تاسو درنو او محترمو ته السلام علیکم.
زما پوښتنه د زکات په هکله ده. زموږ د مشری خور خاوند تقریبا ۷ کاله د ملک نه بهر وو، که څه هم نور لیورونه، خواښی او خسر یی ټول په یوه کور کی ورسره اوسیدل خو زموږ خور او د هغی ۶ ماشومانو ته یی غیر له ۳ وخته ډوډی نور هغسی چی لازم وو پام نه کوی. چون د ماشومانو کالی، روغ رنځور او نوری ستوځی زموږ د خورکی د غاړی وی، نو مجبوره وه چی زموږ څخه مرسته و غواړی. هغه وو چی زموږ مشر ورور به د نور کمک تر څنګ زکات هم زموږ خور ته ورکوی. یوه خبره دا هم ده چی، زموږ د خور شرعی حق اوس هم زموږ سره دی، مطلب موږ تر اوسه د دنیا ویش ندی کړی. خبره مو ځکه په تفصیل ولیکل چی تاسو ته مسله ښه واضح سی او جواب هم ښه دقیق راکړی.
نو سوال دادی چی، زموږ غاړی د دی زکات په ورکړی سره خلاصی دی او که نه؟
خيبر
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
خپل مور او پلار ، نيکه او نيا ته ، زوی او لور ته ، نمسي او نمسۍ ته ، ښځه خپل خاوند او خاوند خپلې ښځې ته د زکات ورکول جايز نه دي .
خپلې خور ته زکات ورکول جايز او غوره دي ځکه په دې کې دوې ګټې دي : د زکات ادا کول او د خپلوی پالل .
زکات او صدقات خانته مسئله ده او ميراث ځانته مسئله ده ، په زکات او صدقاتو باندې ميراث نشي ادا کيدای .
زکات ځانته د الله تعالی حکم دی او ميراث ځانته د الله تعالی حکم دی .
الله تعالی حکم کوي : يُوصِيكُمُ اللّهُ فِي أَوْلاَدِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْن (النسآء ۱۱ ) .
(الله تاسې ته ستاسې د اولادونو په اړه حکم کوي چې د نارينه لپاره د دوو ښځو د برخې پر برابر (برخه ) ده )
نارينه او ښځينه دواړه د يوه پلار اولاد وي د ښځې لپاره ځکه نيمه برخه ټاکل شوی چه ښځه مهر اخلی اوهم دکور دمالی مصارفو مسئوليت نه لري .
په دې برخه زمونږ په ټولنه زيات غفلت روان دي چې د خپلو خوندو او لوڼو حق څوک نه ورکوي ، په دې اړه سخت وعيد راغلی دی ، الله جل جلا له د ميراث د برخو د بيان وروسته فرمايي :
تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ، وَمَن يَعْصِ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُ يُدْخِلْهُ نَارًا خَالِدًا فِيهَا وَلَهُ عَذَابٌ مُّهِينٌ (۱۳-۱۴ النسآء )
(( دا د الله ( له خوا ټاکل شوې ) حدود دي . څوک چې د الله او د هغه د رسول پيروي کوي ، داسې جنتونو ته يې بيايي چې د هغو لاندې ويالې بهيږي او هلته تل ترتله اوسيږي او دا لوی بريليتوب دی)) .
((او څوک چې د الله او د هغه د رسول څخه سرغړونه کوي او د الله ( له ټاکل شويو ) پولو څخه اوړي نو داخل به شي اور د دوزخ ته چې هلته به تل ترتله اوسيږي او د هغه لپاره سوا کوونکی عذاب دی)) .
و الله سبحانه وتعالی اعلم