ايا موندل شوى مال تاوان لري؟

لقطه ( موندل شوى مال)

لقطه په لغت كى موندل شوى مال ته وائي او په اصطلاح كى دنا معلومه مالك او غير مباح مال موندل لقطه بلل كيږي .

  دلقطې حكم : داشخاصو په اعتبار دلقطى حكم اختلاف لري چى ځنى وخت غوره ، مكروه او كله حراميداى هم شي چى تفصيل يې په لاندې ډول بيانيږي

۱= كه چيرى څوك پخپل امانت باوري وي او موندونكى مال خپل خاوند ته ساتلى اوور سپارلى شي بيا دموندل شوي مال تر لاسه كول ورته غوره او مستحب دى ځكه چى دادده د واجباتو څخه شميرل كيږي

۲= كه چيرى څوك په خپل امانت باورى نه وي او   ويره ورسره وى چى ځان ته يې مباح ونه گرځوم  بيا ورته د موندل شوى مال ترلاسه كول مكروه دى

۳ = كه چيرى يو چا پخپل ځان دخيانت  باور درلود او دايې نه گڼله چى دابه خپل خاوندته وسپارى بيا يې اخيستل حرام دى.

ايا موندل شوى مال تاوان لري؟

   لقطه يا موندل شوى مال دهغه چا سره چى موندلى يې دى امانت شميرل كيږي كه پرته له تيرى څخه هلاك شي تاوان نلري خوكه يې دتسليمولو څخه منعه وكړه بيا هلاك شو تاوان لري .

  دلقطې ډولونه : لقطه په دوه ډوله ده :

۱= دساكښ مالونوموندل :لكه دورك اوښ ، غوا، پسه اوداسې نوروڅارويو موندل .

 ۲= دغير ساكښو مالونوموندل ۰

دلقطى سره څه كول پكار دى ؟پيغمبر عليه السلام دلقطى دمال داعلانولو په هكله فرمايلى دى : عَرِّفْهَاسَنَةً .

ترجمه : يوكال پورى يې اعلان كړه ۰ نوبناء په موندونكى باندى لازم دى چى اعلان يې كړى ۰

داعلان څرنگوالى :دموندل شوي مال اعلان او غږ به په هغه ځايونو كې دځنو نښانو په بيانولو سره كوي چې ډير خلك پكى راټوليږي لكه بازارونه او دمسجدونو دروازى او اعلان به خپله موندونكى اويا د موندونكى نائب كوي

  داعلان موده : داخبره څو اړخه لري :

الف : كه چيرى په دښته كې دا بادى څخه وړاندې پسه (گډ) وموندل شي خوراك يې روادى

 ب : كه چيرى موندل شوى مال دپسه پرته بل شى وي چى هغه داهميت وړوى ، پوره يو كال به اعلانيږي ځكه رسو ل الله صلى الله عليه وسلم دداسې موندل شوي مال اعلانول يو كال ښودلى دى

 ج : كه چيرى موندل شوى مال حقير يا نا چيزه وي يعنى دغله لاس ورباندې نه پرى كيږي هومره ورځي به اعلانيږي چي څومره موندونكى ته مناسبى ښكارى .

 د : كه چيرى ډير نا چيزه شى وى لكه يو دانه خرما اويا ددى پشان نور پرته له اعلان څخه دى وخورى ۰

داعلان ځاى : دموندل شوي شى اعلان به په بازارونو ، جوماتونو دروازو او د خلكو ټولنځايونو كې كيږي ۰

داعلان اجوره:داعلان مصارف هغه چى اخبار ، تلويزون او راديو ته وركول كيږي موندونكى شخص به يې گالي ، ځكه دادده دواجباتو او ښيگڼو څخه شميرل كيږي .

 دموندل شوي مال خاوند ته دواپسى شرط:

دمالك له لورى به موندونكى ته داسى نښه ويل كيږي چى په هغې باندى دنوروڅخه جلاكيږي لكه دبوجى دخولى تار ، وزن ، شمير او داسې نورى نښي او يا داچى شاهدانو باندى يې ثابت كړي چى دادهمده دى .

دموندونكي دمالك كيدو حكم :

الف : كه چيرى موندونكى بډاى او غنى وي دموندل شوي مال نه ورته گټه اخيستل رواندي بلكه فقيرانو ته به يې خيرات وركوي برابره خبره ده چى پردوته يې خيرات وركوي او كه خپلوانو ته اگر كه پلار ، مور ، ښځه او يا يې زوى  اولور وي ځكه چى داپر دى مال دى ، پرته دهغه له خوښي څخه ورنه گټه اخيستل جوازنلري

ب : كه چيرې موندونكى غريب وي بيا  ورته گټه اخيستل روا دي  گواكې داسې ده لكه چې په ځان يې خيرات كړى وى ۰

ج : كچيرى وروسته له خيرات يا گټه اخيستلو څخه دهغه مالك پيداشو ، دخيار خاوند دى كه همداسې خيرات يې پريږدي نو ده ته به يې ثواب رسيږي او كه له موندونكى څخه تاوان اخلي او يا دا غوره گڼى چى له هغه غريب څخه يې ترلاسه كوي كوم ته چې خيرات وركړل شوى ،كه چېرې هغه غريب پيدا كړي۰

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.