خواږه او سره کړي خواړه او د هغوی زیانونه

ځینې کسان له خوږو شیانو سره علاقه لري، خو دغه علاقه راکمېدلی هم شي

خواږه او سره کړي خواړه سره له دې چې معدې ته زیان رسوي، د وزن په ډېرولو کې هم رول لري.

که تاسې له خوږو او سره کړو خوړو ځانونه ونه ساتئ او علاقه ورسره کمه نه کړئ نو د وخت په تېرېدو به تاسې له ډول، ډول ناروغۍ سره مخامخ شئ.

ایا تاسو غواړئ چې خپل ډېر وزن وبایلی او صحت من اوسئ؟ که ستاسو ځواب هو وي، نو اندېښنه مه کوئ، ځکه موږ یې دلته درته روښانه کوو، ځکه تاسو باید لومړی سره شوي او خواږه خواړه وپېژنی او وروسته یې بیا له خوړلو په داسې بڼه ډډه وکړئ چې وجود ته مو هم کوم زیان ونه رسېږي او لا سلامتیا تر لاسه کړی.

د خوږو او سره کړو خوړو پېژندنه

خواږه خواړه هر هغه شي ته وايي چې بوره ورسره ګډه وي او خوند یې خوږ وي لکه میټايي، جلیبي، شریني، چاکلېټ، کیک، کلچې او ډېر داسې نور چې وجود ته زیان رسوونکي دي او ګټه ورته نه لري. پر دې سربېره سره کړي خواړه هغو خوړو ته وايي، چې تاسو یې په پیازو او غوړیو کې سره کوی. دا سره کړي خواړه معدې ته زیان رسوي او په وجود کې په هغه شکل نه هضمېږي لکه څه ډول چې وجود ورته اړتیا لري. کله چې سره کړي خواړه ډېر وخوړل شي، نو له یوې خوا وزن زیاتوي او بل لور ته ډول، ډول ناروغیو ته لار هواروي چې باید د ښې سلامتیا د ساتلو په خاطر ترې ډډه وشي.

تاسې څنګه له خوږو شیانو سره علاقه کمولی شئ؟

تاسو باید هغه خواږه خواړه ونه خورئ چې تاسو اشتها ورته نه راځي، ځکه دا ډول خوراک کولی شي چې ستاسو روغتیا ته زیان ورسوي او بل هڅه وکړئ چې د بدن د قندونو د پوره کولو لپاره هغه خواړه یا مېوې وخورئ چې طبیعي خوږوالی په کې وي او ستاسو د وجود اړتیا پوره کولی شي.

بله لار داده چې له شنو چایو، قهوې او نورو مشروباتو کې زیاته بوره مه کاروئ چې په دې کار سره تاسو کولی شی تر څو له خوږو شیانو سره ستاسو لېوالتیا کمه شي او ورو ورو دا مضر خواړه پرېږدی. په نړۍ کې څېړنو په ډاګه کړې چې هغه کسان نسبت هغه ته ډېر صحت من او د اوږده عمر لرونکې دي چې زیات خواږه او سره کړي خواړه استعمالوي.

که غواړئ چې روغتیا موږ تضمین وي، نو له خوږو او سره کړو خوړو له خوړلو ځانونه وساتئ تر څو د عمر تر پایه صحت من اوسئ.

 

 

 

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219

WhatsApp:+93 747 162 162

 

یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د نن ټکی اسیا توافق ورسره شرط نه دی.

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟