حضرت حسن بصري رح فرمائي:
چې په سپي کې لس ښه عادتونه داسي دي، چې دا په هرمؤمن کې موجود کيدل پکار دي،
١ـ سپى اوږى اوسيږي چې دا د صالحانو )نيکانو( آدابو ځني دى،
٢ـ د ده هيڅ يوخاص ځاى نه وي چې دا د متوکلينو د علاماتو ځني دى.
٣ـ دى د شپي کم اوده کيږي چې دا دمحبينو ) الله Y سره د محبت لرونکو( د صفاتو ځني دى،
٤ـ کله چې مړ کيږي نو هيڅ ميراث نه پريږدي چې دا د زاهدانو د صفاتو ځني دى
٥ ـ دا خپل مالک کله هم نه پريږدي چې دا د پخو او رشتينو مريدانو د علاماتو ځني دى.
٦ـ دا په معمولي ځاى باندي صبر کوي، چې دا متواضعينو )عاجزي کونکو( د علاماتو ځني دى.
٧ـ کله چې څوک د ده په کور باندي قبضه کوي نو هغه هم په دي کې پريږدي چې دا دراضيينو )يعني الله تعالى څخه دراضي او خوشاله اوسيدونکو( د علاماتو ځني دى.
٨ـ که د کور مالک دى اووهي، اوبيايې راوبلي نو راځي چې دا د خاشعينو )خشوع خضوع کونکو( دعلاماتو ځني دى.
٩ـ مالک چې خوراک کوي نو دى لري کيني چې دا د مسکينانو دعلاماتو ځني دى.
١٠ـ کله چې د يو کور څخه کوچ کوي نو بيا هغه لورته توجه نه کوي چې دا د مخزومينو د علاماتو ځني دى )[1](
[1] – مخزن اخلاق ص – ١٦٣).