جاپان د نړۍ لومړی الوتونکی موټر چمتو کړی – ویدیو

جاپاني شرکت «سکای درایو» د الوتنې موټر لومړنۍ بریالۍ ازموینه ترسره کړه، دوی غواړي دغه الوتونکی موټر تر ۲۰۲۳م کاله سوداګریز تولید پای ته ورسوي.

د جاپاني شرکت Skydrive لخوا د تیرې جمعې په ورځ یوه ویدیو خپره شوه چې په کې یو موټر د څلورو دقیقو لپاره له ځمکې هوا ته په روانه څلور فوټه پورته کیږي او الوتنه کوي.

د سکای درایو پروژې څارونکي توموهیرو فوکوزاوا وایي چې ددوی لپاره تر ټولو لویه ننګونه په الوتونکي موټر کې د پيلوټانو په خوندي توګه د وړلو وړتیا ده.

د موټر اوسنی ډیزاین چې موټرسایکل ته ورته دی او څلورو خواوو ته پکي لري، د یوه کس وړتیا لري او کولی شي له پنځو څخه تر لسو دقیقو الوتنه وکړي.

د سترو مسافر وړونکو الوتوکو او چورلکو په پرتله به دغه الوتونکی کوچنی موټر له یوه ځانګړي ځای نه بل ته د خپلو مسافرینو لپاره پرته د هوایي ډګر له کړنلارو او ترافیکي ګڼې ګوڼې تیریدو سره مرسته وکړي.

جاپان د الوتنې موټر ټکنالوژۍ پروژې د ملاتړ لپاره ۴۰ ملیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

د سکای درایو شرکت پروژه په ۲۰۱۲م کال کې د څو لویو جاپاني بریښنایي شرکتونو لکه (ټیوټا او پاناسونیک) په مرسته په ګډه پېل شوې ده.

له دې وړاندې د یو شمېر شرکتونو لخوا پورتنۍ پروژې ته ورته مفکورې وړاندې شوي خو لا هم نه دي چمتو شوي او نه یې کومه ازموینه ترسره کړې ده.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.