امام پسې الحمدلله ويل جايز دي او که نه ؟

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاة

زما پوښتنه داده چی آیا بدون له الحمدالله څخه لمونځ په امام پيسی صحیح دی او که څنګه یعنی په جهری او خفیه دواړو حالاتو کی ځکه چی حدیث شریف دی ترجمه:بدون له الحمدالله څخه لمونځ نشته.

په دی اړ که معلومات راکړی مننه او اجر به مو وی.

محمود صالحي وردګ

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : ( لا صَلاة لِمَنْ لَمْ يَقْرَأْ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ ) رواه البخاري (الأذان/714)

د پورته حديث شريف د تأقيد پر بنا د احنافو په نزد فاتحه ويل په لمانځه کې هغه که امام وي يا تنها ګزار واجب دي او که قصداً پريښودل شي لمونځ باطل دی .

او هر چې مقتدې دی د هغه د پاره دوه حالته دي :

اول جهري : د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد په جهري لمانځه کې چې کله امام فاتحه او قرائت وايي مقتدې به هغه ته غوږ نيسي خپله به نه فاتحه لولې او نه هم قرآئت لولي نظر په لاندې دلائلو :

( وإذا قُرِئ القرآن فاستمعوا له وانصتوا لعلكم ترحمون ) الأعراف ۲۰۴ ) يغنې : کله چې قرآن لوستل کيږي تاسې هغې ته غوږ شئ او چوپ شئ ، ښايي پر تاسې رحم وشي .

او بل د مسلم شريف صحيح حديث دی چې 🙁 وَإِذَا قَرَأَ فَأَنْصِتُوا ) يعنې کله چې قرائت لوستل کيږي تاسې چوپ وسئ .

دوهم خفيه رکعتونه : که څه هم چې د ځنو احنافو په نزد په خفيه لمانځه کې په امام پسې د فاتحې ويل مستحب دی او ځنې بيا لاندې حديث شريف دليل نيسي او وايي چې د امام قرائت د مقتدې قرائت دی .

عن جابر رضی الله عنه  قال رسول الله صلی الله عليه وسلم  من کان له امام فقراءة لامام له قراءة (اثار السنن – مسند الحافظ ، دارالقطني او موطا محمد بن حسن ) نقل فی کفايت المفتي باب قرائت ).

هيئت کبار علماء عربستان (الجنة الدائمة) ددې مسئلې په اړه ليکي :

په دې قضيه کې بايد د علماء تر مينځ اختلاف جوړ نشي او دا مسئله يو د بل د بغض او نفاق سبب نشي تاسې فقط د علمي مباحثې په خاطر او د معلوماتو د زيادت پر لحاظ په دې مسئله کې بحث کولای شئ ځکه چې ځنو خلکو د هغو علماء تقليد کړی دی چې هغه په امام پسې د فاتحې ويل واجب ګڼې او ځنو بيا د هغو علماء تقليد کړی دی چې هغه د قرائت د پاره غوږ نيول واجب ګڼې او د امام په قرائت باندې اکتفا کوي نو هيڅ باک نه لري ( ځکه دواړو ډلو د سنتو اتباع کړی ده ) نو په دې کې اختلاف پکار نه دی .

ولا ينبغي أن تجعلوا خلاف العلماء في هذه القضية وسيلة إلى البغضاء والتفرق والتدابر ، وإنما عليكم بمزيد من الدراسة والاطّلاع والتباحث العلمي . وإذا كان بعضكم يقلّد عالماً يقول بوجوب قراءة الفاتحة على المأموم في الصلاة الجهرية وآخرون يقلدون عالماً يقول بوجوب الإنصات للإمام في الجهرية والاكتفاء بقراءة الإمام للفاتحة فلا بأس بذلك ، ولا داعي أن يشنِّع هؤلاء على هؤلاء ولا أن يتباغضوا لأجل هذا .

وعليهم أن تتسع صدورهم للخلاف بين أهل العلم ، وتتسع أذهانهم لأسباب الخلاف بين العلماء ، واسألوا الله الهداية لما اختلف فيه من الحق إنه سميع مجيب ، وصلى الله على نبينا محمد (اللجنة الدائمة)

او زمونږ نصحيت هم کټ مټ همدا دی

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟