خپلې وفات شوې ښځې ته کتل اوغسل ورکول خاوندلپاره جائزدي اوکه نه ؟

خاوند ښځې ته غسل نشي ورکولى البته ورته کتلى شي

پوښتنه : خپلې وفات شوې ښځې ته کتل اوغسل ورکول

             خاوندلپاره جائزدي اوکه نه ؟

ځواب  :  خاوندله خپلې وفات شوې ښحې ته کتل جائز دي .

اوغسل ورکول ورته جائزنه دي .

   (ويمنع زوجهامن غسلهالامنه النظراليهاعلى الاصح در مختار ) (4)

 او چاچې په جوازدغسل دحضرت علي رضى الله عنه دفعل څخه

استدلال کړى دى .

چې هغوى حضرت فاطمې رضى الله عنهاته دوفات څخه وروسته

غسل ورکړى ؤ.

نو صاحب ددرمختارددې ځواب داسې ورکړى دى .

چې دحضرت علي فعل هغوى سره مخصوص ؤ.

ځکه چې دهغوى دزوجيت علاقه وفات څخه ورسته هم باقي ده .

( لقوله عليه السلام کل سبب ونسب ينقطع بالموت الا سببي ونسبي )

  (٥)او په شامي کې يې دشرح مجمع څخه نقل کړي دي .

چې دحضرت فاطمې رضى الله عنها ته ام ايمن غسل ورکړى دى .

نو دادويم ځواب دى دذکرشوي استدلال څخه . فقط .  (1)

(4)    الدر المختار باب صلاة الجنائزج١ ص ٣. ٨. ١٢

(٥)    قلنا هذا محمول على بقاء الزوجية لقوله عليه السلام کل سبب ونسب ينقطع بالموت االا سببي ونسبي ايضا ج٢ص٣. ٨.ط.س.ج٢ ص ١٩٨ 

(1)    قال في شرح المجمع لمصنفة فاطمة رضى الله عنها غسلتها ام ايمن حاضنة صلى الله عليه وسلم ورضى الله عنها فتحمل رواية الغسل العلي رضى الله عنه معنى التهيئة والقيام التام باسبابه ( در مختار باپ صلاة الجنائزج١ ص ٣. ٨ط.س.ج.٢ص ١٩٨

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.