حج ته د تلونکو حاجيانو لپاره روغتيايي تیاری –

ژباړه او ترتيب: مفتي خالد منصور هډه وال

دواګانې څنګه پیک کړو؟
د حجاجو له پاره د دواګانو پیک کولو اړوند مهمې لارښوونې

د حج مبارک سفر ته د تګ نه وړاندې، حاجيان د حاجي کمپ نه د اړينو دواګانو پیک کول يو ډېر مهم او ضروري پړاو دی. دا کار د سعودي عرب د قوانينو، د هوايي ډګر د امنيت، او روغتيايي اصولو په پام کې نيولو سره ترسره کېږي، تر څو د سفر په مهال يا د مکې مکرمې او مدينې منورې په قيام کې حاجي له کومې طبي ستونزې سره مخ نه شي.

هغه دواګانې چې پیک کول يې ضروري دي، او پرته له نسخه نه ورکول کېږي:

۱. د وينې فشار د کنټرول دواګانې
۲. د شکر (شوگر/ذیابیطس) ناروغۍ دواګانې
۳. د زړه د ناروغيو دواګانې
۴. د نفس تنګي يا دمې دواګانې (لکه انہيلر وغيره)
۵. د مرګي، رواني ناروغۍ يا خوب راوړونکو ګوليو دواګانې
۶. د ځانګړې الرجۍ دواګانې يا ایپي پين (Epipen)
۷. قوي انټي بایوټیک یا قوي درد کموونکي (لکه Tramadol، Morphine)

پورته ټولې دواګانې باید د مستند ډاکټر له خوا لیکل شوې نسخه ولري. که نسخه موجوده نه وي، نو د سعودي عرب امیګريشن چارواکي کولی شي دا دواګانې ضبط کړي، چې له امله به حاجي له سختو ستونزو سره مخ شي.

هغه دواګانې چې پرته له نسخه پیک کېدای شي (اوور دی کاؤنټر/OTC):

۱. پيراسټامول (لکه Panadol، Calpol وغيره)
۲. د سردرد، بدن درد او تبه عامې ګولۍ
۳. د زکام، ټوخې يا ساړه شربتونه/کپسولونه
۴. د ګېس، بد هضمي، يا تیزابیت دواګانې (لکه Gaviscon، Digene)
۵. د سفر پر مهال د قي يا خوږو د مخنیوي دواګانې (لکه Gravinate)
۶. د اسهالو يا قبض دواګانې (لکه Imodium، اسپغول، Duphalac)
۷. د خارښت، پښو د تاو، یا blister لپاره کریمونه
۸. ویټامینونه یا سپليمنټونه (لکه ORS، Vitamin C، Calcium)
۹. د خوړو سپليمنټونه لکه اسپغول وغيره

دا دواګانې د نسخې پرته هم پیک کېدای شي، او که له چا سره نه وي، نو په سعودي عرب کې د او ټي سي فارمسیو نه ډېرې آسانې ترلاسه کېدای شي.

د حکيمي يا نباتي دواګانو (سفوف وغيره) په اړه ځانګړې لارښوونه:

حجاج کرام بايد له ځان سره د حکيم دواګانې، سفوف يا نباتي پوډرونه نه وړي.

دا ډول دواګانې به د حاجي کمپ نه پیک نه شي.

د سعودي هوايي ډګر او امیګريشن امنیتي چارواکي د سفوفونو دقیق معاینه نه شي کولای، او شک کېدای شي چې دا ممنوعه یا خطرناک مواد وي.

دا کار د سامان ضبطېدو یا حتی قانوني چلند سبب ګرځېدلی شي.

نو که يو حاجي واقعاً د کومې حکيمي دوا اړتیا ولري، نو غوره دا ده چې په سعودي عرب کې يو ثبت شوی حکيم يا طبيب ته ورشي.

يو څو مهمې احتياطۍ لارښوونې:

د دوا پیک کولو پر مهال بايد د هرې دوا نوم، اندازه، د استعمال طريقه، او د ختمېدو نېټه روښانه ليکل شوې وي.

د نسخې يوه کاپي له ځان سره وساتئ، او بله کاپي د دوا له بسته بندۍ سره واچوئ.

هغه دواګانې چې يخ ساتل ورته ضروري وي (لکه انسولين)، د پیک کولو ځانګړي تدابير ورته ونيول شي لکه کولډ باکس، ترموس يا فلاسک.

ټولې دواګانې بايد د لاس سامان (Hand Carry) کې واچول شي، نه د چک اِن سامان کې.

اللہ تعالی مو د حج سفر آسانه، خوندي، او بابرکته وګرځوي، روغتيا، عبادت، او مقبوليت درکړي.

آمین.

دې ګروپ کې د حج او عمرې اړوند مهمې لارښوونې، فقهي مسائل، فضیلتونه، او عملي طریقې په اسلامي او علمي ډول شریکېږي. زموږ موخه دا ده چې د الله کور ته په سفر کې ستاسو روحاني او عملي اړتیاوې په شرعي توګه پوره کړو.

 

📌 د ګروپ اصول:

1. یوازې د حج او عمرې اړوند موضوعاتو بحث وکړئ.

2. له اضافي او غیر اړوند پیغامونو څخه ډډه وکړئ.

3. په ادب او احترام سره ګډون وکړئ.

“رَحِمَ اللهُ امْرَأً عَمِلَ عَلى عِلْمٍ”
(الله په هغه چا رحم کوي چې په علم سره عمل کوي).

راځئ چې خپل دیني علم پیاوړی او د اخرت لپاره تیاری وکړو!

📢عزیزان گرانقدر:

لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.

جزاکم الله خیراً!

*******************

یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د دعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟