حج اکبر کوم حج دی ؟

محترمو سلامونه می ومنی یو سوال لرم هغه داچی حج اکبر ته ولی حج اکبر وایي او دا کله واقع کیژي اختر چی دجمعی په ورز شي که عارفه دجمعی په ورز شي حج اكبر رازي؟

بصيراله هيله من له كابله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا خبره چې عوام الناس کې مشهوره ده چې کله د عرفې ورځ د جمعې له ورځې سره برابره شي نو حج حج اکبر ګرځي دا خبره هيڅ اصل نه لري او په دې باره هيڅ کوم شرعي دليل وجود نه لري .

حج اکبر څخه مراد خپله حج دی کوم چې په کال کې يو ځل په ټاکل شوي وخت کې ادا کيږي او د حج اصغر څخه عمره مراد ده .

شرح جامع الترمذي ليکي : فإذا علمت أن المراد بالحج الأكبر هو الحج نفسه احترازاً من الحج الأصغر وهو العمرة فاعلم أنه لا يوجد حج أكبر من حج. قال في تحفة الأحوذي شرح جامع الترمذي: تنبيه قد اشتهر بين العوام أن يوم عرفة إذا وافق يوم الجمعة كان الحج حجاً أكبر ولا أصل له. انتهى

او په قرآنکريم چې د يوم الحج الکبر يادونه شوي ده :

وَأَذَانٌ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى النَّاسِ يَوْمَ الْحَجِّ الْأَكْبَرِ ( التوبه ۳ ) .

 د احنافو او امام شافعي په نزد د يوم الحج الکبر نه مراد د عرفې ورځ ده او د امام مالک په نزد د يوم الحج الکبر څخه مراد د لوی اختر ورځ ده (تفسير انوارالقرآن ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟