اوزلوبه (بزکشي )

زمونږ په هيواد افغانستان کې يو بل ناوړه او غير اسلامي دود د بزکشی لوبه ده چې دغه لوبه اکثراً په ژمي کې د افغانستان په ځنو  ولاياتو کې تر سره کيږي ، د دغه لوبې لپاره د سېمې شتمن خلک ښه چټک او مزې آسونه ساتي او هر يو د خپل آس لپاره يو آس ځغلونکی ساتلی وي چې د آس خاوند هغه ته معاش مقرر کړی وي او د هغه وظيفه يوازې د آس سانته او پالل او بيا په بزکشی کې د آس ځغلول وي  .

کله چې د بزکشی وخت راشي نو هر څوک خپل آس د بزکشی ميدان ته راولي ، د دغه لوبې لپاره لومړی يو خوسکی ذبحه کوي هغه په ميدان کې اچوي ، آس ځغلونکي په ډيره چټکی آسونه د خوسکي طرف ته ځغلوي او هر يو د خوسکي پورته کولو کوښښ کوي .

د بزکشی دغه پورتنی شکل کوم چې اوس رواج لري حرام عمل دی او داسې يو جاهلي عمل دی چې نه شرعي مشروعيت او نه هم کومه مشروع ګټه لري او په لاندې علتونو حرام بلل کيږي :

۱- په دې لوبه کې د قمار معامله ده ځکه د لوبې ګټلو د پاره انعام ټاکل شوی وي : معاصر فقيه علامه زحيلي ليکي: «‌و يحرم بالاتفاق‌ كل لعب فيه قمار… و ما خلا القمار و هو اللعب الذي لا عوض فيه في الجانبين و لا من احدهما فمنه ما هو حرام و منه ما هو مباح‌، لكن لايخلوكل لهو غير نافع عن الكراهة لما فيه من تضييع الوقت و الاشتغال عن ذكرالله و عن الصلوة و عن‌ كل نافع مفيد» ([1]).

ژباړه : په اتفاق سره ټولې هغه لوبې چې قمار پکې وي حرامې دي ، او کومې چې د طرفينو لخوا قمار پکې نه وي ځنې حرامې او ځنې مباح دي ،مګر د ګټې پرته ټولې لوبې د کراهيت څخه خالي نه دي ځکه د وخت ضايع او د الله تعالی د ذکر ، لمانځه او ګټورو شيانو څخه غفلت پکې وي .

همدارنګه مولانا محمد شفيع صاحب په جواهر الفقه کې د آسونو د لوبې ، د سپو جنګول ، جرګانو جنګول او نورو د قمار شکلونو او معاملو پوره وضاحت کړی دی او دغه د ابن کثير قول يې نقل کړی دی :

کل شیء من القمار فهو من المَيْسِر حتی لعب الصبيان بالجو ([2] ).

يعنی : هر هغه څيز چه په قمار کې داخل وي – هغه د ميسر په حکم کې داخل دي چه حتی د ماشومانو په غوزانو يا چهارمغزو وغيره باندی د ګټلو پيللو لوبې کوي هغه هم قمار يا جواري ده .

۲- دا چې د آسونو خاوندان دومره لوی لګښت د جهاد د تياري لپاره نه بلکي د يوه بې ګټې او ناروا کار د پاره تر سره کوي .

۳- دا چې د بزکشی لومړی بنسټ ايښودونکی چنګيزخان دی هغه دغه ناروا عمل په ۷۱۲هجري کې د لومړي ځل لپاره په اسلامي هيوادونو کې رواج کړ چې پر دغو هيوادونو يې وحشانه يرغل وکړ او د يرغل په جريان

کې يې ډير بې کاره او جاهلي رواجونه پرې ښودل .

۴- دا چې پر کوم خوسکي چې دوی لوبې کوي هغه الله تعالی د دوی ددې ډول هوس لپاره نه دی پيدا کړی ، بلکي الله تعالی د يوې معقلې ګټې اخيستنې د پاره پيدا کړی دی نه دا چې لوبې پرې وکړي او هغه په ظالمانه توګه داسې دانګ دانګ او خاورو کې ولوغړوي چې انسان لا څه کوي چې د حيوان له خواراک څخه هم ووځي .

۵- دغه لوبه دومره وحشي لوبه ده چې چاپ اندازان د خپلې تنخوا ، انعام او د خپلو بادارانو د خوشحاله کولو پخاطر يو د بل پښې او لاسونه ماتوي ځنې وختونه مرګ هم مينځ راځي او هيڅ پروا هم نه پرې کوي نه د قتل سزا شته او نه هم ديت ځکه چې په لوبه کې وژل شوی دی صرف واريثانو ته يې يو څه اندازه پيسی ورکول کيږي او بس .

۶- په بزکشی کې د ټولو څخه لوی جنايت دا دی چې د بزکشی لوبه اکثراً د ماسپښين څخه وروسته پيليږي د بزکشی لپاره جمع شوي سيل کوونکي خلک تر ماښام پورې سيل کوي او اکثريت د دوی لمونځ نه ادا کوي بلکي ډير کم د دوی لمونځ ادا کوي او دا هغه جنايت دی چې ددې په وسيله خلک د الله تعالی د ذکر او فريضې څخه عافله کيږي او بلاخره په سلګونو خلک د لوی جرم مرتکب ګرځي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم د بې هوده لوبو او لهو لعب په باره کې فرمايلي دي چې :

«كُلُّ شَيْءٍ لَيْسَ مِنْ ذِكْرِ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ فَهُوَ لَغْوٌ وَسَهْوٌ إِلا أَرْبَعَ خِصَالٍ : مَشْيُ الرَّجُلِ بَيْنَ الْغَرَضَيْنِ ، وَتَأْدِيبُ فَرَسَهُ ، وَمُلاعَبَتُهُ أَهْلَهُ ، وَتَعْلِيمُ

السِّبَاحَةِ » ([3]) .

يعنې : ټولې لوبې او بازۍ بې هوده او د الله تعالی له ذکر څخه غافله کوونکي دي بغير له څلورو شيانو :د سړي تګ يا منډه د دوو اهدافو تر مينځ ، د آس تأديب او آمده کول د جهاد پاره، د خپل اهل سره ملاعبه او لامبو يا آب بازي .

پورته څلور شيان کچېرې د ښه مقصد لپاره وي (لکه جهاد ) نو عبادت شميرل کيږي او په هغه باندې اجر دي او که دا نيت نه وي نو مباح دي .

نو ثابته شوه چې د بزکشی لوبه د اسلام خلاف ظالمانه او جاهلانه لوبه ده چې د مسلمان له شانه سره بالکل نه ښايي .

 


([1] )- الفقه الاسلامی وادلته ۳/۵۶۱ .

([2] )– تفسير ابن کثير ۳/۹

([3] ) – رواه النسائي .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟