ژباړه او اضافه خالد منصور هډه وال
یو مسلمان شپه د “Gree” AC یخوالي کې تېروي، سهار د “Seiko-5” الارم سره راویښیږي، د “Colgate” سره غاښونه برش کوي، د “Gillette” سره شیو کوي، د “Lux” صابون او “Dove” شامپو سره غسل کوي، او وروسته د “Levis” پتلون، “POLO” کمیس، “GUCCI” بوټان او “Jockey” جرابې اغوندي.
مخ ته “Nivea” کریم لګوي، د “Nestlé” خواړه خوري، “Rayban” عینکې پر سترګو کوي، د “HONDA” موټر کې کښیني او دفتر ته روان شي.
په لاره کې د ټریفیک څراغ سره تم شي، له جېبه “iPhone 11” راوباسي او پر “Zong” 4G انټرنیټ کاروي. دفتر ته ورسېږي، هلته په “HP” کمپیوټر کار کوي، او کله چې وږی شي، د “McDonald’s” خواړه، د “Nestlé” بوتل اوبه راوغواړي.
وروسته د “Nescafe” قهوه څښي، لږ آرام کوي، بیا “Red Bull” څښي، او بیا کار ته دوام ورکوي. د بورېت احساس وکړي، نو د “Apple” iPods واچوي او هندي سندرې واوري. همداراز د “TCS” له لارې بهر پارسل لېږي او له “Panasonic” لینډلاین نه زنګ وهي. بیا د “Parker” قلم سره یاداښت لیکي. د “Rolex” ساعت ته ګوري، بیرته کور ته روان شي.
په لاره کې د “Shell” پټرول پمپ ته ورځي، ټانکي ډکوي، بیا “Hyper Star” ته ورځي. د اولادونو لپاره “Maggi”، “Knorr” نوډلز، “Cadbury” چاکلیټ، “Kit Kat”، “Snickers”، او “Nestlé” جوسونه اخلي. ترڅنګ د “Pizza Hut” څخه پیزا، او د “KFC” څخه برګرز هم اخلي.
کور ته له راتګ وروسته، ټول د “Sony” LED پر مخ خبرونه ګوري، په لاس کې “Coke” نیولي، او د فل س ط ین پر خ ل قو د ب م ب ا رۍ خبر اوري… غصه شي او چیغې وهي:
“اسرا یـیـل دومره پیاوړی څنګه شو؟!”
هو، ځکه موږ د هغوی هر شی کاروو…
راځئ چې بیدار شو!
راځئ چې د خپل ایمان، خپل عزت، او خپلو وروڼو لپاره دا توکي پرېږدو!
راځئ چې خپل تولیدات پیاوړي کړو!
راځئ چې خپل اقتصاد خپل کړو!
راځئ چې الله ته رجوع وکړو!
“یوازې شعار نه، بلکې عمل!”
“راځه چې الله ته رجوع وکړو، الله مو بس دی!”
لطفاً دا پیغام له نورو سره هم شریک کړئ، خو د اخلاص او شعور سره. الله دې موږ ته د عمل توفیق راکړي.
#راویښ_شو
#اسلامي_هوښیارتیا
#خپلواک_اقتصاد
#الله_بس_دی
عزیزان گرانقدر:
لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.
جزاکم الله خیراً!
*******************
یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د دعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.
Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website