زمونږ عقيده او مذهب دا دی چې د کبيره ګناه په ارتکاب سره تر هغه پورې سړی نه کافر کيږي څو هغه حلال ونه ګڼې او يا هم د شريعت د کوم حکم څخه انکار ونه کړي .
کوم کس چې ګناه کوي خو هغه حلاله نه ګنې او له حرمت څخه يې منکر نه وي فاسق ورته ويلای شو خو هغه ته کافر نشو ويلای ځکه د کبيره ګناه په ارتکاب سړی نه کافر کيږي .
ولا نكفرُ مسلمًا بذنبٍ منَ الذنوبِ وإنْ كانتْ كبيرةً إذا لم يستحِلَّهَا، ولا نزيلُ عنهُ اسمَ الإيمانِ ونسمِّيهِ مؤمنًا حقيقةً، ويجوزُ أنْ يكونَ مؤمنًا فاسقًا غيرَ كافرٍ (فقه اکبر/ابی حنيفه رحمه الله ) .
په دغه عقيده کې خوارج له اهل سنت و جماعت څخه بيل شوی دي هغوی د کبيره ګناه کوونکي ته کافر وايي .
د خوارجو سره د امام ابو حنيفه رحمه الله مناظره :
کله چې خوارج پر کوفه مسلط شول ، امام ابو حنيفه ته يې وويل : ای شيخ ! له کفر څخه توبه وباسه ، ابو حنيفه وويل : ما د هر ډول کفر څخه الله تعالی ته توبه کړې ده . بيا يې امام خوشی کړ ، کله چې هغوی لاړل ځينو وويل : د توبه څخه د هغه مطلب ستاسو عقائد دي ، بيا يې هغه را وغوښتو او د خوارجو امام هغه ته وويل : ای شيخ ! د کفر څخه توبه کولو مطلب دې زمونږ عقائد دي ؟ ابو حنيفه وويل : آيا ته د ګمان له مخې دا وايي او که د يقين له مخې ؟ هغه وويل : د ګمان له مخې .
ابو حنيفه وويل : الله تعالی فرمايي :[یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آَمَنُوا اجْتَنِبُوا کَثِیرًا مِنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ] (حجرات: ۱۲).
ژباړه : ای مؤمنانو ! له ډيرو ګمانونو څخه ځانونه وژغوری يقيناً چې ځينې ګمان ګناه ده .
کله چې خوارج خبر شول چې ابوحنيفه مرتکب د ګناه کافر نه بولي ، يو کس يې په نوم د وفدی هغه ته د مناظرې لپاره وروليږه .
وفد ابو حنيفه رحمه الله ته وويل : د دوازې په مخه کې دوې جنازې دي يو جنازه د داسې کس ده چې ډير شراب به يې څښل او بله جنازه د زنا کارې ښځې ده چې کله يې تولد کولو ځان وژنه يې وکړه ، ابوحنيفه هغه ته وويل : دا دوه کسان له کوم دين څخه دي ؟ له يهوديت ؟ ځواب يې ورکړ نه . له مسيحيت ؟ ويې ويل نه ، له مجوسيت ؟ ويې ويل نه ، ابو حنيفه وويل : نو هغوی د کوم دين دي ؟ هغه وويل د هغه دين دي چې په (لا اله الا الله محمد رسول الله ) عقيده لري ، ابوحنيفه وويل : کلمه د ايمان څومره حصه ده ؟ آيا دريمه ، څلورمه حصه که پنځمه ؟ ويې ويل : ايمان دريمه ، څلورمه او پنځمه نلري .
امام ابو حنيفه رحمه الله وويل : نو کلمه د ايمان څومره برخه ده ؟ هغه وويل : ټول ايمان دی .
امام ابوحنيفه ورته وويل : نو ولی زما څخه د هغو دوو کسانو په باب پوښتنه کوې چې ته خپله اعتراف کوې چې هغوی مؤمنان دي .
ويې ويل : دا پرېږده آيا هغوی جنتيان دي او که دوزخيان ؟ ابوحنيفه وويل : اوس دې چې انکار وکړ نو زه د هغو په حق هغه څه وايم څه چې ابراهيم عليه السلام د خپل قوم په باره کې چې ګناه او جرم يې تر دغو دوو کسانو ستر او لوی وو ويلي دي چې :
[رَبِّ إِنَّهُنَّ أَضْلَلْنَ کَثِیرًا مِنَ النَّاسِ فَمَنْ تَبِعَنِی فَإِنَّهُ مِنِّی وَمَنْ عَصَانِی فَإِنَّکَ غَفُورٌ رَحِیمٌ] (إبراهیم: ۳۶) .
ژباړه: ای زما ربه ! يقيناً دغو (بتانو ) لغزولی او ګمرا کړی دي ډير له خلکو نو هر چا چې متابعت کړی دی زما نو يقيناً هغه له ما ( زما د ملت ) څخه دي او هر چا چې نافرماني کړې ده زما نو يقيناً چې ته ښه بښونکی او ډير مهربان يې .
او د دغو دوو کسانو په باره کې هغه څه وايم څه چې عيسی عليه السلام د خپل قوم په هلکه چې د دغو دوو کسانو څخه يې ګناه لويه وه ويلي وو :
[إِنْ تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُکَ وَإِنْ تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّکَ أَنْتَ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ] (المائده :۱۱۸) .
ژباړه: (ای الله !) که عذاب ورکړی دوی ته ، نو يقيناً دوی ستا بندګان دي او که بښنه وکړې دوی ته نو يقيناً ته هم دا ته يې ښه غالب او حکمت واله .
ابوحنيفه رحمه الله وايي : اسلحه يې وغوځوله او ويې ويل : په کوم دين چې زه وم له هغه څخه بيزاره يم ، او په هغه دين چې ته يې د الله تعالی بنده ګي کوې ، تسليم شوم ، الله تعالی پر تا فضل کړی ، تا ته يې علم او حکمت درکړی دی .( مناقب أبی حنیفه، للمکی (۱۰۸، ۱۰۹)