بې سرپوخه خواړه صحت ته زیان رسوي

په بریتانیا کې افغان ارواپوه او او د پوهنتون استاد وایي، په بازار کې بې سرپوخه خواړه مو روغتیا زیانمنوي.

نوموړي ډاکټر امان شمس ټینګار کړی چې مخ پر ودې او وروسته پاتې هېوادونو کې زیاتې ناروغۍ د بې سرپوخه خوړو او د کیمیوي موادو له استعماله پیدا کېږي.

نوموړي زیاته کړې چې ” د بازار يخچالي خواړه لکه برګر، پيتزا او داسې نورو ته کېمياوي مواد ور اچول کيږي تر څو د اوږد مهال لپاره وساتل شي او خراب نشي. څېړني ښيي دغه کېمياوي مواد د انسانانو روغتيا ته زيان رسوي. تر ټولو ښه خواړه هغه دي چې له تازه شيانو څخه پخپل لاس پاخه شوي وي”.

په ورته مهال د روغتیا وزارت مسوولینو په کابل، جلال اباد، مزار شریف او د یو شمېر نورو ښارونو ځایي اوسیدونکو او بې سرپوخه پلورونکو ته توصیه کړې چې د مکروبي شیانو له پلورلو ډډه وکړي.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.