اخلاق د لاندې حميده صفاتو مجموعه ده :
۱- صبر
او صبر لره څلور مراتب دي :
په اطاعاتو باندې صبر کول .
د ګناهونو څخه پر پرهيز کولو باندې صبر .
د دعوت په لاره کې پر مشکلاتو باندې صبر کول .
د الله تعالی په تقديرانو باندې رضا کيدل په مصيبتونو باندې صبر .
۲- صدق او رښتيا
صدق او رښتيا د مؤمن ستر صفت او جنت لاره ده او درواغ ، چل او فريب د منافق صفت او دوزخ لاره ده .
رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي:« إنَّ الصِّدْقَ يهْدِي إلى الْبِرِّ وَإنَّ البرِّ يهْدِي إلى الجنَّة، وإنَّ الرَّجُل ليَصْدُقُ حتَّى يُكتَبَ عِنْدَ اللَّهِ صِدّيقاً، وإنَّ الْكَذِبَ يَهْدِي إلى الفُجُورِ وإنَّ الفُجُورَ يهْدِي إلى النار، وإن الرجلَ ليكذبَ حَتى يُكْتبَ عنْدَ اللَّهِ كَذَّاباً » (رواه البخاري والمسلم).
ژباړه: يقيناً صداقت بنده د نيکۍ طرف ته بيايي او نيکي بنده د جنت طرف ته بيايي تر دې پورې چې رښتيا ويونکی سړی د الله په نزد صديق وليکل شي، او یقيناً چې درواغ سړی د بدو کارونو طرف ته بيايي او بد کارونه سړی د اور طرف ته بيايي تر دې پورې چې درواغ ويونکی سړی د الله په نزد درواجن وليکل شي.
۳- په وعده باندې وفاء کول او د امانت ساتل دي .
او پر وعده باندې وفاء کول د مسلمان ستر صفت دی او وفاء نه کول د منافق صفت دی .
[يَا أَيُّهَا الَّذِينَءَامَنُوا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ] (المائده).
ژباړه: (ای مؤمنانو پر خپلو وعدو وفا کوئ).
په وعده وفا کول د مسلمان ستر صفت دی
[وَالَّذِينَ هُمْ لأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ] (المومنون ۸).
ژباړه: (او هغه کسان (کامياب شول) چې دوی د امانتونو او وعدو رعايت کوونکي دي).
د وعدې مخالفت کول د منافقت نښه ده، په حديث شريف راغلي دي: عن أبي هريرة، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: « آيَةُ المُنَافِقِ ثَلاثٌ: إذا حَدَّث كَذب، وإذا وَعدَ أخلَف، وإذا اؤْتُمِنِ خَانَ » (البخاري).
ژباړه: له ابوهريرة نه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: د منافق دری نښې دي: چې کله خبرې کوي دروغ وايي، کله چې وعده وکړي په هغه وفا نه کوي او که امانت ور ته ورسپارل شي په هغه کې خيانت کوي.
۴- تواضع
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«ومَن تَواضَع لله رفعهُ الله» (شرح مسلم ۱۶/۱۴۱).
ژباړه: چا چې د الله د پاره تواضع وکړه الله تعالی به يې اوچت کړي .
او فرمايي:« إِنَّ اللَّهَ أَوْحَى إِلَيَّ أَنْ تَوَاضَعُوا حَتَّى لَا يَبْغِيَ أَحَدٌ عَلَى أَحَدٍ ، وَلَا يَفْخَرَ أَحَدٌ عَلَى أَحَد» (رواه مسلم ).
ژباړه : الله تعالی ماته وحی کړې چې تواضع کوه تر څو څوک پر چا باندې ظلم ونه کړي او څوک پر چا باندې فخر ونه کړي .
۵- نرمي ، مهرباني :
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:«مَن يُحرِمُ الرِّفقَ يُحرَمِ الخَيرَ كُلَّه» (رواه مسلم ) .
ژباړه: چا كښې چه نرم خويي نه وه هغه د هر قسمه خير او نيکی نه محروم او بې برخې دی.
نرم زړې د جنتياتو صفت دی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : و رَجُلٌ رحيمٌ رقيق القلب لِکل ذِي قربی و مسلم .
ژباړه : او هغه نرم زړی سړی چې هر خپل او مسلمان سره نرم سلوک کوي.
۶- عدل او انصاف :
د الله تعالی د جانبه د ټولو پيغمبرانو او آسماني کتابونو د نزول يو هدف په ځمکه کې د حق او عدل قايمول وو :
الله سبحانه وتعالی فرمايي: [لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ] ( الحديد ۲۵)
ژباړه: يقيناً چې مونږ خپل پيغمبران له خپلو روښانه او څرګندو هداياتو سره وليږل او له هغوی سره مو کتاب او تله نارل کړی ؤ تر څو پرخلکو کې عدل قايم شي .
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :«إنَّ المُقسِطينَ عِنْدَ اللَّهِ عَلى مَنابِرَ مِنْ نور: الَّذِينَ يعْدِلُونَ في حُكْمِهِمْ وأَهليهِمْ وما وُلُّوا » (رواهُ مسلم).
ژباړه: مقسطين (عادل خلک ) به د الله تعالی په نزد د نور پر منبرونو قرار لري، هغه کسان چې ( په ور سپارل شوي ) حکم او مسئوليت کې او د خپل اهل او ولايت کې د عدالت رعايت کوي.
۷- حِلم او حوصله او له غصې څخه پرهيز :
بې ځايه او ډير قهر او غصه کېدل ځينې وخت د سخت خطر سبب ګرځي لکه: دوښمني، عداوت او حتی د خولې څخه د کفر د الفاظو د وتلو سبب ګرځي . د قهر او غصې څخه پرهيز او د هغه کابو کول د متقيانو صفت دی، د دنيا او آخرت خير دی.
الله سبحانه وتعالی فرمايي: [الَّذِينَ يُنفِقُونَ فِي السَّرَّاء وَالضَّرَّاء وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ] (آل عمران 134) .ژباړه:
ژباړه: پرهيزکاران هغه کسان دي چې په خوښۍ او نا خوښۍ دواړو حالاتو کې مالونه خيراتوي، قهر زغمونکي او خلکو ته عفوه کوونکي وي او الله پاک نيکي کوونکي خوښوي) .
جناب رسول صلی الله عليه وسلم ته يو کس راغی چې ما ته نصيحت وکړه، جناب دری ځله هغه ته په تينګار سره وويل چې :« لاَ تَغْضَبْ» (غصه مه کوه ) .
همدارنګه فرمايي: :«لا تغضب ولك الجنة »(رواه صحيح الجامع و الطبراني).
۸- حياء :
انس رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«إِنَّ لِكُلِّ دِينٍ خُلُقًا وَخُلُقُ الإِسْلاَمِ الْحَيَاءُ (رواه ابن ماجه ، حديث حسن).
ژباړه : د هر دين لپاره اخلاق دی د اسلام اخلاق حياء ده .
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلی: «الْحَيَاءُ وَالْإِيمَانُ قُرِنَا جَمِيعًا، فَإِذَا رُفِعَ أَحَدُهُمَا رُفِعَ الْآخَرُ» (رواه الحاكم وقال صحيح على شرط الشيخين، ووافقه الذهبي).
ژباړه :حيا او ايمان دواړه سره جوړه او تړلي دي کله چې يو پورته شي نو بل هم ورڅخه پورته کيږي .
حيا او شرم د ژوند اوبه دي د ناوړو کارونو څخه د ساتنې فطري ديوال دی ، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «إِذَا لَمْ تَسْتَحِ فَاصْنَعْ مَا شِئْتَ» (رواه البخاري)
ژباړه: هر کله چې شرم او حيا ونه لرې څه دې چې غوښتل هغه وکړه .
فضيل بن عياض رحمه الله وايي : د بدبختۍ له نښو څخه د زړه کلکوالۍ ، د سترګو وچوالی ، د حيا او شرم نشتوالی ، د دنیا سره مينه او رغبت او اوږودو هيلو او اميدونو لرل دي.
۹- تعاون (مرسته او مدد کول ):
تعاون على البرِّ والتَّقوى ( د دين د قيام لپاره هر ډول هلې ځلې او يو له بله مرسته).
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «المسلمُ أَخو المسلم، لا يَظلِمُه، ولا يُسْلِمُهُ، ومَنْ كَانَ فِي حاجةِ أَخِيهِ كانَ اللَّهُ فِي حاجتِهِ، ومَنْ فَرَّجَ عَنْ مُسلمٍ كُرْبةً فَرَّجَ اللَّهُ عَنْهُ بها كُرْبةً مِنْ كُرَبِ يوم القيامةِ، وَمَنْ سَتَرَ مُسْلمًا سَتَرَهُ اللَّهُ يَومَ الْقِيامَةِ» (متفق عليه).
ژباړه : مسلمان د بل مسلمان ورور دی پر هغه باندې به ظلم نه کوي او به دوښمن ته نه تسليموي ،څوک چې د خپل مسلمان ورور د حاجت پوره کولو په هڅه کې وي الله تعالی به د ده حاجتونه پوره کړي او څوک چې له کوم مسلمان څخه يو تکليف لرې کړي نو الله تعالی به د قيامت په ورځ د هغه څخه تکليفونه لرې کړي او څوک چې د مسلمان عيب پټ کړي نو الله تعالی به د قيامت په ورځ د ده عیب پټ کړي .
۱۰- سکينه او وقار :
سکينه د اندامونو ظاهري سکون ته وايي او وقار د زړه سکون او ثبات ته ويل کيږي دا دواړه د مسلمان له ادبي او اخلاقي صفاتو څخه دي .
۱۱- البشاشه (خوشحاله څيره ):
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «لا تحقرنَّ من المعروف شيئًا، ولو أن تلقى أخاك بوجه طَلْق» (رواه مسلم ۲۶۲۶).
ژباړه : د نيکۍ څخه کوم شی کم مه ګڼئ که څه هم د خپل ورور سره د مخامخ کيدو پر مهال خوشحاله څيره وي .
او فرمايي : «كلُّ معروف صدقة، وإنَّ من المعروف أن تلقى أخاك بوجهٍ طَلْق» ( رواه الترمذي ۱۹۷۰ و احمد ۱۴۹۲۰).
ژباړه : هره نيکي صدقه ده ، او د نيکيو څخه يو نيکې دا هم ده چې ده د خپل ورور سره په خوشحاله څيره مخامخ شې .
۱۲- محبت
د الله تعالی سره محبت ، رسول الله صلی الله عليه وسلم سره محبت او صالحو مؤمنانو سره محبت ساتل .
۱۳- شجاعت :
شجاعت په لغت کې جرأت او اقدام ته وايي: په اصطلاح کې د مشکلاتو او ويرې پر مهال د زړه ثبات او استقامت ته ويل کيږي.
ابن قيم رحمه الله وايي: وَهِي ثباته واستقراره عِنْد المخاوف (شجاعت د وېرې پر مهال د زړه ثبات او استقامت دی).
او ابن تمييه رحمه الله وايي : لا تتم مصلحة الإمارة والسياسة إلا بالشَّجَاعَة ( د حکومت او سياست مصلحت د شجاعت پرته نه تر لاسه کيږي.)
لنډ دا چې د مشکلات او ويرې پر مهال ثابت پاتې کيدل ، په جرأت سره حقه وينا ، په جرأت سره د مظلوم دفاع او د ظلم او ناروا پر وړاندې دريدل شجاعت دی .
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : « فضلُ الجهادِ كلمةُ عدلٍ عند سلطان جائرٍ» (رواه أبو داود، والترمذي )
ژباړه : غوره جهاد د ظالم پاچا پر وړاندې حقه وينا ده.
او جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «المؤمنُ القويُّ خيرٌ وأحبُّ إلى اللهِ مِنَ المؤمنِ الضَّعيفِ» (رواه مسلم)[i] .
د قوي څخه مراد د ايمان او احساس قوت دی نه د بدن.
۱۴- کرم او سخا .
سخا او کرم د مؤمن له غورو او حميده اخلاق څخه دی او د جنتيانو صفت دی د دنيا او آخرت کاميابي ده چې ضد یې بخل دی، تر ټول ستر سخي زکات ورکوونکی دی او تر ټولو ستر بخيل د زکات ترک کوونکی دی.
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«مَا مِنْ يَوْمٍ يُصْبِحُ الْعِبَادُ فِيهِ، إِلاَّ مَلَكَانِ يَنْزِلانِ، فَيَقُولُ أَحَدُهُمَا: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُنْفِقًا خَلَفًا، وَيَقُولُ الآخَرُ: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا»[1].
ژباړه : هر ورځ دوې ملائکې ځمکې ته را کوزيږي . يوه يې وايي : ای الله! څوک چې ستا په لار کې انفاق کوي هغې ته بدله ورکړي ، او بله يې وايي : ای الله! څوک چې ستا په لار کې انفاق (خرچ ) نه کوي د هغه مال هلاک کړه ، يعنې د هغې مال تلف کړې .
انفاق او صدقه د مرضونو بلاوو او مشکلاتو مخنيوی کوي ، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«دَاوُوا مَرْضَاكُمْ بِالصَّدَقَةِ» (خپل ناروغان په صدقه سره تداوي کړئ).
[1] – رواه البخاري :۱۴۴۲ .
۱۵- حسن ظن
د مؤمن اسلامي اخلاق نيک ګمان:
ظن ګمان ته وايي چې د یقين او شک، خير او شر تر منځ تصور کول دي، او حسن ظن: د یقين او خير طرف ته ترجيح ورکولو ته وايي.
حسن ظن (نيک ګمان) د زړه د پاکوالي، په ټولنه کې نيکو روابطو، الفت او محبت سبب ګرځي.
د اسلام مبارک دين په نيک ګمان باندې حکم او له بد ګمانۍ څخه یې منع کړې ده.
الله سبحانه وتعالی فرمايي: [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ….] (الحجرات:۱۲).
ژباړه: اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له ډېرو (بدو) ګمانونو نه ځان وساتئ، بېشكه ځینې ګمانونه ګناه ده.
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «إيَّاكُمْ والظَّنَّ، فإنَّ الظَّنَّ أكْذَبُ الحَديثِ» (رواه مسلم).
ژباړه: له ګمان (بد ګمانۍ) څخه پرهیز وکړئ ځکه ګمان درواغجنه خبره ده.
امام شافعي رحمه الله وايي: څوک چې دا غواړي چې خاتمه یې په خير شي نو هغه به پر خلکو باندې ښه ګمان کوي (من أحب أن يختم له بخير فليحسن الظن بالناس).
و بالله توفيق