ټول بشر او ټول انسانان سعادت ، نيکمرغي او کاميابي ، خوشحالي او سکون غواړي مګر سوال دا دی چې حقيقي سعادت ، کاميابي خوشحالي په څه کې ده او چيرې يې ولټوو ؟
آیا نيکمرغي ، خوشحالي او آرام په ډير مال او ډير جايداد کې دی ؟
آيا نيکمرغي په منصب کې ده تر څو په خلکو لوړ او پر ضعيفو خلکو قوي شي او هغه لره ډير چوکيداران ، خادمان او باډيګاردان وي ؟
آيا نيکمرغي د بدن په روغتيا کې ده چې هيڅ مرض ، تکليف او درد ورباندې را نشي ؟
او يا نيکمرغي او خوشحالي په ښايسته ښځه ، آرام او لوړ ماډل موټر او ځمکه کې ده ؟
د پورته سوالونو ځواب د مؤمن لپاره آسانه دی هغه دا چې حقيقي نيکمرغې په ايمان او عمل صالح کې ده .
ډيرو کسانو او ډيرو قومونو د خپلو ساختګي خواهشاتو له مخې د نيکمرغۍ غوښتنه وکړه خو په کږه او منحرفه طريقه په داسې طريقه چې د آسمانونو او ځمکو د رب حکم نه وو .
فرعون د پاچاهۍ غوښتنه وکړه خو د ايمان پرته پاچاهي نتيجه يې لوی بغالت شو او خپل رعيت ته يې وويل :﴿ أَلَيْسَ لِي مُلْكُ مِصْرَ وَهَذِهِ الْأَنْهَارُ تَجْرِي مِنْ تَحْتِي ﴾ (الزخرف: 51).
ژباړه : ايا د مصر پاچايي زما نه ده؟ او دغه ولې چې زما له لاندې بهېږي؟
او دا يې هيره کړه چې اصلي پاچاهي خو الله لره ده ، هغه چې ده ته یې د مصر واک ورکړی الله دی او هغه چې ټول خلک خپل لورې ته ور ټولوي الله دی ، او هغه چې ده ته يې خوراک او څښاک ورکولو الله دی او په دې هر څه يې سترګې پټې کړې ويې ويل : ﴿ مَا عَلِمْتُ لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرِي ﴾ (القصص: 38).
ژباړه: زه تاسو لپاره له خپل ځان نه غیر بل هېڅ معبود نه پېژنم.
نو ددې بې ايمانۍ او سرکشۍ نتيجه د الله تعالی پر وړاندې کبر او غرور شو چې پايله يې هلاکت او بربادي شوه . ﴿ فَأَخَذَهُ اللَّهُ نَكَالَ الْآخِرَةِ وَالْأُولَى ﴾ (النازعات: 25).
ژباړه : نو دى الله راونیوه په عذاب د اخرت او دنیا سره.
او الله تعالی قارون ته ډير مال ورکړی وو ، ده ګمان کولو چې نيکمرغي په ډير مال کې ده او د الله د نعمت څخه يې انکار وکړ او په ځمکه کې يې فساد خپورلو نو نتجه يې هلاکت شو ، ﴿ فَخَسَفْنَا بِهِ وَبِدَارِهِ الْأَرْضَ ﴾ (القصص: 81).
ژباړه: نو مونږ هغه او د هغه كور په ځمكه كې ننه اېست.
او وليد بن مغيره هم د داسې ظاهري نيکمرغۍ غوښتنه وکړه ، الله تعالی هغه ته لس ځامن ورکړي وو چې ده ته به حاضر ولاړ وو پنځه ښي لور ته او پنځه چپ لوري ته خو دا يې هيره کړې وه چې شاته يې داسې کس هم شته چې هيڅ ځامن نلري .
نو هغه څه وکړل پر ځای ددې چې د هغه الله شکر ادا کړي چې دی يوازې پيدا کړی وو او په هغه سبحانه و تعالی د هغه په رسول يې ايمان راوړی وی نو ددې پر ځای يې خپل اولادونو د الله او رسول پر وړاندې وکارول ، الله تعالی يې په اړه وايي :
﴿ سَأُصْلِيهِ سَقَرَ * وَمَا أَدْرَاكَ مَا سَقَرُ * لَا تُبْقِي وَلَا تَذَرُ * لَوَّاحَةٌ لِلْبَشَرِ * عَلَيْهَا تِسْعَةَ عَشَرَ ﴾ (المدثر: 26 – 30).
ژباړه: ژر به زه دى د دوزخ اور ته داخل كړم ، او ته څه شي پوه كړې چې سقر (د دوزخ اور) څه شى دى ، دى به نه باقي ساتي او نه به پرېږدي ، انسان لره ډېر سوځوونكى دى ، په هغه باندې نولس (ملايك) مقرر دي.
او همداسې ځنې بيا خپله نيکمرغي په شهرت کې غواړي .
او ځنې بيا خپله نيکمرغي په کسب او فن کې غواړي نو هغوی خپلو شهواتو ته لبيک وويل او په احساساتو يې لوبې وکړې او زړونه په فتنه اخته کړل نو د ډيرو کسانو ګناهونه يې پر خپله اوږه بار کړل .
نو آيا سعات او نيکمرغي همدا ده ؟
وروڼو او خويندو ! اصلي سعادت او نيکمرغې په ايمان او عمل صالح کې ده چا چې ايمان راوړ او خپل ژوند يې د شريعت موافق تير کړ هغه په دنيا او آخرت کې خوشحاله ، آرام او کامياب شو .
﴿ مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴾ [النحل: 97].
ژباړه: چا چې نېك عمل وكړ، سړى وي، يا كه ښځه، په داسې حال كې چې مومن وي، نو خامخا هرومرو به مونږ هغه ته ژوند وركړو، ډېر پاكېزه ژوند او خامخا هرومرو به مونږ هغوى ته د هغوى د اجر جزا وركړو د هغو تر ټولو ښو عملونو په بدل كې چې دوى به كول.
سعادت ، خلاصون او کاميابې يوازې په ايمان او صالح عمل کې ده ، يونس عليه السلام د درياب په منځ کې په دريو تيارو کې د ماهي په ګيډه کې په څه باندې نجات وموند ، ايمان او عمل صالح په عاجزی سره ويل :
: ﴿ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ ﴾ (الأنبياء: 87)، نو سعادت يې وموند.
او موسی عليه السلام د دوو بلاوو تر منځ محاصره شو مخې ته يې درياب او د شا څخه د فرعون لښکرې ، هغه الله وو چې د ايمان او عمل صالح په سبب يې نجات ورکړ :
: ﴿ كَلَّا إِنَّ مَعِيَ رَبِّي سَيَهْدِينِ ﴾ [الشعراء: 62].
ژباړه: (موسٰى) وویل: هیڅكله داسې نشي كېدى، بېشكه زما سره زما رب دى، هغه به ضرور زما لار ښوونه كوي.
او جناب محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم چې کور يې د کافرانو لخوا کلک محاصره او بيا د غار تر خولې پورې کافران ورپسې راغلل او خپل مرګ يې پر سترګو ليدلو او خپل ملګري ابی بکر رضی الله عنه ته يې ويل : ﴿ لَا تَحْزَنْ إِنَّ اللَّهَ مَعَنَا ﴾ (التوبة: 40).
ژباړه: غم مه كوه، بېشكه الله زمونږ سره دى.
واروئ اي خلکو ! د ايمان او صالح عمل پرته په هيڅ شي کې سعادت او کاميابي نشته هغه که ډير مال وي ، ډير اولاد او جايداد وي ، د کافرانو او فاسقانو دوستي او ملګري وي ، د کافرانو سوغاتي ذليل او بې وجدانه منصب وي هيڅ سعادت و نه مومي بلکي پايله ذلت او هلاکت دی .
د ايمان او صالح عمل پرته په هيڅ شي کې نيکمرغي او خوشحالي نشته .
الله تعالی فرمايي : ﴿ وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى ﴾ (طه: 124).
ژباړه : او چا چې زما له ياد څخه مخ واړاوه ، نو بې شکه چې د هغه ژوند به تنګ وي او مونږ به هغه د قيامت په ورځ ړوند را پاڅوو . ،
د ډير مال ، منصب او شهرت سره سره به پريشانه ، نا آرام او بې سکونه وي او دا يې د دنيا حال دی مګر د آخرت عذاب سخت دی.
رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَؤُوفٌ رَحِيمٌ