اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
که یوڅوک څه اندازه ځمکه یامارکیټ اویاڅودوکانونه ولری
اونعدی روپی ونه لری پدی خالت کی په دغه کس حج کول فرض دی
اکه ندی فرض پډیراحترام
محمد امير
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د حج د فرضيت لپاره بدني ، امنيتي او مالي استطاعت (توانايي) شرط دی ، لقوله سبحانه وتعالی :[وَلِلّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلاً وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ الله غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ] (آل عمران ۹۸ ) .
ژباړه: پر خلکو د الله تعالی دا حق دی چې څوک د کور ته د رسيدو د لارې توښه او وس ولري د هغه حج وکړي ، او که څوک ددې امر له عملي کولو څخه ډډه وکړي نو هغه دي په دې پوه شي چې الله تعالی له ټولو نړيوالو څخه بې نيازه دی .
مالي استطاعت : عبارت له دومره مال څخه دی چې د حج مصارف او د ده تر راتللو پورې د اهل عيال نفقه ولري.
او يا د ضروري مسکن (اوسېدو ځای ) څخه علاوه کور ، ځمکه او مارکيټ ولري او يا هم د ضرورت او کورني احتياجاتو علاوه موټر ولري .
د لجنة الدائمې علماؤ دا هم ليکلي دي کچېرې کورنی موټر د لوړ ماډل واله وي نو دا اسراف دی هغه دې خرچ کړي بل متوسط موټر دې ورباندې واخلي او په زياتو شويو پيسو دې حج ته لاړ شي .
وأما الاستطاعة المالية: فهي ملك الزاد والراحلة،بأن يقدر على الزاد ذهاباً وإياباً، وعلى الراحلة ـ وسيلة الركوب، زائداً ذلك عن حاجة مسكنه وما لا بد منه كالثياب وأثاث المنزل والخادم ونحو ذلك؛ لأنها مشغولة بالحاجة الأصلية، وزائداً أيضاً عن نفقة عياله الذين تلزمه نفقاتهم إلى حين عودته.
(فقه الاسلامي وادلته، البدائع:121/2-125، اللباب: 177/1، الدر المختار: 194/2-199.
د حج د فرضيت لپاره مالي توانايي دا نه ده چې سړی هغه ته پاس په پاس نغدې پيسې ولري بلکي کچېرې د ضروري مسکن څخه علاوه نور جايداد ولري ، د هغه څه حصه دې خرچه يا ګروه او يا د حاصلاتو او کرايې عوائد چې د اهل د نفقې څخه زيات شي حج ورباندې فرض دی .
و بالله توفيق