الجناية علی الجنين ( د مور په ګېډه کې د بچي جنايت )
که څوک کومه حامله مور په خيټه يا کوم بل ځای کې ووهي او يا درمل ورکړي او حمل يې له مينځه لاړ شي لاندې حالات لري :
۱- کچېرې د مور څخه مړ جنين ولويږي نو جاني باندي د جنين ديت دی هغه که قصداً وي يا په خطا سره ، نارينه يا ښځينه د جنين ديت غزة دی .
د غزة قيمت پنځه اوښان يا پنځوس ديناره او يا پنځه سوه درهمه دي ، د امام ابوحنيفه په نزد په قاتل باندې کفاره واجب نده مګر مستحب ده ، په دليل د دغه حديث شريف :
(فقه الاسلامي وادله ،البدائع: ۳۲۶/۷، الدر المختار: ۴۱۸/۵) .
۲- که د مور د مرګ وروسته د هغه جنين هم مړ وي د مور کامل ديت دی د جنين ديت نشته .(فقه الاسلامي وادله ، البدائع: ۳۲۶/۷) .
۳- که څوک حامله ووهي يا درمل ورکړي کچيرې جنين ژوندی ولويږي خو وروسته مړ شي کامل ديت به ادا کوي .
(فقه الاسلامي وادله – البدائع: ۳۲۶/۷، الدر المختار: ۴۱۷/۵)
د جنين د ديت د وجوب شرطونه :
۱- دا چې جنين به د وهلو او درمل په وسيله تلف شوی وي .
۲- دا چې جنين به مړ وي که ژوندی او سالم وتلی وي ديت نشته .