حجب په لغت کې منع کولو ته وايي او په اصطلاح کې د ځېنو ورثه د ځينو نورو لپاره له ميراث څخه محرومېدلو ته حجب وايي ، چې دوه قسم دی حجب حرمان او حجب نقصان .
حجب حرمان : کوم چې ورثه په بشپړ ډول له ميراث څخه محروم کړي حجب حرمان بلل کيږي .
مثلاً کله چې د مړي زوی موجود وي ورور په کامل ډول له ميراث څخه محروميږي .
همدارنګه د زوی په موجوديت کې لمسۍ محروم ګرځي .
د پلار يا مور په موجوديت کې نيکه او نيا محروميږي .
حقيقي وروڼه او خويندې د مړي د اولاد په موجوديت محروميږي .
حجب نقصان : کوم چې د ورثه څه برخه کمه لږ او ناقصه شي هغه ته حجب نقصان وايي .
مثلاً کله چې د خاوند څخه اولاد پاتې وي د ښځې برخه د 1/4 څخه 1/8 کموي همدارنګه که د مړي فرع (اولاد ) پاتې وي د مور برخه د 1/3 څخه 1/6 کموي .
همدارنګه که د ښځې اولاد پاتې وي د خاوند برخه د 1/2 څخه 1/4 ښکته کيږي .
د حجب حرمان د لنډيز جدول :
شميره |
محجوب |
حاجب ( د کوم شخص په وسيله چې حجب کيږي ) |
1 |
نيکه |
د پلار په موجوديت سره حجب کيږي مګر پلار نه حجب کيږي . |
2 |
نيا |
د مور په موجوديت سره حجب کيږي مګر مور نه حجب کيږي . |
3 |
زوی زوی (لمسی) |
د زوی په موجوديت سره حجب کيږي مګر زوی نه حجب کيږي . |
4 |
د زوی لور(لمسۍ) |
د لور په موجوديت سره حجب کيږي مګر لور نه حجب کيږي . |
5 |
حقيقي خور |
د زوی ، لمسي ، پلار او نيکه په موجوديت کې حجب کيږي . |
6 |
پلارنی خور |
د زوی ، لمسي ، پلار او نيکه ، حقيقي ورور ، حقيقي خويندو په موجوديت کې حجب کيږي . |
7 |
حقيقي ورور |
د زوی ، لمسي ، پلار او نيکه په موجوديت کې حجب کيږي . |
8 |
پلارنی ورور |
د زوی ، لمسي ، پلار او نيکه ، حيقيقي ورور او حقيقي خور چې کله عصبه مع الغير وي حجب کيږي . |
9 |
مورنی ورور او خور |
د زوی ، لور ، لمسی او لمسۍ ، پلار او نيکه په موجوديت سره حجب کيږي . |
10 |
د حقيقي ورور زوی |
د زوی ، لمسي ، حقيقي ورور ، پلار او نيکه ، حقيقي خور چې کله عصبه مع الغير وي ، پلارنی ورور او پلارنۍ خور چې کله عصبه مع الغير وي حجب کيږي . |
11 |
د پلارني ورور زوی |
د زوی ، لمسي ، حقيقي ورور ، پلار او نيکه ،حقيقي او پلارنی خور چې کله عصبه مع الغير وي حجب کوي . |
12 |
حقيقي تره يا کاکا |
د حقيقي او پلارني ورور په زوی سره حجب کيږي . |
13 |
پلارنی تره يا کاکا |
په حقيقي تره يا کاکا سره حجب کيږي . |
14 |
د حقيقي تره زوی |
پلارنی تره او د پلارني تره زوی حجب کيږي . |
15 |
د پلارني تره زوی |
حقيقي تره او د حقيقي تره زوی حجب کيږي . |