له تولید څخه تر سګرټ سکولو پورې : سګرټ د چاپيريال تودوخه زياتوي او د کلونو په اوږدو کې پرانسانانو او چاپیریال منفی اغیزه کوی.
۱ـ خوراکی توکو پر ځاې تنباکو، ۹۰ سلنه د تنباکو کر کیله په هغو هېوادونو کي تر سره کيږې، چې هلته وګړو ته په پوره ډول خوراکي توکې نه رسيږې او د غلو دانو د کرلو له پاره له پاره لږه زمکه پاتې کيږي.۲ـ د ټولې نړۍ په کچه، پر میلیونو هکتاره زمکه کې د سګرټ سکلو له پاره تنباکو کرل کيږي.
د «ډبليو اچ او» د اټکل له مخې د ځنګلونو نيماي برخې له منځه تلل هم د تنباکو توليد له کبله دي..
۳ـ خپاره شوي ګازونه، هر کال د تمباکو په تولید کې د کاربن ډای اکساید ګاز کابو۸۴ میلیونه ټنه خپریږي. دا هغه اندازه ده کوم چی په ټول يو کال کې خپريږي.
۴ـ د ماشومانو کار، پر هغه زمکه چې تنباکو کرل کيږي، ډير شمير ماشومان پرې هره ورځ تر ۱۲ ساعته پوري کارکوي، چې د هغوي ژوند له ډير خطر سره مخ کوي. د نيکوتين زهرو له کبله دوي ناروغه کيږي.
۵ـ هر کال د تنباکو کرلو له پاره په ميلاردو ټنه اوبو ته اړتيا ده، چې د دي اندازه، ۵، ۲ ځله په برتانيا کې، د ټول کال د اوبو له مصرف سره برابره ده.
۶- د تنباکو بوټې له زمکې څخه مغدي يا ګټور مواد وباسی او خاوره سپيره يا خالي پاتې کيږی. پر زمکه د تنباکو کرلو او ترینه د حاصل اخيستلو له کبله تر څو کلونو پوري بيا پر دغه زمکه کر کيله نه شي کيداې او حاصل نه ورکوي.
۷- تر زمکې لاندې زهرجنې اوبه: د تنباکو بوټې د ودې له پاره چې په خوا کې د هرزه بوټو د منځه وړلو له پاره د پستيڅيده په نوم کوم کيماوي مواد له اوبو سره يو ځاي کوي او استعمالیږي، هغه د انسانانو روغتيا، خاورې او تر زمکې لاندې اوبو ته زيان رسوي.
۸ـ په طبيعی چاپيريال کې د غورزول شوی سګرت فلتر، کلونو ته اړتيا لري چې په خاوره کې تجزيه شي. د نن ورځ غورزول شوی سګرټ به د ۲۰۳۷ ميلادي کال پوري، په خاوره کې تجزیه کيږي يا له منځه ځي.
۹ـ د کثافاتو غرونه: د تنباکو کښت او سګرټ په کال کې ۲۵ ملیونه ټنه کثافات جوړوي، دا د هغو کثافاتو دوه چنده ده چې په المان په يو کال رامنځ ته کيږي.
۱۰ ـ نیکوتین يا د دماغ له پاره زهر، چې د شاوخوا ۴۸۰۰ نورو موادو سره د سګرټ په لوګی کې تولیديږي او ډيريې د سرطان ناروغۍ لامل کيږي.
۱۱ـ د هر سکول شوی سګرټ، له دریو دانو څخه يې دوه پر زمکه لويږي چې شميريې ميلياردونو ته رسیږي او دا په ټوله نړۍ کې کثافات جوړوي. د سکول شوي سګرټ پاتې برخې څخه رامنځ ته شوی کثافات يې زهري دي، چې د سرطان ناروغۍ خطر لري.
۱۲ـ په اوبو کې زهر، دغه زهر د باران له لارې جهیلونو، خوړونو، سیندونو او سمندرونو ته بهيږي. دلته دوی کبان، مرغان او سمندری تی لرونکی مسموموي. انسانانو ته په خوړو کي دغه زهري مواد رسیږي.
ژباړه: د آلمان فیګو مجلې څخه
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :
د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219