ليكنه : فضل الله ممتاز
ژباړه: تاج محمد عرفان
یوه ښاغلی دوست پوښتنه کړې:
ښاغلی استاده یوه پوښتنه لرم پوهیږم چې په هغې موضوع پورې چې تاسې خبره وکړه تړاو نلري خو ومې غوښتل چې مطرح یې کړم د استمناء په اړه په نارینه و کې په ځانګړې توګه په ځوانانو کې.
الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله أما بعد:
څوک چې صالح دوستان او ګټوره سرګرمي ونلري د شیطان ښکار کیږي، سري عادت، او استمناء په شریعت کې حرام دی او جمهورو فقهاو هغه حرام ګڼلی ځکه الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي دي چې : “وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ * إِلاّ عَلَى أَزْوَاجِهِمْ أوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ * فَمَنِ ابْتَغَى وَرَاء ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْعَادُونَ” ، د حقیقي مؤمنانو صفات دادي چې د خپل فرج او شرم ځای ساتنه وکړي او په حرامو کې له پرېوتو پر ځای یواځې خپله جنسي اړیکه د حلالې لارې چې له خپلو میرمنو سره ده، او که څوک له دې حلالې لارې پرته چې واده کول دي بله لارې وپلټې د الله په حدودو کې له تیری کوونکو څخه شمیرل کیږي.
که دا طریقه حلاله وي رسول الله صلی الله علیه وسلم بر هغې لارښوونه کوله، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه څوک چې واده یې ندی کړی او یا په داسې حالت کې قرار ولري چې د واده کولو زمینه یې مساعده نه ده نارینه وي او که ښځینه هغوی یې واده کولو ته تشویق کړی او که ممکن نه وي روژه دې ونیسي ځکه روژه نیول تر ټولو ښه فرصت دی د انسان د نفس لپاره، رسول الله صلی الله علیه وسلم په صحیح حدیث کې فرمایلي دی چې روژه په حرام شهوت او حرامو کې د پرېوتو لپاره غوره وقايه ده : “يا معشر الشباب من استطاع منكم الباءة فليتزوج، فإنه أغض للبصر وأحصن للفرج، ومن لم يستطع فعليه بالصوم فإنه له وجاء” .
آن طبیبان او د طب د علم متخصصینو لیکلي دی چې دا کړنه ډول ډول ناروغۍ رامینځته کوي، د هغو له ډلې نه یې نفسي ناروغۍ، رواني ناروغۍ چې بالآخره انسان فواحشو ته کش کوي.
د دې نامشروع کړنو د درملنې تدابیر په لاندې توګه دي:
1- د ازدواج کولو لپاره هڅه او هاند سره له دې که په لږو او کمو امکاناتو او اسراف نه کولو وي.
2- په خوراک او څښاک کې اعتدال او له حده زیات خوراک او څښاک څخه ځان ساتل چې انسان بې لارۍ ته کش کوي.
3- له هغو ځایونو څخه ځان لرې ساتل چې د انسان فکر د حرام شهوت لوري ته بیایي لکه د موسیقۍ اوریدل او د مبتذلو او فحش فلمونو ننداره کول، او یا غیر مناسبو ځایونو ته تلل.
4- د انسان زیاتر پام باید د الله تعالی د طبیعت او مخلوقاتو ښکلا ته وي نه په حرامو لارو کې.
5- د صالحو او نیکودوستانو انتخابول او ملګرتیا ورسره کول، او پر ځای د دې چې انسان شیطان ته تسلیم شي د الله په عبادت دې مشغول وي له صالحو دوستانو او هدفمندو ځوانانو سره چې اوس یې تر ټولو غوره نمونه (نجم) د مسلمانو ځوانانو بنسټ دی چې ښکلي او زړه راښکونکي سرګرمۍ لري.
6- په ټولنیزو او خیریه کارونو کې برخه اخیستل چې د انسان لپاره ګټور واقع کیږي او ورته د غلط تفکیر مجال نه میسر کوي.
7- د ښځو او نارینه و په مختلطو غونډو او تجمعاتو کې نه حاضریدل چې خپله په حرامو کې د فکر کولو لامل کیږي.
8- د علومو او معارفو او مهارتونو د ترلاسه کولو لپاره هڅه او هاند او د جسمي او ذهني طاعاتو لرونکو کارونو باندې مشغولتيا.
9- تر ټولو زیات مهم د الله تعالی نه ویره او متقي کیدل، ځکه هغه تعالی د نیکو او صالحو بنده ګانو لپاره د خپل رحمت دروازې خلاصوي ” ومن يتق الله يجعل له مخرجا” .
10- د سترګو ساتنه او د نامحرمو له کتلو ځان لرې ساتل چې دا هم حرامو ته د کشولو لامل دی، او قرآن کریم په دې اړه نارینه او ښځینه مومنانو ته خبرداری ورکړی،” قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ” الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم مکلف ګرځولی چې د مومنانو ته ووایی چې خپلې سترګې مو حرامو ته له کتلو لرې وساتئ او خپل فرجونه وساتي په حرامو کې له پریوتو نه، او دا ستاسې د تزکیې او پاکۍ لپاره دي، الله تعالی باخبره دی له هغه څه چې تاسې یې کوئ..
او هم یې فرمایلی دی ، “وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ” ښځو ته هم ووایه چې سترګې د حرامو له لیدلو وساتي او خپل فرجونه هم وساتئ په حرامو او بې لارې کی د پرېوتو نه.
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :
د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162