تاسې د ډيموکراسۍ غلطه معنی کړي ده

سلام علیکم, محترم وروره.

تاسې ليکلي چې : دموکراسي  Democratie يوه لاتيني کلیمه ده چې له دو برخو جوړه شوي ده Demos په منعی د خلکو او Cratie په معنی د حکومت چې پوره معنی د خلکو حکومت يا د خلکو لپاره حکومت ده .

ددی نظام جوړونکی بشر دی آساسی هدف يې د دولت له دين څخه جلاوالی دی يعنی يو بې دينه حکومت چې حکومتي قوانين يې پربې دينی ولاړ وي ساختګي به وي ولی د ټولنی د افرادو لپاره د دين آزادی شته خو کله چې پرټولنه يو بې دينه حاکميت وي خامخا به له ټولنی څخه هم دين کميږي .

https://dawat610.com/archives/2783

پورته ستاسو کاپی شوی جمله دی ایا په کوم دلیل تاسو وایی چی ډیموکراسی یا ولسواکی خلک بی دینی ته اړوی که تاسو له خپلی خیټی حدیثونه جوړه وی.

زه پوه نه یم که مسلمانان خپل ولسمشر وټاکی هغه دولت وګړی بی دینه کیږی دا ما له ستاسو واوریدل. زه مو هم په خپل مسلمانیت کی اندیښمن کړم ځکه ما هم رایه ورکړی چی په ولسواکی او یا ډیموکراتیک ډول خپل ولسمشر وټاکم او دا زما حق وه .

هو له هیره به سره نه باسو په تیرو دیرشو کلنو کی زمونږ دافغانانو په ذهنو کی همدا خبره د پاکستان ابن زنا څخه کیږی چی هله ورور د افغان دولت کی کار کوی کافر دی وی وژنه او هغه ځوان به په شهادت ورساوه خو نن افغانان هوښیار دی له ډیر پاکستان کوفری علماو څخه.

ما په ولسواکی ډول چی تاسو ډیموکراسی ورته وایی رایه ورکړی او ستاسو په نزد زه کافر یم او یا جاهل یم. مګر خپل مسلمان او وطندوست ولسمشر ټاکلو کی که کافر هم ګڼل کیږم پروا می نه شته ځکه الله پاک ته معلوم دی څوک له دین سره لوبی کوی او څوک له دین سره مینه.

الله پاک ته وګوری چی له اسلام سره لوبی مه کوی له ځان څخه مو داسلام ټیکه داران مه جوړه وی

احمد بلال

—————————————————————————–

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ډيموکراسۍ چې عربان ورته الديمقراطية وايي معنی همدغه ده ، د الديمقراطية کلمه په عربي کې قطعاً وجود نه لري بلکي يو لاتنې کلمه اوغربي فرموله او تګلياره ده .

په اړه د نړی معاصرو علماؤ ډېر کتابونه ، رسالې او ليکنې کړي دي .

الاسلام سوال جواب ليکي :

مفهوم الديمقراطية في الإسلام

http://islamqa.info/ar/98134

حكم الديمقراطية والانتخابات والعمل في أنظمتها

http://islamqa.info/ar/107166

همدارنګه صيدالفوائد ليکي :

الانتخابات المعاصرة في ضوء الأدلة الجزئية والقواعد الكلية

http://www.saaid.net/Doat/otibi/52.htm

http://www.saaid.net/Doat/hogail/30.htm

http://www.saaid.net/Doat/alsharef/34.htm

http://www.alhawali.com/index.cfm?method=home.SubContent&ContentID=2029

هو په اسلام کې د مشر ټاکل يو مهم کار دی خو معيار پکې تقوا ده ، په اسلام کې د عامو رايي او اکثريت پر ځای ، د دين د پوهانو ، امانتدارو رايه او حقيقت ته رسيدل شرط دي . تفصيل دلته وګورئ .

خو په ډيموکراسۍ کې د مشر په ټاکلو کې د تنظيم ، قوم ، سمت ، اقتصادي ګټې او اقتدار شرط دی دا مهم نه ده که هر څوک قدرت رسيږي هغه که د هيواد پر سطحه يو مشهور غل ، مشهور ظالم او ګلم جم هم وي پروا نه لري ځکه چې د اکثريت رايه يې وړې هغه که په رښتيا وي يا درواغو .

دا طبعي خبره ده چې حکومت د ولس څخه جوړيږي او مشر د خلکو په مټو او کومک قدرت او حکومت ته رسيږي ، او ټول مسلمانان مکلف دي چې د اسلامي حکومت او اسلامي چارو او مشروع امرو کې د خپلو مشرانو کومک او حمايت وکړي .

ځکه الله سبحانه وتعالی فرمايي : « [ وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإثْمِ وَالْعُدْوَانِ]

ژباړه : په نيکۍ او پرهيزکاری يو له بله مرسته وکړئ او (هيچکله ) د ګناه او نافرمانی په کار کې يو له بله مرسته مه کوئ .

خو په دغه روانه ډيموکراسۍ او انتخاباتو کې مونږ وينو چې خلک په ظلم او ناروا کې يو له بله مرسته کوي ، ستاسې د رايې نتجه به دا وي چې يو ظالم چې پرون يې د خلکو په سرونو کې ميخونه وهل ، او يو ظالم چې د ظلم په وجه په ګلم جم سره مشهور دی او سياست پوه صاحب چې دغه ظالمان يې خپل ټيم مقرر کړی دی ستاسې په رايه تر ارګه پورې ورسيږي .

په اسلامي حکومت کې قانون اسلامي شريعت دی هيڅ چا ته حق نشته چې د اسلامي شريعت حلال حرام او حرام يې حلال کړي .

خو په ډيموکراسۍ کې د پارلمان رايه ، د رئيس جمهور توشيح کړی قانون او د اکثريت موافقت قانون دی هغه که د اسلامي شريعت خلاف هم وي د تطبيق وړ دی او دا خبره نه له خپلې خيټې کوو او نه پر دوی باندې بې ځايه تور لګوو بلکي دوی خپله د قرآن پر وړاندې د بل قانون اعلان کړی دی ، خپله ناري وهي .

لکه د موجوده رژيم آساسي قانون ، مدني قانون او نور ….

د مشت نمونه خوار په توګه د قانون منع عليه خشونت زنان ولولئ او بيا خپله د يو مسلمان په توګه قضاوت وکړه !

[قانون منع خشونت عليه زنان] سراسر د اسلام خلاف سيکولار قانون دی

د [قانون منع خشونت عليه زنان] سيکولر قانون دوهمه برخه

د [قانون منع خشونت ] سيکولر قانون دريمه برخه

د [ قانون منع خشونت ] سيکولر قانون څلورمه برخه

د [ قانون منع خشونت ] سيکولر قانون پنځه برخه

د [ قانون منع خشونت ] سيکولر قانون شيږمه برخه

په اسلامي حکومت کې د پارلمنټ پر ځای شورا شته .

داسې شوری چې فقهاؤ او مسلکي متخصصينو څخه تشکيل شوي وي او دغه شورای حکومت ته ټولې مشورې د اسلامي شريعت په رڼا کې ورکوي . تفصيل دلته وګورئ .

خو د ډيموکراسۍ په پارلمان کې علم او تخصص مطرح نه دی بلکي هغه کس مطرح دی چې د اکثريت په رايو پارلمان ته تللی وي . پارلمان به د هغه څه په اړه تصميم نيسي کوم چې د اکثريت رايه وي هغه که په حرامو باندې وي يا حلالو باک نه لري . تفصيل دلته وګورئ

او داچې تا ويلي چې د قرآن او سنتو غلطه ترجمه مه کوئ !

په دې باره کې دومره درته وايم  ! چې حق حق دی او باطل باطل دی لمر په دوو ګوټو نه پټيږي ، کاشکي دا خبرې دې د موجوده رژيم ملايانو او مفتيانو ته کړې وای، هغه چې دوست ، دوښمن او دوښمن دوست بولې ، اشغال آزادۍ او آزادي اشغال بولې ، کافر دوست او مسلمان دوښمن بولې .

ددې پاڼې په اهدافو کې مو دا خبره ياده کړې چې کچيرې مو په سايټ کې يوه خبره د اسلام خلاف وليده غاړه مو بنده چې مونږ به نه ورباندې خبروئ  تفصيل ….

وروره دا د علم او دليل ميدان دی دلته د چا بې ځايه ټاپې القاعده ، پاکستان وغيره نه چليږي ، په کوم مطلب باندې چې څوک رد لري نو راوړئ خپل شرعي دلائلو مو .

هغه څوک چې د قرآن او سنتو څخه دفاع کوي هغوی ته مه وايه چې په اسلام الغياذ بالله منډې وهي ، لږ له عقل کار واخله !

الله پاک ته وګوره لږ له دين او حقيقت څخه ځان خبر کړه !

و الله سبحانه وتعالی اعلم

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت واليه انيب

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.