جاپان اوس تازه داسې ډرون الوتکه جوړه کړې چې د سايهوان په څېر ستاسې پر سر ګرځي او له لمر او بارانه مو ساتي.
د فري پیراسول په نوم دا چترۍ ډوله ډرون مصنوعي ذهانت او کامرې هم لري چې کولای شي په ډېرې اسانۍ سره نورې ټیکنالوجیکي اسانتیاوې هم درته برابر کړي.
د دې ډرون وزن ۸ کیلو ګرامه دی او تر شلو دقیقو په هوا کې پاتې کېدای شي.
دا ډرون به په ۲۰۱۹ مېلادي کال کې بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې شي.
سرخط ورځپاڼه