افغانستان کې د اوبو د سرچینو مدیریت ولې مهم او لازم دی!؟

📌 ژباړه او زیاتونه: انجنیر جوادالله (جاهد) 📚

📌 ناشر:دعوت نیوز.کام👇

………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………….

افغانستان په وچه کې پروت هیواد دی چې د وروستیو ارقامو له مخې شاوخوا ۴۰ میلیون وګړي په کې ژوند کوي، ۶۵۰زره کیلومتر مربع مساحت لري چې له دې جملې څخه یې ۱۲ سلنه ځمکه چې کابو اته میلیون هکتاره کېږي د کرنې وړ ده.

د افغانستان د اقتصادي ودې تر ټولو مهم فکټورونه زراعت او مالداري ده او ډېری اکثریت وګړي یې د خپل ژوند ضروریات له دې لارې پوره کوي، دا چې اوبه د زراعت او مالدارۍ او د انسانانو د ژوند لپاره حیاتي او ضروري ماده ده؛ نو په دې اساس ویلای شو چې افغانستان کې د اوبو موجودیت او د اوبو د سرچینو مدیریت نه یوازې د خلکو د ژوند؛ بلکې د هیواد د اقتصادي ودې برخه کې ډېر زیات مهم ګڼل کېږي.

نو د هیواد په اقتصادي وده کې د دغه مهم فکټور (اوبو) د سرچینو د ډول، اوسني او راتلونکي وضعیت او د دغه سرچینو د غوره مدیریت لپاره اړینه ګڼم چې تر خپلې وسې په دې لنډه مقاله کې ځينې مهم معلومات راټول او تر تاسو لوستونکو یې ورسوم.

په افغانستان کې د اوبو د سرچینو ډولونه:

په ټولیز ډول په افغانستان د اوبو سرچینې په دوه برخو(د ځمکې د سر اوبو سرچینې یا (Surface water resources) او د ځمکې لاندې اوبو سرچینې یا (Grand water resources) وېشلای شو چې زه په دې لیکنه کې یوازې په سطحي اوبو تمرکز کوم او د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو برخه کې به راتلونکې لیکنه کې تفیصلي معلومات درته وړاندې کړم ان شاءالله.

د سطحي (روانو) اوبو سرچینې Surface water resources

که څه هم افغانستان په وچه کې پروت هېواد دی؛ خو بیا هم د اوبو د سرچینو له پلوه بډای شمېرل کېږي؛ ځکه چې دغه هېواد غرنی دی او لوړ لوړ غرونه یې لکه: واخان، هندوکش او باباجي په واورو پوښل شوي دي.

د معلوماتو له مخې د هېواد تر ۸۰ سلنه د اوبو سرچینې د هندوکش د غرونو په سلسله کې له ۲۰۰۰ متر څخه پورته ارتفاع کې دي، چې د ژمي په موسم کې د واورو په بڼه د اوبو د طبیعي زېرمې په توګه کار کوي، او بیا د دوبي پر مهال د سیندونو د اوبو د جریان برخه کې ستره همکاري کوي.

د افغانستان د روانو اوبو سرچینې یا Surface water resources سرچینې معمولاً پنځه لویې سندیزې حوزې (دکابل سندیزه حوزه، د آمو سندیزه حوزه، د هریرود سندیزه حوزه، د هلمند سندیزه حوزه او د شمال سندیزه حوزه) تشکیلوي.

د ځمکې پرمخ په یوه معین خط السیرد دایمي اوتل پاته اوبو بهیر ته سیند ویل کېږي، سیند هغه بشپړ مفهوم دی چې په ابعادو یې اوبه لږ دي که ډېرې، له کومه را ځي، په کومه ځي؟ نور فکرونه کېږي خو دا چې لیدل کېږي په یوه معین مسیر ډېرې اوبه بهېږي نوم یې سیند دی.

سیندیزه حوزه بیا پراخه ابعاد لري او د تعریف له مخې د هغه لویو او کوچنیو سیندونو، خوړونو او شېلو چې د اوبو میلان یې یوې مجموعې ته را ټولېږي د سندیزې حوزې په نوم یاديږي، چې په دې توګه ویلای شو افغانستان د پنځو لویو او اصلي سیندیزو حوزو او د یو شمېر کوچنیو او فرعي حوزو درلودونکی هېواد دی چې دا فرعي حوزې د جغرافیې د کوچینوالي له امله د سیندیزو حوزو په حساب نه را ځي او ډېرې د خوست، پکتیا او پکتیکا په ولایتونو کې مشهودې دي؛ ځکه اوبه یې ماورای ډیورند ته له فرعي مسیرونو د خوړونو او موسمي سیلابونو په بڼه وځي .

اټکل کېږي چې  افغانستان 75 ملیارد متر مکعب BCM)) د اوبو زېرمې لري چې له دې ډلې یې 55 BCM  یې سطحي اوبه او 20 BCM د ځمکې لاندې اوبه دي.

دغه راز د معلوماتو له مخې افغانستان کې هر کال ۲۰ BCM اوبه د ابو لګولو (ابیارۍ) برخه کې استفاده کېږي، د ابو لګولو دغه اندازه په هېواد کې د ټولو مصرفي اوبو ۹۹ سلنه جوړوي، په دې معنی چې افغانستان کې د ټولو کلنیو مصرف شوو اوبو له ډلې ۹۹ سلنه یوازې په ابیارۍ مصرفېږي.

د معلوماتو له مخې افغانستان کې د هر یو کس د اوبو د کلني مصرف اندازه  نږدې 2500 متر مکعب دی، چې دغه اندازه د سیمې د نورو هیوادونو په پرتله مطلوبه ده؛ د بېلګې په توګه، ایران کې هر یو کس په کال کې 1400 مکعب متره او پاکستان کې  1200 متر مکعب متر د اوبو مصرف لري.

د اوبو سرچیني پوتنشیل د استعمال (کارونې) سلنه بېلانس راتلونکې کې کارونه بېلانس
د ځمکې د سر اوبه (Surface Water) 57 17 40 30 27
 د ځمکې لاندې اوبه (Groundwater) 18 3 15 5 13
مجموعه 75 20 55 35 40

یوه ارزونه ښیي چې د افغانستان د اوبو سرچینې تر اوسه په ډېرې نه دي کارول شوې، په لاندې جدول کې په یوه کال کې د (BCM) په حساب د اوبو د سرچینو د استعمال ارقام ښودل شوي:

 

 د افغانستان اسلامي امارت د سطحي (روانو) اوبو د مدیریت برخه کې کومې لاسته راوړنې لري؟

له نېکه مرغه د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې ډول د اوبو او انرژۍ وزارت هېواد کې د روانو اوبو د مدیریت برخې ارزښت ته په پام دې برخه کې مهم فعالیتونه ترسره کړي دي او تر خپل وسه د سحطي (روانو) اوبو د مدیریت برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري چې زه یې په دې لیکنه کې څو بېلګې یادوم.

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د سرچینو د مدیریت برخه کې لاندې مهم فعالیتونه ترسره کړي دي:

  1. د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري په کمال خان بند کې ګڼ شمېر فعالیتونه ترسره شوي چې په ترڅ کې یې د نوموړي بند د درېیم فاز (پاور هوز او دروازو) کار ۱۰۰ سلنه بشپړ شو. د کمال خان بند پروژه ۹ مېګاواټه برېښنا تولیدوي او ۱۷۴۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي.
  2. د شاه او عروس بند: د شاه او عروس بند پروژې ساختماني فزیکي چارې تقریبا ۱۰۰ سلنه بشپړې شوې دي او د ګټې اخیستنې په درشل کې ده، نوموړې پروژه ۱.۲ مېګاواټه برېښنا تولیدوي او ۲۷۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي.
  3. د هلمند ولایت د کجکي بند د دویمې برخې لومړي لاټ (د برېښنا تولید فابریکې) چارې سل سلنه بشپړې شوې دي او همدارنګه د دوه یم لاټ(پرچاوې) ساختماني چارې یې ۴۰ سلنه پرمخ تللې دي؛ نوموړې پروژه ۱۵۱ مېګاواټ برېښنا تولیدوي او د دوهم لاټ په تکمیل سره به 276000 هکتاره ځمکه خړوبه کړي.
  4. پاشدان بند: د پاشدان بند چارې تقریبا ۹۰ سلنه پرمخ تللې دي، د دغې پروژې په تکمیل سره به ۲ مېګاواټه برېښنا تولید شي او همدا راز به  ۱۳۰۰۰ هکتاره ځمکه تر خړوبولو لاندې راشي.
  5. تورې/عمري بند: د نوموړی بند سروې او ډیزاین د افغان کادرونو له لوري بشپړ شوي او د اوبو د مدیریت هغه لومړی پروژه ده چې د افغانانو له لوري پیل او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه. نوموړې پروژه ۵۶۰ هکتاره ځمکه خړوبوي او ۳ ملیون متر مکعبه اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري.
  6. بخش آباد بند: د نوموړې پروژې د تونلونو کندن کاري بشپړه شوې او د تونلونو ساختماني چارې یې ۳۷ سلنه پرمخ تللې دي. د دغه پروژې په تکمیل سره به څه باندې ۶۸۰۰۰ هکتاره ځمکه تر خړوبولو لاندې راشي او ۲۷ مېګاواټه برېښنا به هم تولید شي.
  7. پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند چارو پیلېدل چې کارونه یې اوس په ساحه کې جریان لري؛ د دغه بند په بشپړېدو سره به 2500 هکتاره ځمکه خړوبه شي او تقریبا تر یو مېګاواټ پورې برېشنا تولیدوي.
  8. د آمو سیند د تحکیماتو له ۱۱ پروژو څخه د ۶ پروژو بشپړېدل چې په تکمیل سره یې سلګونه جریبه ځمکه د اوبو د وړلو (تخریب) له ګواښ څخه خوندي شوې ده.
  9. د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د (۱۴۰) کوچنیو بندونو (چکډېمونو پروژو) څخه د (۱۱۷) پروژو د ساختماني چارو بشپړېدل او نورې یې تر کار لاندې دي.
  10. د هېواد په بېلا بېلو ولایاتو کې د بندونو د حفظ او مراقبت د (۱۶) پلان شوو پروژو څخه د (۱۳) پروژو د ساختماني چارو بشپړېدل او د نورو کار جریان لري.
  11. د هېواد په بېلا بېلو ولایاتو کې د ۷ بندونو د امکان سنجۍ مطالعات، تفصیلي ډیزاین او بررسۍ ۱۰۰ سل سلنه بشپړ شوي چې په هغه کې د پکتیکا ولایت پلتوني او ګاویانو، غور ولایت کې د شورابې آبګردان او داسې نور بندونه شامل دي.
  12. له پنجشیر ولایت څخه کابل ښار ته د اوبو د انتقال پروژې سروې او ډیزاین بشپړ شوي دي.
  13. لغمان ولایت کې د شاهي کانال لومړي فاز د لومړي لاټ ساختماني چارې بیا پیل شوې دي.
  14. د اوبو د مدیریت ۳۳۰ پروژو(بندونو، چکډمونو،کانالونو،تحکیماتو…) سروې ترسره کول چې له دې ډلې د ۱۷۳ پروژو ډیزاین بشپړ شوی دی.

 

 

یادونه: پورته لاسته راوړنې چې د اوبو او انرژۍ وزارت له ویب سایټ او نورو رسمي ادرسونو څخه ترلاسه شوې او توحیدشوې دي د اوبو د مدیرت برخه کې څو بارزې نمونې دي؛ ښايي تر دې نورې لاسته راوړنې هم وي چې په دې لیکنه کې له ما (لیکوال) پاتې شوې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟