مفتی: مولوی امین الله ازره وال
پوښتنه:
محترم مفتی صاحب ډيره مننه ستاسو د ایميل څخه چې په کومه ورځ ما تاسو ته ايميل دروليږی په سبا يې ما د خپلو هغه ۸ پوښتنو ځوابونه ترلاسه کړل خو اوس صرف د دغه یوه سوال ځواب پاتې دی هيله ده چې راته يې ځواب کړئ
پوښتنه: د يوې ښځی اولاد په نس دی او د معايناتو په وخت کې د ښځی ډاکټرې لخوا د تلويزني معايناتو لپاره معاينه کيږي نو که د ښځې روژه وي آیا روژه مکروه ده او کنه؟
ستاسو د کاميابۍ په هيله
ستاسو ورور احمد يسارآغا خجندی

ځواب
محترمه وروره خجندی صاحب
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
ستاسې پوښتنه مې ولوسته ستاسې د پوښتنې ځواب دا دی چې په دې صورت کې چې تاسې ياد کړی دی په دې سره روژه نه مکروه کيږي او نه ورباندې ماتيږي ځکه چې له عادي لارو څخه چې خوله، پوزه او د مقعد لاره ده معدې او يا دماغوته څه نه دي داخل شوي

والسلام