په کلفورنیا پوهنتون کې څېړونکيو یوه داسې دستکشه جوړه کړې چې کولای شي، ستاسې ټولې اشارې په خبرو بدلې کړي.
دا دستکشه په ځانګړي ډول د هغو کسانو لهپاره ده چې نه شي کولای خبرې وکړي.
په دې دستکشو کې داسې یوه حساسه اله نصب ده چې کولای شي هر ډول اشارې له محسوسېدو ورسته په الفاظو بدلې کړي او مقابل لوری وپوهوي چې د بل شخص هدف څه شی دی.
د دې دستکشې په سر کې ټول الکټرونیکي سیسټم نصب شوی، خو ستاسې لاس ته شارټي نه درکوي، بلکې لاندې کلک پوښ لري چې تاسې وساتي.
د هرې ګوتې پر سر دوه حساسې الې شته چې کولای شي اشارې محسوس کړي.
کله چې هم ستاسې ګوتې د اشارو په ډول خوځېږي، دستکشه پوهېږي چې هدف مو څه شی دی، خو هو یاد لرئ چې ستاسې ګوتې باید د لوستو ګونګیانو په څېر وخوځېږي، هغه چې نړیوال درسي مېتودونه ورته جوړ شوي دي.