والدين کرام دې خپلو اولادنو ته په ايمان او نيک عمل باندې د صبر ، ثبات او استقامت توصيه کوې ځکه چې ايمان او عمل صالح د ايمان د نواقصو ، ريا او نفاق له خطراتو سره مخ کېدونکی دی .
حضرت انس رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به دا دعا ډيره لوستله :
[يا مُقَلِّبَ القُلوبِ ثَبِّت قَلبي عَلَى دِينِكَ ] (ترمذی ۲۱۴۰و احمد ۱۹/۱۶۰ ) .
(ای د زړونو بدلونکی خدایه زما زړه ستا په دين ثابت وګرځوه )
د شرک نه د نجات دعا :
«اللَّهُمَّ إِنِّيْ أَعُوْذُ بِكَ أَنْ أُشْرِكَ بِكَ وَأَنَا أَعْلَمُ، وَأَسْتَغْفِرُكَ لِمَا لاَ أَعْلَمُ» [مسند احمد 4 / 403]
همدارنګه خپل اولادونو او ښځې ته د هدايت دعا کول :
په قدسي حديث شريف کې راغلي دي : ( قال الله تعالى : يا عبادي كلكم ضالٌ إلا من هديته فاستهدوني أهدكم ).
ترجمه : جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : چې الله سبحانه وتعالی فرمايي : ای زما بندګانو ! د تاسې ټول ګمراه دي مګر (هغه څوک له ګمراهۍ څخه نجات ) مومي چې زما څخه هدايت وغواړي، پس زما څخه هدايت وغواړئ چې زه تاسې ته هدايت وکړم .
د ځان او خپل اهل عيال د پاره د هدايت دعا کوئ د اهل عيال د پاره د هدايت دعا ځکه خاص اهميت لري چې که خدای مه کړه هغوی بې لاري شي ستا څخه به يې پوښتنه کيږي ځکه چې ته د هغوی پر وړاندې مسئول يې، او بل دا چې الله سبحانه وتعالی د رښتنې مؤمنانو د صفاتو څخه يو همدا صفت بيانوي چې :
هغوی د خپل ځان په اصلاح اکتفا نه کوي بلکي د خپل اهل عيال اصلاح هم له خپل رب څخه غواړي، قال تعالى: وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا ( الفرقان 74)
په مصيبتونو باندې صبر کول:
ځکه مصيبتونه د آزمښت لپاره وي .
[وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنْفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ ] (البقرة: ۱۵۵).
ژباړه : او خامخا به آزميو تاسو په ډار ، لوږې د مالونو ځانونو او د ميوو په کموالي او صبر کوونکو ته زېری ورکړه .
رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي : « إِنَّ عِظَمَ الْجزاءِ مَعَ عِظَمِ الْبلاء، وإِنَّ اللَّه تعالى إِذَا أَحَبَّ قَوماً ابتلاهُم، فَمنْ رضِيَ فلَهُ الرضَا، ومَنْ سَخِطَ فَلَهُ السُّخْطُ » (رواه الترمذي وقَالَ: حديثٌ حسن).
ژباړه : لوی اجر او بدله له سترو او لويو ابتلاوو سره دی ، او کله چې الله يو قوم خپل دوست ولري هغه امتحانوي نو څوک چې د الله تعالی په امتحان راضي شي الله تعالی د هغه څخه راضي کيږي او که ناراضه شي الله تعالی له هغه څخه ناراضه کيږي .