تانسل (Tonsil )يا په عامه اصطلاح دستوني اضافه غوښه!
تانسلونه دلمفاوي انساجو غدوات دي چې دخولي دبلعوم یاستوني په دواړه طرفونو کې شتون لري تانسلونه دانسان په عضویت کې محافظوي رول لري چې بدن دمیکروبونو څخه وقایه اوساتي. .او کوم وخت چې دیو میکروب په وسیله مصاب کیږي تانسلیت (Tonsillitis)ورته وایې
دتانسل التهاب په بیړني او ځنډني ډول سره وي.چې په هر عمر کې پیداکيږي، ولي زیات په هغه ماشومان کې چې ترمکتب دوري مخکې وي. چې زیات علایم یې دستوني درد تخریش ۔تبه دغوږ درد او دتانسلونه په لویوالي سره وي.
چې زیات عمده انتانات یې ویروسونه او بکتریاوي دي چې بکتریایې یي د7څخه تر لس ورځو دوام کوي.
اعراض و علایم :: Sign & Symptoms
اعراض وعلایم یي دتانسل دالتهاب دشدت په اساس وي چې خفیف متوسط شدید.
دستوني تخرشیت , تبه, لرزه, , بویناکه تنفس, سردردی, دغاړي شخوالی, په ژوولو کې مشکل , دتناسلونو سوروالی او پاړسوب، دتالو سوروالی او پاړسوب، دحلقې ژبکۍ سوروالی، بعضي وخت دتانسل په کریپټونو کې چرک.
دځنډني تانسلیت اعراض و علایم ۔ دستوني تخریشت په دوامداره ۔دلمفاوي عقداتو سختوالی او لویوالی دقدامي پیلر احتقان او په فشار سره دتناسل څخه افرازات وتل.
او همدارنګه باید داهم ووایم چې کوم وخت تانسلیت رامنځ ته شو تبه تر39درجې دسانتي ګریډ لوړه وي،
تشخیص Diagnosis :
تشخیص ډیر زیات اسانه دی فزیکي معاینه تاریخچه کلچر
روغ صحــت په دي نوم کليک وکړي او مونږ سره يو ځاى شي
تداوی Treatment:
خفیف یا عادي تانسلیت تداوي نه غواړي صرف نارمل سالین غړغړه کول دي.
که چیري شدیدتانسلیت وو بیانو خاص انتي بیوتیک ورکوو چې دوز او مقدار یې تنها تنها دډاکتر لخوا ترتیب کیژي .
جراحی درملنه یې کوم وخت چې څلورم ګریډ دریم ګريډ تانسل لویوالی په هغه صورت کې چې کریپټ مګنا کې افرازات وي بلعه او تنفس کې ستونزه وي بیا نو تانسلیکتومي ورته کوو.