اولاد ته د نفقې برابرولو اجر
جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي «دِينَارٌ أنْفَقْتَهُ في سَبيلِ اللهِ ، وَدِينار أنْفَقْتَهُ في رَقَبَةٍ ، وَدِينارٌ تَصَدَّقْتَ بِهِ عَلَى مِسْكِينٍ ، وَدِينَارٌ أنْفَقْتَهُ عَلَى أهْلِكَ ، أعْظَمُهَا أجْراً الَّذِي أنْفَقْتَهُ عَلَى أهْلِكَ» ( رواه مسلم) .
يعنې : يو هغه دينار دی چې د الله جل جلا له په لار کې صدقه شي ، بل هغه دينار دی چې غلام باندې مصرف شي ، او بل هغه دينار دی چې په مسکين باندې صدقه شي ، او بل هغه دينار چې پخپل اهل خرڅ شي ، تر ټولو د هغه اجر زيات دی کوم چې د خپل اهل د پاره نفقه او خرڅ شي .
بل حديث کې راغلي : «إِذَا أَنْفَقَ الرَّجُلُ عَلَى أَهْلِهِ يَحْتَسِبُهَا فَهُوَ لَهُ صَدَقَةٌ». (بخارى:۵۵).
ابن مسعود رضی الله عنه وايي جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : که څوک د ثواب په نيت پخپل اهل او عيال خرڅ وکړي د هغه دا نفقه کول صدقه شميرل کيږي .