محترمو ورونوستاسې ته دي الله تعالي لوى اجر دركري جه د مسلمانانو ديني مسايل د قران او سنت به دلايلو جوابوى٠ تاسو ته معلومه ده جه به خارجي ملكونو كي د جومات زمكه هم د يوه تن او يا سوي موسسي به نوم راجستر كيري٠دلته زمونز به شار كي يوه تن زمكه اخستي او بيا يي د مسلمانانو به أعانه ورباندي جومات جور كري جه تقريبا لس دولس كاله يي كيزي اوس يو شمير خلك رابورته شوي وأبي جومات د الله كور دي مونو يي أداره كوو خبره كله كله جنكونو ته هم وتلي ده او د مسلمانانو تر منح دلويي فتني خطر دي تاسو يي كوم حل راويستيًشي؟
اكمل روشان
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
دغو ټولو ته زمونږ دا پيغام دی چې جومات د هيڅ چا شخصي ملکيت نه دی بلکي جومات د الله تعالی د عبادت ځای دی او هيڅ څوک حق نه لري کوم څوک له جومات څخه منع کړي .
قوله سبحانه وتعالی : وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلاَ تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا ( الجن ۱۷ )
ژباړه : او رښتيا چې جوماتونه د الله جل جلا له دي نو له الله جل جلا له سره بل هيڅ څوک مه بولئ .
د سخت عذاب وعده ده د هغو کسانو د پاره چې خلک له جومات څخه منع کوي :
و قوله سبحانه وتعالی : وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن مَّنَعَ مَسَاجِدَ اللّهِ أَن يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَى فِي خَرَابِهَا أُوْلَـئِكَ مَا كَانَ لَهُمْ أَن يَدْخُلُوهَا إِلاَّ خَآئِفِينَ لهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ ( البقره ۱۱۴ ) .
ژباړه : (او له هغه چا څخه زيات ظالم څوک دی چې په جوماتونو کې د الله جل جلا له د يادولو مخ نيسي او د جوماتونو په ورانولو کې زيار باسي دوی ددې حق نه درلود چې جوماتونو ته ننوځي خو د وېرې په حال کې ، په دنيا کې دوی ته رسوايي او په آخرت کې ستر عذاب دی) .
د جومات ځمکه ، او د جومات د پاره ټول سامان وقف دی ، په وقف کې هيڅ څوک د شخصي تصرف حق نه لري .
بلکي جومات عبادت ځای او د ټولو مسلمانان مشترک دی .
إذا أوقـفت الأرض أو الأرض ومـا عليـهـا من بناء مسجدا، فهي حق مشترك لجميع المسلمون بإجماع الأمة، وتكون خارجة من ملك صاحبها لينتفع بها المسلمون، وتضاف إلى الله تعالى إضافة تشريف وتكريم ( احکام المساجد فی شريعة اسلامية – الجامع لأحكام القرآن للقرطبي (10 / 19 / 21).
د جومات د توليت او انتظام حق د هغه چا وي چې اباد کړی يې وي که هغه يې نشي کولای او اهليت يې نه لري يا د اسلامي مصالحو خلاف وي بيا به يې د مسلمانانو نماينده ګان اداره کوي .
رجل بنی مسجداً او جعله لله تعالی فهو حق الناس بمرمته و عمارته و بسط البواری و الحصير و القناديل و الأذان و لاقامة و الامامة ان کان اهلاً لذالک فان لم يکن فالرأی فی ذلک اليه ( عالمګيري ۱/۱۱۰ ) .
و الله سبحانه وتعالی اعلم