حج او ماشومان

په نابالغ ماشوم او ماشومه باندې حج فرض نه دی ، په دليل د دغه حديث شريف :

” رُفِعَ الْقَلَمُ عَنْ ثَلاثَةٍ : عَنِ الْمَجْنُونِ الْمَغْلُوبِ عَلَى عَقْلِهِ حَتَّى يُفِيقَ ، وَعَنِ النَّائِمِ حَتَّى يَسْتَيْقِظَ ، وَعَنِ الصَّبِيِّ حَتَّى يَحْتَلِمَ ” (ابوداود و حاکم ).

ژباړه : پورته شوی قلم له دريو کسانو ( شرعي مسئوليت نلري ) : له بې حاله ليوني څو پورې چې په حال کې نشي ، بيده کس څو پورې چې ويښ شوی نه وي ، او هلک څو پورې چې بالغ شوی نه وي .

مګر که ماشوم حج وکړي حج يې صحي کيږي نفلي حج ګرځي او کله چې بالغ شي حج ورباندې فرض کيږي .

ابن عباس رضی الله عنه روايت کوي چې رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي :[إِذَا حَجَّ الصَّبِيُّ فَهِيَ لَهُ حَجَّةٌ حَتَّى يَعْقِلَ ، وَإِذَا عَقَلَ فَعَلَيْهِ حَجَّةٌ أُخْرَى] (رواه حاکم و صصحه الذهبي).

ژباړه : کله چې (نا بالغ) هلک حج وکړي نو هغه د ده لپاره حج دی څو چې د عقل خاوند شي (تر بلوغ پورې ) ، او کله چې بالغ شي نو په هغه باندې بل حج دی .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.