تفخيم او ترقيق

د «را» د حرف احکام :

۱- د “را” توری که چيری زور يا پيښ ولري يا د “را” حرف خپله ساکن مخکې حرف يې زور يا پيښ ولري نو پدې صورت کی تفخيم کيږي يعنی “را” ډکه تلفظ کيږي .

مثالونه : رَبُّكَ – رُزِقُواْ – مَّرْفُوعَةٌ – عُرْضة

۲- که د “را” حرف زير ولري يا “را” ساکنه او مخکې حرف يې زير ولري نو پدې صورت کې ترقيق کيږي “را” باريکه تلفظ کيږي .

رِحْلَةَ – فِرْعَوْنَ

۳- کله چی “را” ساکنه او ماقبل حرف یی زیر ولري او وروسته یی مستعلیه حروف په یوه کلمه کی راشي نو پدی حالت کی “را” ډکه تلفظ کیږي یعنی تفخیم پکی کیږي لکه:

[إِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَادِ ،قِرْطَاسٍ ]

اوکه چیرته “را” په یوه کلمه او حرف مستعلیه په بله کلمه کی راغلی وی پدی حالت کی “را” باریکه تلفظ کیږي یعنی ترقیق پکی کیږي لکه: فاصبرصبرا جمیلا   .

۴- کله چی “را”ساکنه ماقبل یې همزه وصل راغلی وي یا مخکی له “را” نه عارضي کسره راغلی وي پدې حالت کې هم “را” ډکه تلفظ کیږي یعنی تفخیم پکی کیږي لکه:

[أَمِ ارْتَابُوا- ارْجِعِي].

په پورته مثالونو کې مخکی له “را” څخه عارضي کسره یا وصلی همزه راغلی ده.

۵- کله چی “را” ساکنه او ماقبل حرف یی هم ساکن وي نو د هغه ماقبل ماقبل ته ترجیح ورکول کیږي که د ماقبل ماقبل یی زور یا پیښ وي ډکه او که زیر وي باریکه تلفظ کیږي لکه: [وَالْفَجْرِ * وَلَيَالٍ عَشْرٍ].

۶- کله چی “را” ساکنه او ماقبل یی “ی” ساکنه راغلی وي نو پدې حالت کی هم “را” باریکه تلفظ کیږي یعنی ترقیق پکی کیږي لکه: خیْر، سیْر.

د حرف لام احکام :

۱- په لفظ جلاله (الله جل جلاله ) كې که د لام نه مخکې حرف زور يا پيښ ولري تفخيم کيږي یعنی”لام” ډک تلفظ کيږي لکه : هُوَ اللَّهُ  نَارُ اللَّهِ الْمُوقَدَةُ

همدارنګه که د”لام” نه مخکې حرف ساکن وي له هغه مخکې حرف زور يا پيښ ولري پدې صورت کې هم د “لام” توری ډک ادا کيږي لکه : عَلَى اللَّهِ – واعْبُدُوا اللَّهَ.

۲- که د “لام” نه مخکې حرف زير ولري يا د “لام” نه مخکې حرف ساکن وي او د هغه نه مخکې حرف زير ولري ترقيق کيږي يعنی “لام” باریک ادا کيږي لکه : [قُلِ اللَّهُمّ – وَيُنَجِّي اللَّهُ َ]

مګر لام (ال) بغير له لفظ جلاله نه په نوروکلماتو کې په دوه ډوله دی :

۱- ( شمسي حروف)   “ال” شمسي

۲- ( قمري حروف)   “ال” قمري

شمسي حروف هغه حروف دي چی کله (الف لام ) پری داخل شي نو ( لام) نه لوستل کيږي بلکې په وروستي حرف کې مدغم کيږي .

لکه :ألنَّاسُ، أَلطَّآمَّة – الشّمس- التّواب… اوداسی نور.

د شمسي “ال” د پيژندنې علامه دا ده چې د لام نه وروسته حرف شد لرونکې وي .

قمري حروف هغه حروف دي چی کله ( الف لام) پری داخل شي نو (لام) لوستل کيږي یعنې نه مدغمیږی لکه : ألْقَمَرُ، ألْعَلِيمُ –الخبیر- القیوم … اوداسی نور

  • ددې درسونو بیا کتونکی حافظ القرآن ښاغلی قاري صاحب وايي : زمونږ ګران استاد مرحوم قاضي صاحب محمدکریم حیدري په لاندی شعرکی په ډیرښه ډول بیان کړیدي.

د حلق شونډو ټول حروفونه

د لسان جیم ، یا، قافونه

قمري ګڼه جانانه

                                     نورشمسي دي پرماګرانه

القمر الشمس ته ګوره

نورقیاس کړه زما وروره

لکه پټ ستوري په لمرکی

                   وي خوښکاري په قمرکی

القمرکی لام ښکاره دی

                   په الشمس کی پټ پنه دی

اوپه بل ځای کی یی په لنډ ډول داسی بیان کړیدي.

شین جمع غاښونه شمسي —- نور واړه قمري

یعنی شین له هغوحروفوسره یوځای چی په غاښونوکی اداکیږی شمسي حروف دی اوپاته نور قمري حروف دي چی دواړه ( ۱۴ – ۱۴ ) حروف کیږي.

يعنې شمسي حروف دا دی : ( ت – ث – د – ذ – ر- ز–س –ش –ص –ض –ط –ظ –ل- ن ).

او پايې نور قمري حروف دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟