اجتهاد او تقلید (لومړۍ برخه )

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة

په اوس عصر کې داسې کسان پيدا شوې دي چې مذهب نه مني د اسلامې امت د سترو علماء (امام ابوحنيفه ،امام شافعې ، امام مالک او امام احمد ) چې څلور واړه د اسلامې امت ستوري بلل کيږي د دوی په شان کې ګوستاخي کوي ، که څه هم دغو علماؤ د دين د پاره بې سارې خدمت کړی دی د احاديثو په اسنادو کې يې ډير تحقيق کړی دی هغوی وايي چې عمل په قرآن او سنتو په کار دی د بل چا خبرې ته ضرورت نشته

دا خو صحي ده چې د اسلامې شريعت اصلی هدف په قرآن او سنت عمل کول دي د هيچا خبره کوم چې د قرآن او سنتو خلاف وي د منلو وړ نه ده .

خو د قرآن او سنتو تشريح وضاحت په هغه باندې عام خلک پوهول او د هغې څخه په ډير احتياط د علمي څیړنې او پوره تقوی په صورت کې د مسايلو را ايستل ضروري دي . همدا د قرآن او سنتو تشريح او توضيح اسلامې فقه بلل کيږي  .

الله تبارک وتعالی فرمايي : فَاْسَّلُوْا اَهْلَ اَلْذِکْرَ اِنْ کُنْتُم لا تَعْلَمُوْن – سورة نحل آيت ۴۳

په څلورو واړو مذاهبو د امت اتفاق دی اصلاً مذهب يا فقه څه نوې شی نه دي بلکې د قرآن او سنتو شرحه ده له هغه څخه په ډير احتياط د احاديثو د اسنادو په نظر کې نيولو سره مسايل را ايستل شوي دي

کوم کسان چې اهل حديث ځانونو ته وايي که دوی علم حديث او د احاديثو د ثبت تاريخ په غور سره ولولې نو پوه به شي چې د مذاهبو امامانو په دې لاره کې څومره خواری ايستی دي حال دا چې هغه وخت د اهل حديثو ډلې نوم هم نه وو .
امام مالک د احاديث يو مکمل کتاب موطا امام مالک تصنيف کړی دی امام احمد هم ډير احاديث جمع کړی دی او يو لوی کتاب يې د مسند احمد په نوم تصنيف کړی دی امام شافعي د علم حديث په ناسخ او منسوخ کې يو وتلی عالم تير شوی دی امام ابوحنيفه د دريو واړو امامانو مشر او استاذ تير شوی دی په غالب ګمان هغه يو تابعی وو چې حضرت انس رضی الله عنه سره يې په کوفه کې ديدن شوی دی د رسول الله صلی الله عليه وسلم زماني ته ډير نږدې وو په ۸۰ هجری کال کې پيدا شوی دی ، او د امام ابوحنيفه په علمي ذکاوت او لوړې تقوی د ټول امت اتفاق دی .
اهل حديث ته خو هر څه تيار په لاس ورغلی دی او بس .

د اسلام د دين ډېر کارونه خو داسې دي چې په هغه کې نه د چا اختلاف شته او نه ګنجايش شته ، مګر ځينې بيا داسې کارونه هم  شته چې دهغو حکم په ښکاره ټکو سره په قرآن او حديث کې نه دی ذکر شوی، نو د دا ډول کارونو په هکله د شرعي حکم د معلومو لو لپاره  ژور علم ، پراخه فکر ، او دلوړې درجې ديانت او پرهېز ګارۍ ته ضرورت  شته ، نو بايد ووايم چې دغه څلور  سره امامان  رحمهم الله تعالی په دغو صفتونو باندې دټول امت  په نزد باندې معروف او مسلّم دي او دټول امت  د دودی پر علم ، پراخه فکر ، او پرهېز ګاری باندې اعتماد راغلی دی ، نو ځکه د دوی فصلې په حيثيت د قانون دشارح  منل شوي دي  .

نو دا ډول فکر کول صحيح نه دی چې ګنې خلک دې د الله او دهغه درسول  صلی الله عليه وسلم د اطاعت پر ځای د دغه بزرګانو اطاعت کوي ، بلکې صحيح تعبېر دادی  چې دالله جل جلاله او رسول الله صلی الله عليه وسلم  د حکمونو کومه  تشريح  چې دغو بزرګانو يعني حضرت امام ابو حنيفه رحمه الله  حضرت امام  شافعي  رحمه الله ، حضرت امام مالک رحمه الله او حضرت امام احمد بن حنبل رحمه الله کړې ده ، دا تشريح مستند ګڼل کېږی ، او دقانون تشريح يو پوه او هوښيار سړی  دقانون څخه انحراف او سر غړونه نه بولي ، چې دغه څلور فقهې د قرآن او حديث څخه اخستل شوې دي او د دوی تابع  داري دقرآن او حديث تابع داري ده ، ځکه چې دغو امامانو خو په هغو مسئلو کې اجتهاد نه دی کړی چې په قرآن اوحديث کې په ښکاره ټکو سره حکم شوی دی او نه په هغو کې اختلاف شته او نه دوی داسې دي چې دقرآن او حديث په  خلاف اجتهاد کوي ، ځکه چې حضرت امام اعظم ابو حنيفه په خپله فرمايلي دي :

اذاصح الحديث فهو مذهبی ردالمحتار جلد اول صفحه ۴۶

يعني کله چې تاسې ته صحيح حديث ثابت شو ، نو په هغه عمل کویء ځکه چې دغه زما مذهب دی ، همدغه قول  رسم المفتی او فتاوی دار العلوم ديوبند هم پخپل لمړي جلد کې را اخستی دی.

او همدارنګه رد المحتار په نوموړې صفحه کې ليکي :

قال ابن شحنة اذا صحّ  الحديث وکان علی خلاف المذهب عُمِلَ  بالحدث ويکون ذالک مذهبه . ردالمحتار جلد اول صفحه ۴۶

يعني کله چې حديث صحيح ثابت شي او دحنفي مذهب خلاف وي نو په حديث به عمل کېږي او دغه حديث به دامام ابوحنيفه رحمه الله مذهب وي ، ځکه چې امام ابو حنيفه رحمه الله  پخپله دغه وصيت کړی دی ، نو څوک چې دامام ابو حنيفه رحمه الله په وصيت عمل وکړی ، هغه دامام صاحب تابعدار دی .

عقد الجيد لشاولی الله صفحه  ۵۲ او فتاوی  دار العلوم ديو بند جلد اول صفحه ۵۲

همدارنګه امام ابوحنيفه رح فرمايلي دي که چيري زما يو قول دکتاب الله يا حديث رسول الله صلی الله عليه وسلم  ، يا ديو صحابي دقول څخه مخالف راشي نو زما قول پرېږدیء .

همدارنګه امام مالک فرمايلي دي :

) ليس احد بعد النبی صلی الله عليه وسلم  الا ويؤ خذمن قوله ويترک الا النبی صلی الله عليه وسلم .) يعني بې له نبی صلی الله عليه وسلم څخه داسې څوک نه شته چې ټوله خبرې دې واخستل شي ، بلکې ځينې به يې اخستل کيږي او ځينې به يې پرېښودل کيږی ، مګر دنبي صلی الله عليه وسلم ټولې خبرې اخستل کيږ ي.

او امام شافعي حمه الله  بيا په دې اړوند فرمايي :  ( اجمع المسلمون علی ان من استبان  له سنة عن رسول الله صلی الله عليه وسلم  لم يحل له ان د عها لقول احد ) . اعلام الموقعين جلد ۲ صفحه  ۳۶۱  (

ترجمه : دمسلمامانو پر دې خبره اتفاق دی چې که يوچا ته دنبي صلی الله عليه وسلم سنت ورمعلوم شي نو هغه لره حلال نه دی چې د يو سړي دقول له وجې دجناب  رسول الله صلی الله عليه وسلم  دغه سنت پريږدي .

همدارنګه امام احمد بن حنبل رحمه الله  فرمايلي دي :

لا تقلد نی ولاتقلد مالکًا ولا الشافعی ولا الاوزاعی ولا الثوری وخُذ من حيث اخذوا .( اعلام الموقعين جلد۲ صفحه  ۳۲)

ترجمه : مه زما تقليد کویء اومه دمالک رحمه الله  ،اومه د اوزاعی رحمه الله ، اومه د ثوری رحمه الله  او اخلیء  دهغه ځايه څخه چې دوی اخيستل کړي دي .

نو واضح شوه چې د اسلامې فقه څلور مسند کتابونه فقه حنفي ، فقه شافعی ، فقه مالکي او فقه حنبلی د قرآن او سنتو تشريح ده چې په ډير دقت له قرآن او ستنو څخه مسايل را ایستل شوی دي .

حنفي فقه ابوالمختار .

اجتهاد او تقليد د قران او سنتو په رڼا …..

د مذاهبو تر مينځ د اختلاف وجه …….

حنفي کولای له بل مذهب نه مسایل واخلي ؟ ….

…. په اسلامې امت کې ترفرقی مه جوړوﺉ (نصيحت )

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟