۱- جهل : د خپلې ديني عقېدې او اساساتو څخه غفلت کول ، او د معاصرو عقيدتي بلاوو او فتنو د پيژندلو په باره کې غفلت کول .
کله چې يو کس د شرعي علم څخه لرې او ايماني تربيه يې سمه نه وي یقين يې ضعيف وي او د غرب د الحادي ثقافت تر سيوري لاندې وي نو لرې نه ده چې د کفر په تيارو کې را ګير شي .
۲- د خپل دين څخه د مسلمانانو انحراف او پخپل دين باندې عمل نه کول ، فاسد اخلاق او فاسد اعمال تر سره کول ځکه چې داسې کول د ايمان د ضعف سبب ګرځي د مؤمن قوي ايمان او تقوی د هر ډول باطل پر وړاندې کلک دفاعي ديوال دی .
۳- د قوي يقين او شرعي علم پرته د کفر په ديار کې ژوند تيرول .
کله چې يو کس داسې ځای ژوند کوي چې هلته د اسلامي شعائرو د احترام او تعظيم پر ځای د شرق او غرب د الحادي فلاسفه او د هغوی د افکارو احترام او تعظيم کيږي ، د شرعي اعمال پر ځای کفري اعمال تر سره کيږي او د ده سره د کفر د بطلان علم او قوي يقين نه وي نو لرې نه ده چې د کفر په تيارو کې راګير شي .
۴- کفري اشغال ، د کفري اشغال تر سيورې لاندې الحادي عقېدې ته زياته پاملرنه او د اسلام پر ضد منفي تبليغات ، د اسلامي مراکز او دعوت ګرو له مينځه وړل او يا تر فشار لاندې راوستل ، د اسلامي دعوت مخنوی کول او د هغه پر خلاف هر ډول کفري او الحادي عقائدو او تبليغاتو ته وده ورکول .
د هغوی لپاره د ګومارل شویو اجينټانو روزل ، معاشونو ورکول او د تلويزيون ، راديو ، انټرټټ پر مټ تبليغات کول.
۴- د تعليمي نصاب تغيرول او د غربي رسنيو فعاليت .
۵- د مسلمانانو په مينځ کې د فساد ، منکراتو او خرافاتو رواجول تر څو هغوی بدنام کړي ، نړۍ ته يې مفسدين معرفي کړي او په دې سره اسلام بد نام کړي .
۶- د تحصيل لپاره غربي هيوادونو ته د داسې کسان ليږل چې هغوی شرعي علم او تقوی نلري او د هغوی د عقائدو او اخلاقو تر تأثير لاندې راتلل ، او بيا د پوچو عقائدو او اخلاقو په صورت کې خپل هيواد ته د ماسټرۍ او دوکتورا له اسنادو سره راتلل او بيا د اشغال لخوا د هغوی زيات قدر او هغوی ته د سترو دندو په اختيار کې ورکول .
چې دا ډول کسان د روسي اشغال پر مهال روس او کمونستي هيوادونو ته د تحصيل لپاره ليږل کيدل د الحادي عقېده سره يو ځای د ديپلوم ، ماسترۍ او دوکتورا له اسنادو سره خپل هيواد ته راتلل او دلته په معارف ، لوړو زده کړو او نورو مهمو پوستونو کې ځای پر ځای کول .
همداسې د اوسني امريکايي اشغال پر مهال هم د ځينې تحصيلي دورو همدا هدف دی .
مګر که دا کار د يوې مستقل اسلامي حکومت تر څارنې لاندې وي ان شاء الله منفي اثر نلري او د هيواد د پرمحتګ لپاره مثبت ګام دی .
۶- په مسلمانانو کې د جهل او خرافاتو خپرول لکه : د ځينې بدعتي صوفيانو رقص ، په عاشورا کې د شعيه ګانو وهل او وينې بادول او داسې نور ډير خرافات بدعات چې د هغو په وسيله ملحدين په دين باندې طعن کوي .
۷- د اسلامي امت د علماء غفلت ، په دعوت الی الله کې غفلت کول ، خصوصاً د صحي عقائدو په حصه کي غفلت کول او د معاصر کفر او الحاد د نشأت څخه بې خبري .
۸- د واحد اسلامي خلافت سقوط ، کله چې اسلامي امت له واحد اسلامي خلافت څخه محروم شو ، نو په مسلمانانو په مينځ کې الحادي دعوت پيل شو .
لومړی په ترکيه کې د مصطفی کمال په دوره کې او بيا په مصر کې پيل شو .
۹- د خواهشتاتو او راحت تابعداري کول .
رسائل محمد بن إبراهيم الحمد في العقيدة ـ صـ31: 29).
(خواطر في موضوع الاحاد / دوکتور هيثم الرومي ).