تاریخ تکرارېږي له بخارا تر غز✓ او افغانستان

د امت د بې حسي او دښمن د مکروه فریب خونړۍ کیسه دوي پسي زما او ستا نمبر دي.

اصلي لیکوال: عرب تجزیه‌ نویس ډاکټر الشرقاوي .

پښتو ژباړه او اضافه خالد منصور هډه وال .
__________________________
ابن اثیر په خپل مشهور کتاب “الکامل فی التاریخ” کې روایت کوي، کله چې مغل د چنګېز خان تر مشرۍ لاندې پر بخارا یرغل وکړ، نو هغوی ونه توانېدل چې ښار ته مستقیم داخل شي. چنګېز خان د بخارا خلکو ته لیک واستاوه چې که زموږ سره یو ځای شئ، امان به درکړو. دا پیغام چې خلکو ته ورسېد، ښار په دوه ډلو ووېشل شو:

یوه ډله هغه وه چې د عزت، ایمان او ناموس د دفاع غږ یې پورته کړ او د جګړې پریکړه یې وکړه. بله ډله د مغولو له ویرې د امان لاره غوره کړه او تسلیم شوه. چنګېز خان دویمې ډلې ته وویل: “که تاسو زموږ سره د لومړۍ ډلې پر ضد جنګ وکړئ، نه یوازې به مو وبخښو، بلکې د ښار مشري به هم درکړو.” هغوی ومنله، خو چې کله د جګړې ډګر ته وردننه شول او فتح یې وکړه، چنګېز خان یې وسلې واخیستې، او حکم یې وکړ چې ټول دې ذبح شي. دا مهال یې خپل هغه مشهور عبارت وویلو:

“څوک چې زموږ لپاره د خپل ورور غدارې وکړي، هغوی زموږ وفادار نشي کېدای!”

ایا دا سبق نه دی؟

که نن تاسو د مقاومت ملاتړ نه کوئ، نو لږ تر لږه د عقل، سیاست او خپلې بقا له مخې دا وکړئ. ځکه دا مقاومت دی چې ستاسو د دښمن پام له تاسو اړولی دی. که دښمن ته دې وخت ورکړ، سبا به ستا کور، ستا ښار، ستا اولاد، او ستا ایمان د همداسې چنګېزي یرغل ښکار شي.

بغداد — د تمدن قبر ته بدل شو

کال ۶۵۶ هجري کې، مغول د هلاکو خان تر مشرۍ لاندې بغداد ته ورسیدل. دا هغه ښار و چې علم، ادب، فقه، او روحانیت پکې ځلېده. خو خلیفه المستعصم بالله، چې د امت زعامت یې پر غاړه و، د کمزورۍ، ناپوهۍ او غفلت له کبله، نه د مقاومت تاب درلود، نه یې د قیادت وړتیا.

هلاکو ته د خلافت دننه څخه هم مرسته وشوه. داخلی خاین وزیران د مغولو جاسوسان شول. د ښار دروازې خلاصې شوې، او مغول ورننوتل. هلته بیا د قیامت منظر پیل شو:

ماشومان، ښځې، سپین‌ږیري، علما، حتی حافظان، ټول یې ذبح کړل. دارالحکمۃ — د نړۍ تر ټولو ستر کتابتون، یې سیند ته وغورځاوه. د دجلې او فرات اوبه تورې شوې. دا د رنګ له کبله نه، دا د علم، پوهې او کتابونو له تورو مرکبو او رنګونو و.

مسجدونه یې وسوځول، قرآنونه یې پښو لاندې کړل، او خلیفه یې په قالین کې تاو کړ، اسپان پرې ودرول، څو د ده وینه ځمکه لمس نه کړي. ځکه د دوی عقیده دا وه چې پاچا باید د ځمکې سپکاوی و نه کړي.

دا یوازې د خلافت نه، بلکې د غیرت، علم، وحدت، او عزت جنازه وه.

نن که موږ همداسې ویده پاتې شو، د خپل ایمان او خپل اهل دفاع پلو ته ونه درېږو، نو سبا به دا قیصه زموږ په ښارونو تکرار شي.

 

د عقل غږ!

ایا دا مناسبه ده چې د دښمن په وړاندې د مقاومت پر ځای، د سازش خوبونه ووینو؟ هغوی چې د زکریا علیه السلام بدن یې اره کړ، او د یحیی علیه السلام سر یې د فاحشې د خوښې لپاره راوړ، هغوی به ستا عزت ته ارزښت ورکړي؟

دا هغه قوم دی چې د الله له نبي سره یې دوکې وکړې، عهود یې مات کړل، قسمونه یې مات کړل، فتنې یې راولاړې کړې، او بالاخره قران یې په ډاګه وویل: “أشد الناس عداوة للذین آمنوا الیهود” — تر ټولو سخت دښمنان ستاسو لپاره یهود دي.

نو که د ایمان له مخې نه، د عقل او فطرت له مخې د خپل ورور ملاتړ وکړه.

د غ..ز..ې د ماشومانو، میندو، سپین‌ږیرو چیغو ته غوږ شئ. هغوی ستاسو لپاره خپله سینه سپر کړې، ترڅو تاسو د آرام خوب وکړئ. که هغوی ناکام شي، سبا به ستاسو خوب هم له وینو ډک شي.

یقین ولره: که نن تا د خپل ورور د وینو دفاع ونه کړه، نو سبا به ستا وینې بې مدافع پاتې شي.

دلته یو څو تاریخي پیښې دي چې د مقالې له موضوع سره تړاو لري او کولی شو چې ورزیات یې کړو .

1. د اندلس سقوط:
څنګه مسلمانانو کله چې خپلمنځي اختلافات زیات کړل او د کفري قوتونو مرسته یې ومنله، نو پایله یې دا شوه چې اندلس له لاسه ورکړل شو. نصیحت دا دی چې د بهرني دښمن په تمه مه اوسه، او د خپل کور اتفاق وساته.

2. د بغداد سقوط (۱۲۵۸م):
کله چې مغول د مستعصم بالله خلافت ته ورسېدل، د ده د نالایقه مشرتابه، عیش‌پرستۍ او د مخلصانو پرېښودو له امله، بغداد په وینو ولمبول شو. دا پیښه د امت د ضعف، اختلاف او سیاسي بې‌حسۍ یوه ستره بیلګه ده.

3. د سلطان عبد الحمید دوهم موقف:
کله چې یهودانو د فلسطین د اخیستو هڅه وکړه، نو سلطان عبد الحمید دوهم کلک انکار وکړ، ویې ویل: “فلسطین د امت وینه ده، دا به د پیسو په بدل کې ونه پلورل شي.” دا موقف موږ ته عزت، غیرت او دیني ثبات ښيي.

4. د عثماني خلافت پای:
د برتانوي استعمار، عرب نشنلیزم، او ځینو داخلي غدارانو له امله خلافت ړنګ شو. د امت یووالی ختم شو، او نننی حال هم له هغه انحطاط نه راولاړېدلی نتیجه ده.

5. د بوسنیا او چیچنیا مظلومیت:
د نولسمې پېړۍ وروستیو کې د اروپا زړه کې مسلمانان د نسل‌کشي ښکار شول، خو امت د خاموشي خوب ویده وو. دا هماغه امت وو، چې د خپلمنځي بې‌حسۍ له امله خپل مظلومان هېر کړل.

6 . افغانستان، د امت د تاریخ هغه پاڼه ده چې د قربانۍ، غیرت، او ایماني مقاومت رنګ پرې خور شوی دی. له انګریز سره جګړې، د غازي امان الله خان پاڅون، د شوروي یرغل پر وړاندې د مجاهدینو سنګرونه، او بیا د امریکا پر ضد د شل کلن مقاومت نه وروسته، هغه یو ملت دی چې نړۍ ته یې وښوده چې که ایمان ژوندی وي، نو ټیکنالوژي، اقتصاد، او دښمني هېڅ ارزښت نه لري.

په افغانستان کې د شهید بچي د شیدو څښلو ماشوم، د غرونو په لمنه کې لوی شوی زلمی، او د لمانځه پر مهاله له سنګر نه سجده ته ټیټ شوی مجاهد، دا ټول د امت د عزت نښې دي. که امت د دوی د قربانیو قدر ونه کړي، نو سبا به هغوی د شرم نخښې شي.

یا الله! ته شاهد اوسه، ما خپل پیغام امت ته ورساوه.

عزیزان گرانقدر:

لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.

جزاکم الله خیراً!

*******************

یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د دعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟