
_اې مؤمنانو! له پوهي او ادراك سره سره له الله او د هغه له پېغمبر سره خيانت مه كوئ. په خپلو امانتونو کښي ټګي مه كوئ![سُوۡرَةُ الاٴنفَال٢٧]
_(ای رسوله!) او كه د كوم قوم له خيانت څخه ستا وېره وي، نو د هغه تړون په ښكاره ډول د هغه په وړاندي وغورځوه. دا يقيني ده چي الله خائنان نه خوښوي.[سُوۡرَةُ الاٴنفَال٥٨]
_بې شکه خداى تعالی تاسو ته امر کوي چې امانتونه خپلو خاوندانو ته وسپارئ.” [النساء: ٥٨]

له دې څخه څرګنده شوه چې خیانت الله تعالی ته دومره ناخوښه صفت دی چې له کفارو سره خیانت کولو ته هم اجازه نه ورکوي.
حدیثونه
_رسول اللهﷺ فرمایي: له هغه چا سره خیانت مه کوه، چې تاسره یې خیانت کړی دی.[ابوداؤد]
_رسول اللهﷺ فرمایي: د منافق انسان درې نښې دي: په خبرو کې دروغ وایي، په وعده کې مخالفت کوي او په امانت کې خیانت کوي.[بخاري او مسلم]
_ له ابو حمید الساعدي رضي الله عنه څخه روايت دی، چې رسول اللهﷺ له “ازد” قبیلې څخه د ابن اللتبیة په نامه يو سړی د صدقې راټولولو لپاره ولېږه، کله چې هغه راغی او ویې ویل: دا مال ستاسو لپاره دی، او دا ماته د ډالۍ په توګه راکړل شوی دی، نو رسول اللهﷺ ولاړ شو، د خدای تعالى حمد او ثنا یې وویله او بیا یې وویل: دغه عامل ته څه ور پېښه ده، چې موږ یې ولېږو، هغه راشي او وايي: دا ستاسو لپاره دی، او دا ماته ډالۍ شو، ولي دی د خپل پلار په کور کې نه کېناستو، چې بیا ده کتلي وای، چې ده ته مال ډالۍ کیده کنه؟! (له دې څخه څرګنده شوه چې ده ته ډالۍ شوی مال رشوت دی!)
په هغه ذات قسم چې د محمد روح یې په لاس کې دی، موږ له تاسو څخه هیڅوک نه لیږو او که هغه بیا(له بیت المال) څخه یو څه اخلي(خیانت کوي)مګر د قیامت په ورځ به په داسې حال کې راشي چې هغه شی به په ​​​​اوږو راوړي. که اوښ و، اوښ به یې په غاړه کې نارې وهي، که غوا وه، غوا به یې په غاړه کې نارې وهي او که پسه و، پسه به نارې وهي، بيا يې لاسونه دومره پورته كړل چې ما يې د بغلو سپینوالی وليد او ويې ويل: ای خدايه! آیا ما دوی ته پيغام ورساوه؟ [رواه البخاري او مسلم]
_ابن مسعود رض وفرمایل: د خدای په لاره کې وژل(شهادت)په امانت کې له خیانت کولو پرته ټول ګناهونه کفاره کوي، بیا یې وویل: د قيامت په ورځ به بنده راوغوښتل شي که څه هم د خداى په لار کې وژل شوی وي، نو ورته وبه ويل شي: امانت ادا کړه!
دی به ووایي ای پروردګاره! څنګه یې ادا کړم دنیا خو ختمه شوې ده؟
وبه ویل شي: چې دی جهنم ته بوزئ! بو به تلل شي، هلته به امانت داسي ورته ښکاره شي لکه څنګه چې په کومه ورځ هغه ته ورکړل شوی و، چې ویې ګوري او ویې پیژني، نو تر هغه پورې به یې په لټه کې وي چې هغه ته ورسیږي، بیا به هغه په ​​​​اوږو را پورته کړي، کله چې دی ګمان وکړي، چې نور له جهنمه را بهر دی، هغه امانت به یې له اوږو پریوځي، نو دی به تل ترتله د هغه په لټه کې وي، بیا یې وفرمايل: لمونځ امانت دی، اودس امانت دی، تول امانت دی، اندازه امانت دی او په دې کې دروند امانت هغه څه دي چې یو چاته سپارل شوي وي.
زاذان وویل: نو زه براء بن عازب رض ته ورغلم، ورته ومې ویل: ته نه ګورې چې ابن مسعود څه وویل؟ هغه راته وويل: رښتيا یې ويلي دي، ايا تا نه دي اوريدلي چې خداى تعالی فرمايي: “بې شکه خداى تعالی تاسو ته امر کوي چې امانتونه خپلو خاوندانو ته وسپارئ.” [النساء: ٥٨][مسند امام احمد او بیهقي]
_ ابو سعید رض له رسول اللهﷺ څخه روایت کوي چې هغه وفرمایل: د هر خيانت کوونکي سره به د قيامت په ورځ يو بيرغ وي، چې د ده د خيانت په اندازه به پورته ولاړه وي او خبردار شئ! له عام امير څخه(هغه چې خلګو بیعت ورسره کړی وي) په خيانت کې هیڅوک لوی نه دی.[رواه مسلم]
د خیانت ډولونه
په اسلامي شريعت کې خیانت له دې کبله ستر جرم بلل شوی دی، چې د خیانت مجال ډېر پراخ دی او ډېر کم داسې کسان به وي چې له هر ډوله خیانت څخه پاک وي:
١_ له شرعي احکامو سرغړونه کول؛ له الله تعالی او رسول اللهﷺ سره خیانت دی.
٢_ له کفارو سره دوستي او دهغوی غلامي کول؛ له خپلې خاورې او وطن سره خیانت دی.
٣_ د میرمنې او خاوند تر مینځ د نکاح اړوند د کور شخصي خبرې خپرول؛ له خپل ناموس سره خیانت دی.
٤_ په تول کې کمي کول، په پلورلو او پیرلو کې دوکه کول؛ له مشتریانو سره خیانت دی.
٥_ د مجلس خبرې خپرول؛ د مجلس له ګډونوالو سره خیانت دی.
٦_ خپل علم پټول یا له ځانه فتوا ورکول؛ په علم کې خیانت دی.
٧_ ور سپارل شوي شیان څښتن ته نه ورکول، یا یې ضایعه کول او یا په ورکولو کې یې ځنډ کول؛ په امانت کې خیانت دی.
٨_ د کورنۍ د غړو(میرمنو او اولادنو) روزنې او اصلاح ته پاملرنه نه کول؛ له دوی سره خیانت دی.
٩_ د بیت المال وسائل (موټر، وسلې او پیسې) خپل شخصي ملکیت ګڼل، یا یې په کارولو کې اصراف، بې غوري او بې احتیاطي کول؛ له ټول ملت سره خیانت دی او داهغه ستر خیانت دی چې په پورته حدیثو کې ورته اشاره وشوه.
١٠_ ناروا شیانو ته کتل او په زړه کې ناروا ارادې کول؛ د سترګو او زړه خیانت دی.
د خیانت په اړه د پوهانو اقوال
١_حضرت علی رض وفرمایل: چا چې په امانت کې غفلت وکړ او خیانت یې قبول کړ، له دین څخه یې انکار وکړ. همدارنګه نوموړی فرمایي: امانت اداء کړئ، له خيانت څخه ډډه وکړئ، عادل اوسئ او ظلم مه کوئ!
٢_ أعور الشني وایي: هيڅکله په هغه چا باور مه کوه چې له بل سره خيانت کوي؛ ځکه داسې خلک شته چې دوه مخي وي.
٣_ آیرلینډي متل دی وايي: “ستاسو په مخ کې چې یو وحشي زمری ولاړ وي، دا تردې غوره ده چې ستاسو شاته غدار سپی وي.
٥_ نابلیون بوناپارټ وایي: هغه څوک چې خپل هیواد سره خیانت کوي او خپل هیواد پلوري، د هغه چا په څیر ده چې د خپل پلار پیسې غلا کوي، تر څو غلو ته خواړه ورکړي، نتیجه یې دا وي چې نه یې پلار وبخښي او نه هم غله ورته انعام ورکوي.
٦_ یو فرانسوي متل دی وایي: خیانت بښل کیږي، خو هیریږي هیڅکله نه.
٧_رومي متل دی وایي: د سړي لپاره دا خیانت هم بسنه کوي، چې د خائنانو لپاره وفادار وي.

الله تعالی دي موږ له خیانت او د خائنانو له فرېب څخه وساتي. پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟