اولياء الله څوک دي ؟

د آنلاین .اسلامي لارښود محترمو استادا نوا سلام علیکم ورحمت الله وبرکاته .محترمو دا آیت کریم .دچاپه باره کشی  نا زل .شوی دی بسم الله الرحمن الرحیم.الاان اولیا الله لاخو ف .علیهم ولاهم یحزنون.آیامراد داآیات سخت پیامبران دی که اولیا دی که شهدا دی که صدیقین دی ؟

وسلام علیکم و رحمه اله و برکااه
سلطان حضرت صالحی له قزوین سخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اولياء د ولي جمع ده او ولي دوست ته وايي ، ټول مؤمنان د الله تعالی دوستان دي مګر درجه يې په تقوی پورې اړه لري .

أَلا إِنَّ أَوْلِيَاء اللّهِ لاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ (يونس:۶۲).

باړه: اګاه شئ! يقيناً د الله دوستان چې دي؛ پر هغوى باندې نه څه وېره شته او نه دوى غمژن كېږي .

دا کوم کسان دي او ددې کسانو صفت څه دی؟ قرآنکريم یې خپله تعريفوي :

الَّذِينَ آمَنُواْ وَكَانُواْ يَتَّقُونَ (يونس:۶۳).

هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او ځان (له نافرمانیو) ساتي ، تقوی يې اختيار کړي وي .

يعنې : دغه کسان متقيان دي هغه د الله تعالی اوامر پر ځای کوي لکه : لمونځ ، زکات ، روژه ….. او د الله له نواهي څخه ځان ساتي لکه : سود ، زنا ، شراب ….. او نور .

د اهل سنت و الجماعت څلورو واړو مذاهبو دا عقيده ده چې ولی هر هغه مؤمن او مسلمان دی چې تقوی ولري ، د الله تعالی د حدودو حفاظت وکړي او درجه يې په تقوی او نيک عمل پورې اړه لري .

د دمشق عالم ابن قيم رحمه الله وايي : څوک چې د الله تعالی او د هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم قدر کوي د ده به هم د الله تعالی په دربار کې قدر وي د الله (جل جلا له) او د هغه د پيغمبر صلی الله عليه وسلم قدر دا دی چې د هغه د اوامرو ساتنه او قدر وشي . څوک چې د الله تعالی د اوامرو قدر نه ساتي هغه اصلاً د الله (جل جلا له) قدر نه ساتي او الله تعالی هم د هغه قدر نه کوي .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟