ايا په روژه کې د وېښتانو غوړول روا دي؟

قدرمنوکارکونکو ته سلامونه او نیکی هیلي
ښاغلو په پیل کی تاسو ښاغلو ته د الله له درباره د پوره پوره اجر غوښتونکی یم. الله دی ستاسی هرقدم په تله د میزان کی وشمیری
ښاغلی مولوی صیب زه یوه پوښتنه لرم که تاسو یی راته ځواب کړی ډیربه خوشاله شم پوښتنه می دا ده که د روژی په مبارکه میاشت کی یو سړی د ویښتانو له تیلوڅخه استفاده وکړی یانی په سریی ووهی ایا روژه خو یی نه مکروه کیږی؟
دوهمه پوښتنه می داده که چیری زه په مبایل کی خپلی ښځی یا هغه څوک چی زما ورسره مینه ده غږیږم زما له مخصوصی الی څخه یوه مایع چی مذی او یا به ودی وی را ووځی ایازما روژه خو نه مکروه کیږی؟
یوځل بیا هم له تاسویوه نړی مننه کوم چی مونږ سمی لاری ته رابولی
ډیره مننه
ستاسو بریا زمونږ هیله
جهانګیر شاه شمل له قلات څخه
جواب
قدرمن ورور جهانګیر شمل صاحب
تر هر څه د مخه مو د دین پوهنې په اړه حرص ستایم الله تعال مو په دې اړه نور هم لېواله لره.
قدرمنه وروره : ستاسې د لومړۍ پوښتنې په اړه حکم دا دی چې د سر په غوړولو باندې روژې ته څه زيان نه رسېږي.
او د دوهمې پوښتنې په اړه بايد ووايم چې فقهاؤ دا څرګندونه کړې ده چې په روژه کې هر هغه عمل او يا وینا چې د انسان جنسي غريزه راپاروي په دې سره روژه مکروه کېږي ، له دې کبله د مذي د راوتلو نه وړاندې که چېرې د په خپله په شهوت سره خبری کول په روژه کی مکروه دی خو که چیری دغه خبرو په نتیجه کې له انسان څخه مذي ووځي نو په دې سره روژه نه ماتېږي
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.