الکول پر هر چا ولې بېل اغېز لري؟

ډېر خلک کله چې د الکولو څښل پیلوي، د خپلو تېرو تجربو له مخې پوهېږي چې څه ډول به نشه شي.

څېړنې ښيي، پر هر چا د هغه شخصیت ته په پام د الکولو اغېز ټوپیر لري. په داسې حال کې چې پر ځینو کسانو د الکولو اغېز «ډېر لږ» وي، د ځینو نورو شخصیت بیخي بدلوي. ځینې خلک حتی له همدې امله په ژوند کې له جدي ستونزو سره مخامخ کېږي.

د الکولو اغېز د انسان پر مغز داسې دی چې کولی شي د هغه شخصیت ته بدلون ورکړي. الکول له څښلو وروسته ډېر ژر په وینه کې ګډېږي او په پنځو دقیقو کې مغز ته رسېږي.

په همدې وخت کې چې هر څومره ډېر شراب وڅښل شي، په وینه کې د الکولو کچه هم لوړېږي او د هغې اغېز پر مغز هم زیاتېږي. د الکولو څښل د نوراپی‌نفرین په نوم هورمون په بدن کې خوشې کوي. دا هورمون کولی شي د انسان محتاط چلند کم کړي او هغه ته بې‌ثباته حالت ورکړي.

د الکولو استعمال د مغز د مخکېنۍ برخې (تندي) فعالیت هم کموي. دا برخه په عادي حالت کې د عقلاني او منطقي پرېکړو مسوولیت لري. له همدې امله، الکول د دې سبب کېدای شي چې انسان داسې خبرې وکړي یا داسې کارونه وکړي چې په عادي حالت کې یې هیڅکله نه کوي. ډېر راز پټ ساتونکي خلک ښايي د الکولو له څښلو وروسته خپل رازونه ښکاره کړي، ښايي هغه کسان چې د خپل ژوند شریک/ شریکې ته وفادار دي، خپله ژمنتیا هېره کړي، او ارامه کسان ښايي خشونت وښيي.

له همدې امله، د الکولو نشه په بیلابیلو کسانو بیل – بیل اغېز کوي، او هر څوک کېدای شي په دې ډلو کې په یوه یا څو برخو کې شامل شي.

خوشاله مست (نشه)

د نشې له عامو ډولونو څخه یو د خوښۍ او سرور احساس دی. ډېری خلک د مستۍ په لومړیو پړاوونو کې دغه حالت تجربه کوي. دوی ممکن ورو خبرې وکړي او د تمرکز کچه یې ټیټه وي، خو معمولاً له عادي حالت څخه زیات خوشحاله وي.

د نشې پر مهال د خوښۍ (euphoria) د احساس اصلي لامل د اضطراب کمېدل دي. حتی هغه کسان چې ډېر اندېښمن وي، د دوه ګیلاسه مشروباتو له څښلو وروسته ښايي خپلې ستونزې هېري کړي او د خوښۍ او نڅا لپاره وخت پیدا کړي.

غوسه ناک مست

ځینې خلک د الکولو له څښلو وروسته د «خوښۍ» پر ځای غوسه تجربه کوي. دوی په دې حالت کې په معمولي پلمه جنګ او شخړې ته چمتو وي.

هغه کسان چې دغه ډول مستي تجربه کوي، ښايي یوازې لږ توند مزاجه شي. خو کېدای شي خشونت یې ډېر جدي شکل هم غوره کړي. څېړنو ښودلې چې هغه کسان چې پر راتلونکي تمرکز کم او یوازې د اوس وخت په اړه فکر کوي، د الکولو د نشې په مهال ډېر غوسه کېږي.

مهربان مست

ډېر خلک شاوخوا داسې کسان پېژني چې د الکولو له څښلو وروسته د هغوی خجالتي او ارام شخصیت په یو احساساتي او مهربان شخصیت بدلېږي.

الکول د شخصیت پر عادي خنډونو د اغېز له لارې مرسته کوي چې خلک خپل احساسات په اسانۍ ښکاره کړي. دغه ډول خلک په د الکولو په نشه کې د خپل عادي حالت په پرتله ډېر محبوب ښکاري.

بې باکه مست

هغه کسان چې د ډېرو الکولو له څښلو وروسته ادعا کوي چې نشه نه دي او کارونه یې غیرعادي دي، د «بې باکه مست» په کټګورۍ کې راځي.

دغه خلک معمولاً داسې کارونه کوي چې په هغه شېبه کې شاوخوا خلک شرموي او د مستۍ له ختمېدو وروسته خپله شرم هم ورسره پاتې کېږي.

دغه ډول مستي معمولاً د ډېرو مشروباتو له څښلو سره تړاو لري، هغه چې بدن یې ورسره عادت نه وي. که د «بې باکه مستۍ» حالت ډېر تکرار شي، د دې خطر شته چې د دې شخص اړیکې له خپلو شاوخوا خلکو سره خرابې شي.

بې پروا مست

ډېر خلک د مستۍ په حالت کې داسې خطرناک او د لیونتوب کارونه کوي چې په عادي حالت کې ورته جرئت نه کوي. ځکه چې الکول د انسان د لومړني احتیاط اندازه کموي، او د هیجاني کارونو د ترسره کولو احتمال یې ډېرېږي.

هغه څوک چې د «بې‌باکه مستۍ» احتمال لري، ښايي د الکول له څښلو وروسته په غیرمنطقي ډول ډېرې پیسې مصرف کړي، ممکن له کړکۍ څخه د ټوپ وهلو هڅه وکړي، یا د موټر چلولو پر مهال بې‌احتیاطي وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟