عرب خو اهل لسان و،او قرآن ددوی په ژبه او محاوره نازل شوی و،لهذا د محکماتو دفهم لپاره هغوته ضرورت نه پیښې ده، خو دمتشابهاتو په اړه به یې دنبي صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه او اخذ کاوه، خو چې کله په اسلام او اسلامي ریاست کې له عربو پرته نور خلک داخل شول، نو بیا یو څه صحابه کرامو تفسیر کول شروع کړل چې په هغې کې: حضرت علی، حضرت ابن عباس،حضرت ابن مسعود او حضرت أبی بن کعب رضي الله عنهم اجمعین سر فهرست وو، دې صحابه کرامو ته د “مدرسة التفسیر” بانیان(بنسټ ایښودونکي) ویل کیږي.
په تفسیر کې به دوی دقرآني آیتونو، دنبي صلی الله علیه وسلم له اقوالو او افعالو څخه او همدارنګه دقدیم ادب اولغت څخه استفاده کوله،او دحضرت ابن عباس باره کې خو دده شاګرد امام مجاهد وایي: چې کله به ده تفسیر کاوه په ده به نور لیدل کیده.
(خلفاء راشدین/۵۸۷)
#عبدالحسیب_منصور.
رجب المرجب ۱۴۴۵هـ
که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛
https://dawatnews.com/submit-article/
شرعي پوښتنه:
که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.
*دعوت نیوز.کام (بااعتبارترین مرجع نشر و اشاعت قرآن و حدیث در سراسر جهان) ⏬
🌐www.dawatnews.com✅
…………………………………………………………………………………………………………
لاتنسونا عن صالح دعائکم
اخوکم في الله ابوأحمد