د الولاء او براء ( د مسلمانانو سره دوستي ،نصرت او حمايت او د کفارو له کفري عقائدو څخه نفرت کول د اسلامي عقېدې مهم رکن بلل کيږي چې نن ډير مسلمانانو د مسلمانانو سره د دوستۍ او د کفارو څخه د نفرت پر ځای د کفارو دوستي ، نصرت او حمايت کوي .
دنیا د ازمایښت ځای دی، دلته حق او باطل دواړه شته، رحماني لاره او شیطاني لاره دواړه شته، دا دوه صفونه د (ولاء او براء) په اساس یو له بله بیل دي، که ولاء او براء نه وي نو د حق او باطل ترمنځ توپیر به نه وي.
ولاء او براء اصلًا په زړه پورې تړاو لري، خو په ظاهر کې علامه لري، چې دنیوي حکم یې په هماغه علامه باندې راڅرخي.
د ولاء علامه د الله تعالی، انبیاو او مؤمنانو خيرغوښتنه ده، او د براء علامه د باطل او کافر نه نفرت او لرېتوب دی.
داچې ولاء او براء څه دي؟ ورباندې به وغږېږو:
ولاء د ملګرتوب په معنی راځي او د دښمنۍ برعکس مفهوم افاده کوي، الله تعالی د ابراهيم عليه السلام له قوله حکايت کوي:
ژباړه: پلاره، زه وېرېږم چې ته به د الرحمان (الله) په عذاب اخته شې او د شيطان ملګرى به شې.
ولاء نورې معناوې هم لري لکه محبت، اکرام، احترام او له خپل محبوب سره همسنګ کېدل.
براء لريتوب او له خبرداري ورکولو وروسته دښمني ته ویل کیږي.
ولاء او براء، یعنې له ایمان او مؤمنانو سره محبت او ملګرتوب او د دوی له دښمنانو نه نفرت، د ایمان له مهمو شرائطو ځینې دي، که ولاء او براء نه وي نو ایمان نشته؛
الله تعالی فرمایي:
ژباړه: که دوی (یهودو) رښتیا په الله او د هغه په نبي ایمان لرلی نو دغه کافران به یې په دوستۍ نه نیول.
شیخ الاسلام ابن تیمیه ـ رحمه الله ـ وایي: په دغه آیت کې د «لو» کلمه غوښتنه کوي چې د ایمان سره د کافرانو دوستي نه یوځای کېږي، څوک چې ایمان لري هغوی له کافر سره دوستي نه کوي او څوک چې له کافر سره دوستي کوي نو مطلب دا چې واقعي ایمان نه لري.
له جریر ـ رضي الله عنه ـ نه روایت دی: له رسول الله – صلی الله علیه وسلم – سره خلکو بیعت کاوه، ماهم ورته وویل چې خپل شرائط راته بیان کړئ غواړم بیعت درسره وکړم. نو رسول الله راته وفرمایل:
یعنې په دې شرائطو بیعت درسره کړم چې د الله عبادت به کوې، لمونځ به کوې، زکات به ورکوې، د مسلمانانو خیرغوښتنه به کوې او د مشرکانو نه به پريکون کوې!.
أبوالوفا بن عقیل وایي: که غواړې چې د خلکو اسلامیت وګورې نو په مسجدونو او مدرسو د هغوی رش کش ته مه ګوره او د (لبيك) په نارو یې هم مه تېروځه، بلکي د شریعت دښمنانو ته سرټیټي یې ګوره.
څوک چې د مسلمان خلاف د کافر ملګرتوب وکړي د هغوی د اخروي تباهۍ ورآخوا دنیاوي انجام هم خراب او شرمونکی وي، دلته نژدې مو د نور محمد ترکي انجام وليد، چې د شورويانو په اشاره يې د افغانستان د مسلمانانو واکمن (سردار داود) شهيد کړ، بيا همدغه ترکی د خپلو دوستانو د دسيسې ښکار او ووژل شو.
سردار داود چې د افغانستان د پرمختګ ريښتونی ارمانجن و، حرص يې وکړ، د «ولاء او براء» کرښو ته يې پام ونهکړ، افغان ځوانان يې د روزلو په خاطر شوروي ته ولېږل، هغوی د مسلک ترڅنګ خپله مفکوره او خپله دوستي هم ور پیچکاري کړه، دلته چې راغلل نو د دې لپاره چې د شورويانو پلانونه مکمل تطبيق شي ضرور و چې سردار داود له مخې ووزي ځکه هغه يو حر او ريښتونی افغان و، اګر که د «ولاء/براء» مفهوم ته يې ژمنتيا نه وه کړې، هماغه و چې د هغو ځوانانو په لاس، چې ده د پرمختګ په نيت روزلي و، له ټولې کورنۍ سره يوځای په غدر او بيرحمۍ سره شهيد کړي او په ځای يې د شورويانو دوست نور محمد ترکی وګومارل شو. بيا د شورويانو د اوږده پلان د تطبيق په خاطر ترکی، حفيظ الأمين او ببرک هر يو په نوبت تر تېغ تېر شول، همدغه شورويان چې دوی د خپلو مسلمانو هېوادوالو په خلاف د دوستۍ لاس ورکړ خو هغوی يې لاس ومنل مګر سرونه يې ورنه غوڅ کړل…
بيا چې نجيب هم د همدغې لارې دائم لاروی و، قدرت ورته وسپارل شو، کله چې شورويانو وليدل چې په افغانستان کې خپل شوم هدف ته نهشي رسيدلای نو يې هغه وفادار دوست نجيب هم د افغانانو عدالت ته پرېښود او دوی ورنه لاړل.
د شورويانو د هر دوست دنياوي شرمندګي مو وليدله، همدغه د هر مؤمن لپاره د عبرت او د «ولاء/براء» د اهميت درس دی.
کرزي او بانډ يې چې د خپل مؤمن ملت په مقابل کې د امريکايانو سره دوستي اعلان کړه ومو ليدل چې هره ورځ به د امريکايي دوستانو له لاسه په ژړا او خپل ملت ته لا جوابه و.
غني چې د ستراتیژیک تړون ترعنوان لاندي یې امریکا ته د افغان مؤمن ولس وینه وبښله او قضایي مصؤنیت یې ورکړ، ومو لیدل چې څنګه یې نړۍ ته سپک سپور او د هرچا د خندا کړ.
اسلام د ولاء او براء پاللو لپاره انسانان په دريو برخو ویشي:
لومړی هغه څوک دي چې خالص ولاء (محبت) ورسره لازم دی، داسې ولاء چې هېڅ براء او دښمني پکې نه وي، همدغه خلک انبياء، رښتيني مؤمنان، شهداء او صالحين دي، د دوی په رأس کې د الله تعالی حبيب پيغمبر محمد مصطفی – صلی الله عليه وسلم – دی، په هر مؤمن باندې د ده سره د ځان، اولاد، مور او پلار او ټولو خلکو نه زيات محبت لازم دی، بيا د رسول الله – صلی الله عليه وسلم – مېرمنې چې د مؤمنانو ميندې دي، له هغې وروسته د رسول الله أهل بيت، د هغه صحابه، تابعين او تبع تابعين د محبت او ولاء مستحق دي، الله تعالی فرمايي:
ژباړه: او زموږ په زړونو کې د مؤمنانو لپاره هيڅ کينه مه اچوه.
دوهم فريق هغه څوک دي چې خالص دښمني، بغض او نفرت ورسره لازم دی، داسې نفرت چې هيڅ ولاء او محبت پکې نه وي، دغه فريق د کفارو، مشرکینو، منافقينو او مرتدينو ټولی دی، دوی که د هرجنس، هر سمط او د هر قوم وي دوستي يې جواز نه لري او نفرت ترې لازم دی، الله تعالی فرمايې:
ژباړه: ته به هیڅكله دا ونه مومې چې كوم خلك پر الله او اخرت باندې ايمان لرونكي دې، هغوى دې له هغو خلكو سره مينه كوونكي واوسي چې د الله او د هغه د پېغمبر مخالفت یې کړی دى، كه څه هم د هغوى پلرونه وي، يا د هغو زامن وي، يا د هغو وروڼه وي يا د هغو ټبر او كورنۍ وي. دا هغه كسان دي چې الله یې په زړونو كښي ايمان ثبت کړی دى او له خپل لوري د يو روح په وركولو سره یې دوى تقويه کړيدي. هغه به دوى داسې جنتونو ته ننباسي چې لاندې به يې ویالې بهیږي، هلته به د تل لپاره اوسیږي. الله له دوى څخه راضي شو او دوى له الله څخه راضي شول، دوى د الله د ګوند خلك دي. خبر دار اوسئ! همدا د الله د ګوند كسان بري موندونكي دي.
د ولاء او براء په تړاو دريم فريق هغه څوک دي چې له يوې وجي به محبت ورسره کېږي او له بلې وجې به بغض او نفرت ورنه کېږي، دغه خلک هغه مؤمنان دي چې په ښکاره ګناوې کوي او توبه نه وباسي، دا چې دوی ايمان لري نو بايد محبت ورسره وشي او دا چې دوی ګناوې کوي نو بايد نفرت ورنه وشي؛ له دوی سره ولاء او محبت د دوی د خير غوښتنه کوي، د دوی خير دا دی چې له بدو کړنو منع شي، د فردي آزادۍ په بهانه ګناهونو ته پرېښودل يې د دوی سره ولاء او محبت نه دی بلکې له دوی سره دښمني ده، له دوی سره دوستي امر بالمعروف او نهي عن المنکر ده، له دوی سره د دوستۍ غوښتنه دا ده چې دوی په ګناهونو مجازات شي، حدود ورباندي جاري شي او تعزيرات ورباندې مقرر شي ترڅو له ګناهونو لاس واخلي او د جهنم له سخترين عذاب نه نجات ومومي؛ الله تعالی خپلو دښمنانو ته د زياتو ګناهونو فرصت ورکوي، ترڅو د عدل له مخې د سخترين عذاب مستحق شي، برعکس خپل دوستان په دنيا کې تنبيه کوي چې ګناهونه ونه کړي او د جهنم د عذاب مستحق نشي، کله کله په خپلو دوستانو باندې ديناوي مشکلات راولي د دې لپاره چې ګناهونه يې معاف شي او مرتبې يې لوړې شي.