خپل خاوند ته ويل چې ته زما خاوند نه يې

نیکی هیلی خواږه سلامونه می ومنی ستاسی دښه فعالیت څخه ډیر خوسحال یم الله دی دتل لپاره همت درکړی !

یوه لنډه پوښتنه لرم چی د جواب  غوښتلو هیله مند یی یم ،هغه داسی چی زمایونږدی دوست دی دوه میاشتی کیږی چه کوژدنه یی کړی د خپلی کورودانی سره په موبایل کی خبری کوی یوه ورځ یی په موبایل ورته وویل چی زما میړه نه یی  ورسته بیا ورته یی وویل چی ماټوکی کولی ایا داسلام له نظره څه حکم لری که لنډ ځواب یی راکړی خوشحال به شم

که کومه تیروتنه  می په لیکلوکی کړی وی بخنه غواړم

لمر

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کله چې د نکاح عقد نه وي تر سره شوي ، جبراً د نجلی ولي هغه چا ته په زور او جبر نشي نکاح کولای .تفصيل ….

مګر کله چې د نکاح عقد وشي ، نکاح نه ماتيږي مګر په دوو شيانو : طلاق او ارتداد ( مرتد کيدل ) .

د طلاق اختيار له نارينه سره دی “الفقه الإسلامي وأدلته” (4 /595) ، “الموسوعة الفقهية الكويتية” (32/107- 113) (32/137)

ښځې ته جايز نه ده چې بغير له شرعي عذر څخه د خپل خاوند څخه خلع واخلي يعنې جلا شي خلع د خاصو شرايطو او اسلامي محکمې په صورت کې تر سره کيږي .

په حديث شريف کې راغلي دي : اَيُّمَا اِمرَأةٍ سَألَت زَوجَهَا طَلاَقًا فِی غَيرِمَابه بَاسُ ُ فَحَرَامُ ُ عَلَيهَا رَائِحَةُ اَالجَنَّةِ (ترمذی او ابوداؤد)

کومی ښځی چه بغيز د څه سخت تکليف يا څه خاص وجهی نه طلاق و غوښتلو په هغی د جنت بوی حرام دی .

نو په داسې ويلو سره ان شآء الله هيڅ نه واقع کيږي .

 و الله اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *