د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي په درې ورځني سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نن (دوشنبې) رسېدلی دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوچ په يوه بيان کې ويلي چې له ټولټاکنو وروسته دا دې هېواد ته د کوم ولسمشر لومړنی سفر دی چې د سیمې د سیاستونو څارونکي یې مهم سفر بولي.
ښاغلي رئیسي د پاکستان له لومړي وزیر محمد شهباز شریف سره د پاکستان لومړي وزیر په دفتر کې وکتل.
دواړو مشرانو په دې کتنه کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره پر ګډو هڅو هوکړه کړې ده.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ته د پاکستان د وسله والو ځواکونو له لوري درناوی وړاندې شو.
دواړه مشران به د ایران او پاکستان تر منځ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ د تفاهم لیکونو د لاسلیکولو ترڅنګ په اسلام اباد کې د ایران جادې په نامه د یوې لویې لارې د نومولو په مراسمو کې هم ګډون وکړي او له یو بل سره به خبرې اترې وکړي.
دا په ۲۰۲۱ کال کې د ایران د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته پاکستان ته د ابراهیم رئیسي لومړنی سفر دی چې د سیمې د سیاستونو څارونکي یې مهم سفر بولي.
د ایران ولسمشر او لومړي وزیر شهباز شریف د ځمکې د ورځې په مناسبت د لومړي وزیر د ماڼۍ په شنه باغ کې یو نیالګی کېناوه.
لومړی وزیر به د ایران ولسمشر او ورسره پلاوي ته د غرمې ډوډۍ هم ورکړي. د دې نه علاوه به د ايران ولسمشر لاهور او کراچۍ ته هم ځي او له صوبائي مشرانو سره به ملاقات کوي.
دواړه خواوې به د تجارت، اړیکو، انرژۍ، کرنې او د خلکو ترمنځ د اړیکو په شمول په مختلفو څانګو کې د پاک-ايران روابط او همکارۍ د لا مضبوطولو لپاره پراخه ايجنډا ولري.