د دیموکراسي اصول:
اساس او اصول د دیموکراسي څلور دي
۱: قانون باید زمیني وي، هیڅ اسماني قانون دموکراسي کې د منلو نه دی.
۲ مطلق معیار وجود نه لري، مطلق اخلاق وجود نه لري، یعني تاته لباس اغوستل اخلاق دې، خو ماته بې لباسي، نو زه او ته یو چې اخلاق تعینو
۳ انتخابات: انتخاباتو کې اکثریت د رأیو ته اعتبار دی، عالم اوغیر عالم یا رقاص هیڅ فرق نه لری،بلکې ټول برابر دې او یوه رایه لري
۴ ازادي: دموکراسي کې داسې ازادې ده چې مشخص چوکاټ نه لري، یعني دموکراسي کې ټول خلک ازاد دي چې هرڅه یې کول مثلا یو څوک کولای شي چې پیغمبر«ص» باندې(نعوذ بالله من ذالک) انتقاد وکړي کولی شي چې کارتون جوړ کړي لکه امریکا کې چې جوړیږي ځکه دوی وايې چې موږ دا حق لرو موږ ته دا حق دموکراسي راکړی
ایا اسلام دموکراسي سره ارتباط لري که نه؟
اول: دموکراسي کې قانون زمیني دی، او اسلام کې آسماني دي، نو په اول اصل کې ورسره تضاد لري
دوهـــم: په دیموکراسي کې مطلق اخلاق نشته، اما په اسلام کې مطلق اخلاق شته، چې قرآن او سنت موږ ته تعین کړي دي قرآن عظیم الشان ویلي، زنا کول، غلا کول او ناوړه اعمال نور حرام دي نو په همدې خاطر دا اصل هم له اسلام سره په تضاد کې دی
دریم: دریم اصل انتخابات دې، یو استاد پوهنتون کې تعین کیږي نو کله چې دا استاد ځان کاندید کړي او استاد شي، نو یوه لویه علمي شورا د علماؤ دا تأید کوي اما که صندوق په یو چوکې کیږدو، چې موږ استاد د پوهنتون مقرر کو تاسو رایه ورکړی نو دا خلک څه پوهیږي چې نوموړی مشخص د استادي اهلیت لري، که نه؟ همدارنګه کله چې د یو هیواد رهبر(رئس جمهور) تعینیږي نو باید یوه لویه شورایې تعین کړي او خلکو ته یې وړاندې کړي او هغوی له دې معتمدي شورا سره بیعت وکړي، نو دا اصل هم له اسلام سره په تضاد کې شو
څلورم: آزادي _ آزادي د اسلام په یو چوکاټ کې ده، په یو اخلاقي چوکاټ کې مثلا زه ازاد یم چې آزاد وګرځم اما دا حق نلرم چې د یوچا ابرو او عزت له منځه یوسم، زه آزاد یم، اما حق نه لرم چې د خپلي آزادي په وجه تاته توهین وکړم خو په دموکراسي کې چې هرڅه دې زړه غوښتل کولی ې
دموکراسي کاملا ازادي ده هرڅه پکې کېدای شي یو انسان کولی شي سهار یهودي او دشپی نصراني هندو او بودایې شي او داسي نور…
له همدې امله په دې څلورو اساسي اصولو کې دموکراسي له اسلام سره تضاد لري نو هرڅه روښانه دي هیڅ مسلمان یې باید پیروي
ونه کړي.