اټکل کيږي تر 2050 کال پورې به اسلام د روسيه لومړی دين وي

اوس مهال اسلام د روسيې دوهم دين دی چې د 2001 کال د راپور له مخې دغه هيواد 20 ميليونه مسلمانان لري په دغه هيواد کې د اسلام چټک پرمختګ ته په کتو سره اټکل کيږي تر 2050 کال پورې به اسلام د روسيې لومړی دين وي .

د جهان اخبار اسلام د راپور او عربي منابعو په حواله ، د روسيې دولت په نظر کې لري د مسلمانانو روحانيونو د پاره په روسيه کې د اسلامي مطالعاتو د زده کړې دوره د ديپلوم په کچه تر راتلونکو پنځو کلونو پورې پرانيږي ، په داسې حال کې چې اوس مهال اسلام د روسيې دوهم دين دی او په دغه هيواد کې د مسلمانانو شمير تر 20 ميليونونو زيات دی او په دغه هيواد کې د مسلمانانو چټک زياتوالی دا ښيې چې تر 2050 کال پورې به اسلام د روسيې لومړی دين وي .په همدې حال کې د دې هيواد د جنوبي مناطقو د مسلمانانو د پاره د عربي هيوادونو پانګونه د روسيې دولت دې ته اړ کوي چې د اسلامي علومو د زده کړي د پاره په داخل د هيواد کې شرايط برابر کړي .

تر دې مهاله هيڅ کومې څانګې او سازمان په روسيه کې د اسلامي علومو د زده کړې څه فعاليت نه دی کړی .

تر اوسه پورې د روسيې دينې عالمان د شخصی څانګو او مؤسساتو له خوا روزل کيږي ، په طول د څو کلونو کې د روسيې ديني روحانيون د اسلام دوښمنو حملو لاندې راغلی دي په 2012 کال کې د دغه هيواد 6 کسه علماء د اسلام دوښمنو له لخوا په شهادت رسېدلي دي .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.