تقدیر په پردو کې پټ حکمتونه !

ژباړه او اضافه خالد منصور هډه وال الافغاني

یو مبارکه څپېړه…!!
“د تقدیر پټ رازونه: د ظاهرې زیانونو تر شا برکتونه”

په دوبۍ کې د دوو کسانو ترمنځ جګړه وشوه. یو کس بل ته کلکه څپېړه ورکړه چې د هغه مخ پرې وه پړسیده .

پولیسو د دواړو تر منځ سوله وکړه او دغه ټپي کس یې روغتون ته ولېږداوه. هلته یې چې ټیسټونه وکړل، نو معلومه شوه چې هغه د خولې په سرطان اخته دی،

خو دا سرطان لا په لومړیو مرحلو کې و.

د دوبۍ د پولیسو ډاکټرې، محترمې روضه شامسي وویل: که دغه کس ته څپېړه نه وای ورکړل شوې او ټیسټونه یې نه وای شوي، نو د سرطان تشخیص به یې نه کېده.

وروسته به دا ناروغي دومره پراخه شوې وه چې د هغه ژبه به پرې کېدل، یا به یې ژوند له لاسه ورکړی و. خو د دې مبارکې څپېړې په برکت، اوس به یې درملنه وشي او ژبه به یې له پرې کېدو وژغورل شي.

په همدې توګه، په تېرو ورځو کې یو امریکایي ځوان د لامبو پر مهال د يو ماهي له برید سره مخ شو.

د هغه شا ډېره ژوبله شوه، خو ژوند یې وژغورل شو. دغه ځوان روغتون ته ولېږدول شو او د طبي معایناتو په ترڅ کې وموندل شوه چې هغه له خطر څخه بهر دی. خو ډاکټرانو یې بیا هم ځینې نور ټیسټونه وکړل. دې ټیسټونو څرګنده کړه چې د هغه په نس کې د سرطان یوه رسولي شتون لري،

چې په لومړیو مرحلو کې وه. په سمدستي ډول د هغه عملیات ترسره شول، او دا رسولې لرې شوه.

ډاکټرانو وویل، که اوس یې عملیات نه وای شوي، نو دا ناروغي به یې ځیګر او ګردې ته رسېدلې وه، چې بیا به یې درملنه ممکنه نه وه. خو د ماهي برید د دې ځوان لپاره ډېر مبارک تمام شو.

په مصر کې دوه محصلین د پوهنتون په انګړ کې پر چوکۍ ناست وو. په همدې وخت کې یوه تېزه موټر د یوه محصل له شا څخه وواهه. هغه روغتون ته یوړل شو،

او معلومه شوه چې د ټکر له امله یې یو ګردې له کاره لوېدلی. د عملیاتو په ترڅ کې دغه ګردې لرې شوه او لیبارټورۍ ته واستول شوه. هلته څرګنده شوه چې په دغه ګردې کې هم د سرطان نښې وې، خو دا هم په لومړیو مرحلو کې و.

ډاکټرانو وویل، که دغه کس ته موټر نه وای ټکر کړی، نو د سرطان تشخیص به یې ممکن نه و، او ناروغي به یې دومره زیاته شوې وه چې درملنه یې ستونزمنه وه.

نو ګرانو وروڼو، ملګرو، او خویندو!

موږ له غیبو څخه خبر نه یو. هغه څه چې موږ پرې پوهېږو، هغه هم ډېر سرسري او ظاهري دي. د حقیقتونو سمه درک کول زموږ له وس څخه پورته دي.

نو کله چې کوم بدني یا مالي زیان راته ورسي،

موږ ژر خپه کېږو،
افسوس کوو،
ځانونه ملامتوو،
او نور بد راته ښکارېږي.

حال دا چې ممکن د الله جل جلاله په علم کې دغه ظاهري زیان زموږ لپاره د لوی خیر او ګټې لامل وي.

له همدې امله باید د الله جل شانه په هر فیصلې خوښ واوسو. هغه تکلیف او مصیبت چې موږ ته رسي، هغه له مخکې تقدیر کې لیکل شوی وي. الله تعالی فرمایي:
“هر مصیبت د الله په امر رسیږي، او څوک چې پر الله ایمان ولري، الله به د هغه زړه ته هدایت وکړي.” (سورت التغابن، 11)

ظاهراً د مور څخه زیات مهربان رب داسې هیڅ کله نه کوي چې بنده په بې ځایه تکلیفونو کې واچوي. په هر مصیبت کې د انسان لپاره یو ډول خیر وي، که هغه دنیوي وي یا اخروي، خو وي خامخا. که څه هم موږ د خپل ناقص علم له امله دا درک نشو کولای.

د الله په تقدیر باندې خوښ اوسېدل (رضا بالقضاء) ډېره لویه صفت دی. دغه شان خلکو ته په سورت الحج کې زیری ورکړل شوی دی:
“وَبَشِّرِ الْمُخْبِتِينَ”
مخبتین هغه دي چې په تقدیر باندې خوښ او مطمئن وي.

حق تعالی دې موږ ټولو ته دا لویه صفت راکړي. آمین.

ژباړه او ترتیب خالد منصور هډه وال.
که ليکنه درسته او مفيده وي دا د الله سبحانه وتعالی په توفيق او مدد سره او که غلطيانې په کښي موجود وي دا زما کمزورئ او نا اهلي ده.

ليکنه څومره مفيده وه ؟
څو فيصده ګټوره وه
20 فيصده…
50 فيصده…
80 فيصده…
او يا هم
100 فيصده…

کمنټ کښي فقط
20
50
80
100
وه ليکي.
او ضرور ئي شير کړئ مننه .

 

………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219

WhatsApp:+93 747 162 162

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………

یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د نن ټکی اسیا توافق ورسره شرط نه دی.

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟