امام مالك رحمه الله د پيغمبر علیه سلام نه خوب كې پوښتنه وكړه چې مرګ كله راځي

زما وروڼو !  امام مالك رحمه الله  اولس كاله مدينه منوره كې درس كړى وه ، يو ځل پيغمبر علیه سلام خوب كې وليده .

امام مالك رحمه الله د پيغمبر علیه سلام نه خوب كې پوښتنه وكړه چې مرګ كله راځي ، پيغمبر علیه سلام دلاس پنځو ګوتو باندې اشاره وكړه ، امام مالك رحمه الله پوه نشو چې دېنه څه مراد دى چې پنځه ورځې مراد دي ، پنځه مياشتې مراد دي ، پنځه كاله مراد دي ، پوه نشو .

ابن سيرين رحمه الله مشهور تابعى ده هغه خبر شو هغه وويل : د پنځو ګوتو اشارې نه د سورة لقمان هغه آياتونه مراد دي كوم كې چې الله رب العزت فرمايي چې د پنځو شيانو علم ما هيچاته نه دى وركړى ] إِنَّ اللَّهَ عِندَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الأَرْحَامِ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَّاذَا تَكْسِبُ غَدًا وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ (۱)[ . سورة لقمان ، پاره ۲۱ .

ژباړه : د پنځو شيانو علم الله رب العزت سره ده .

قيامت به كله راځي

باران به كله راځي

د مور خيټې نه ځوى پيداكېږي او كه لور

انسان به نورو ورځو كې څه كوي

او انسان ته په كوم ځاى كې مرګ راځي .

ددې پنځو شيانو علم يواځې او يواځې د رب العزت سره ده .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.