ټوله اوونۍ به یې په ښه زړه نه تېروله، زړه به یې تل په تنګ و، د جمعې په ورځ خو به داسې وه لکه پېريان چې یې سرته ختلي وي او له خپله کوره یې تېښتې ته اړ کوي. سپوږمۍ لږ جنجالي او ناکراره خوی لره خو پر ما او ورور ګرانه وه ځکه له ناکراري سره زړسواندې او خواريکښه هم وه. زه به سهار دفتر ته ولاړم او کله چې به مازدیګر کورته راغلم، د کور ټول کارونه به یې ټول کړي و خو د ستړیا شکایت یې نه کاوه.
زما او د جاوید طبیعت له سپوږمۍ بیخي جلا و او د جمعې په ورځ مو استراحت غوښته، ځکه ټوله اوونۍ مو په دفتري کارونو تېره کړي وي خو سپوږمۍ به ټوله اوونۍ په کور وه او د جمعې په ورځ یې خامخا تفریح غوښتله.
نن بیا جمعه ده او د سپوږمۍ په سر لکه قیامت چې راغلي وي، شپې لا له ځانه سره په زوره، زوره غږېده:
ـ دا درې جمعې د مېلمنو له لاسه چکر ته نه یو وتلي. سبا پغمان ته ځم، هسې نه چې د پسرلني چکر شوق مې په زړه کې ارمان پاتې شي.
سهار وختي مو د تفریح تیاری ونیوه او د پغمان په خوا رهي شوو. پغمان ته په رسېدو په یوه ټاکلي ځای کې کېښناستو. د پغمان د شنې درې زرغون طبیعت د جواز په میاشت کې د الوبالو او الوچو له خوږو او تروو خوندونو سره لا ډېر په زړه پوري وي. د یخو اوبو چېنې او سوړ شمال، انساني حواس د ژوند له نا خوالو یو څو شېبې د هوسا ژوند د ښایستنو سیل ته وړي.
سپوږمۍ د پغمان درې له ټولو ښایستونو خوند اخیسته، په هر ښکلي ځای کې یې ځان د کمرې په پرده کې خوندي کاوه خو سترګي یې هر ځل کېږدۍ ته وراوښتې. سپوږمۍ جاوید ته وویل:
ــ هغه کېږدۍ وینې؟ زړه مې غواړي د هغو کېږدیو خواته ولاړه شم، غواړم د هغوی ژوند وګورم.
جاوید وویل:
ــ ولاړې شئ، زه همدلته یو ساعت ارام کوم
کېږدۍ له موږه ډېرې لرې نه وې، کله چې کېږدیو ته ورنږدې شو، څو کېږۍ په لږه فاصله کې څنګ په څنګ کتار ولاړې وې لکه د کېږدیو یو کوچنی کلی چې اباد وي. څاروي یوې او بلې خواته څېرېدل. د یوې کېږدۍ څنګ ته، یوه تنکۍ پېغله د باندې ناسته وه او سپوږمۍ هغه د لاس په اشاره ځانته را وبلله. سور کمیس زرغونه پیجامه او زرغون ټیکري، هغې ته د طبیعت زرغونه ځواني وربخښلې وه. د ټټر او د لمنې د پولیو شرنګا یې زموږ لورې ته را بدرګه کړه. چې رانژدې شوه، ویې وویل:
ــ څه وایې؟
سپوږمۍ ورته وویل:
ــ کلچې دې خوښېږي؟
ــ کلچې! هو، دېرې مې خوښېږي. خواږه خو د هر چا خوښېږي
ـ واخله دا مې تاته راوړي
پېغلې لاس را اوږد کړ، ورغوي یې په نکریزو سره او مړوندونه یې له شنو او سرو بنګړویو ډک وو، د غاړې د مرجانو امیل یې د ښکلي ذوق ښکلی ننداره وړاندې کوله. سپوږمۍ یې نوم وپوښته:
ــ نوم څه دی؟
ــ شکره
ــ شکره، څومره ښایسته نوم دی!
په دې وخت کې له کېږدۍ، یوه بله نجلۍ بهر راووته، لس کلنه به وه او تېزه تېزه وغږېده:
ــ څه شي دې راوړي؟ ماته یې هم راکه
دواړه څنګ په څنګ ودرېدې، د دواړو د جامو رنګ یو دول و، له زرغونو ټیکرو او سرو کمیسونو سره داسې ښکارېده لکه دوه غوټۍ چې په زرغونو پاڼو کې غوړېدلي وي. سپوږمۍ هغه هم پوښتله:
ــ ستا نوم څه دی؟
ــ پتاسه
ــ واه، څومره ښه نومونه، پتاسه او شکره
سپوږمۍ موسکه شوه، ورته ویې ویل:
ـ بله خور لرې؟
شکرې زر ځواب ورکړ:
ـ هو
ــ هغه څه نومېږي؟
ـ نوم یې نازو ده، خو ابۍ مې له نازه، خوږه ورته وایي
ما ته خندا راغله، په خندا کې مې ورته وویل:
ــ پتاسه، شکره او خوږه، دا کېږدۍ ده، که د خوږو دوکان دی چې هر ډول خواږه پکې پیدا کېږي. دوی هم راسره په خندا شوې.
سپوږمۍ بیا شکره وپوښتله:
ــ مور او پلار دې څه نومېږي؟
شکرې ځواب ورکړ:
ــ د مور نوم مور مې مسرۍ ده
په شونډو یې خوره خندا، یو ناڅاپه راټوله شوه، له لږ ځڼد وروسته یې وویل:
ــ پلار مې شهید شوی
سپوږمۍ وش وش وکړ خو ما زر خبره بل لوري ته واړوله:
ــ ورور لرې؟
ــ هو، لونګین لالا مې سته، هاغه دی! مالونه (څاروي) پیايي
لونګین شل کلن ځوان معلومېده، له کېږدۍ لرې په ډبره ناست و. له لونګینه مې سترګې را واړولې. ما شکره بیا وپوښتله:
ــ په دې کېږدۍ کې خوشاله یاست؟
ــ هو شکر، هر څه لرو
سپوږمۍ ما ته حیران حیران وکتل، زه او سپوږمۍ د سترګو په اشاره، په دې قناعت حیرانه شو. مازدیګر په پخېدو و، مخه ښه مو ورسره وکړه او د کور په خوا مو حرکت را وکړ. سپوږمۍ په موټړ کې راته وویل:
ـ شکره او پتاسه په هغې کېږدۍ کې څومره خوشحاله وې
ما هم په ټوله لاره کې همدا فکر کاوه چې هغوی په هغه نشت ژوند ډېر قناعت وکړ. کله چې ماښام کور ته را ورسېدو، جاوید تلویزون روښانه کړ. په خبرونو کې مو یو بد خبر واورېده:
« … د یوې کورنۍ شخړې په پایله کې خاوند خپله مېرمن وژلې ده…»
د خوب خوني ته ولاړم خو خوب نه راتله، د خوني کړکۍ مې خلاصه کړه، د کابل ښار په رڼاګانو کې ځلېده خو زما سترګو ته هغه وژل شوې ښځه ودرېده:
« ولې به یې وژلې وي؟ ولې د ښارونو په لویو کورونو کې د انسانانو زړونه په تنګ دي؟ په هغې وړې کېږدۍ کې څومره خوږ ژوند و چې شکره او پتاسه پکې اوسېدې. په څه اهنګینه، للو للو به مسرۍ ابۍ خپله خوږه لور ویده کوي او د لونګین په عطرینې ساتنې به کېږدۍ څومره ډاډمنه وي. ژوند په هر رنګ کې ژوند دی، خو د ښار ښایستونو ولې دومره قید او راټول کړی چې یو بل سره وژني؟
په دې بې ځوابې پوښتنې مې سترګې پټې شوې او شپه په خپلې خاموشۍ کې پناه شوه.»
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
یادونه: څه موده وړاندې په جرمني کې یوه افغانه مېرمن د خپل خاوند له خوا ووژله شوه، د دې خبر په اورېدو ډېره خفه شوم او ماته خپله دا لیکنه رایاده شوه. دا لنډه کیسه ما کابو ۹ کاله وړاندې لیکلې وه خو لیکني جوړښت او لیکنۍ بڼې یې ډېرې تېروتنې لرلې. اوس مې بیا ایډیت کړه او بیا ځلي یې خپروم.
۲۰۲۴/۱۲/۲۴ کاناډا
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :
د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162