ليکوال: م احسان اللّٰه حقپال
د پوهنتون استاد
يهود او اسرائيل د مسلمانانو ازلي او سر سخته دوښمنان دي، په مسلمانانو باندې هيڅ رحم نه لري د مسلمانانو له وژلو څخه خوند اخلي، اوسني اسرائيل په يهوه (معبود) باندې باور لري او دوی دا عقيده لري چې يهوه ډير خطا کار دي مونږ ته په غلا او ظلم باندې امر کوي، اوسني اسرائيل په آخرت باندې چندان باور نلري ، د دوی په نزد ثواب داده چې دنيا کې کامياب يې او ښه ژوند ولرې او عقاب ددې په عکس ده همداراز د دوی دا عقيده ده چې يهود پاک خلک دي او غير يهودان ټول ناپاک دي، له يهودو څخه بغير نورو ټولو انسانانو ته د سپيوو او ځناور په شان ګوري دوی دا عقيده لري چې له نورو خلکو سره خيانت، ظلم او زياتی کول باعث د اجر او ثواب ده او په دی سره خپل خدای ته نزدې کيږو ، ددوی له کړنو څخه دا مونږ او تاسو ته جوته ده چې د فلسطين مظلومو مسلمانانو سره دوی څومره لوی وحشت او بربریت کوي، په ډلييزه توګه کورونه او کلي بمباره وي په کم وخت کې له ۴۰۰ سوه زرو څخه زيات فلسطيني مسلمانان ښځې او ماشومان شهيدان کړل او دا لړۍ لا دوام لري، يهود د مسلمانانو په ځپلو او کمزوري کولو کې نه ستړې کيدونکې هلې ځلې کوي د مسلمانانو د ختمولو لپاره اوږد مهاله پلانونه لري، خپلو شومو اهدافو ته د رسيدو لپاره سلګونه کلونه انتظار هم کوي لکه د عثماني خلافت ړنګولو لپاره علماء ليکي چې يهودو پوره څلور سوه کاله انتظار وکړ او بالاخره خپل هدف ته ورسيدل او مسلمانان يې له يو لوی قوت څخه محروم کړل، د عثماني خلافت ړنګولو لپاره يې څو قسمه پلانونه په لاره اچولي ؤ : لومړی يې خپل خلک د مسلمان په نوم د مسلمانانو خلافت کې داخل کړل،خپل يهوديت يې پټ کړی ؤ ، دوهم قدم کې يې پټ او سري ټولنې جوړې کړې وی وخت په وخت به يې خپلو موخو ته د رسيدو لپاره خفيه غونډې کولې، دريم يې خولور داعيان روزلي ؤ تر څو د مسلمانو خلفاو نيمګړتياوې خلکو ته بيان کړي او خلک د دوی په ضد را ولاړ شي، څلورم قدم کې يې قومي عصبيت ته لمن وهله او عربو ته يې دا تلقین ور کاوو چې تاسو د عجمو (ترکانو) دلاس لاندې بايد ژوند تير نکړی هماغه و چې عربان يې بغاوت ته را وپارل او د مسلمانانو د لاسه خلافت ووت.
يهود غواړي په ټوله نړۍ واکمني وکړي دې موخې ته د رسيدو لپاره شپه او ورځ کار کوي امريکا او نور کفري ملکونه يې د خپل ځان لپاره مسخر کړي، او نړۍ کې چې څومره نړيوال سرمايه داران دې هغوی يې خپل کړي او د خپلو اهدافو لپاره ترې کار اخلي همداراز په دې لټه کې دې چې څنګه مسلمانان له خپلو مقدساتو بې دخله کړي او د مسلمانانو مقدس ځايونه لکه د مسلمانانو اوله قبله مسجد اقصی او جزيرة العرب تر خپلې ولکې لاندې راولي، همداراز يې د مسلمانانو د قوت ختمولو لپاره يې هم ډير څه کړي لکه مذهبي، سياسي، او وطني اختلافات او په دې کې تر ډيره حده کامياب شوي هم دي اوس هم لګيا دې تر څو د مسلمانانو سواد اعظم لمنځه يوسي
اللهم شتت شملهم و فرق جمعهم و قلب تدابيرهم