آیا پرکرایه ورکړل شوی موټر زکات شته ؟

پوښتنه :
خپل د زړه له کومی سلامونه تاسی ته وړاندی کوم. زما څو پوښتنی دی هیله ده چه ځواب یی راکړی. اول به راشو د زکات موضوع ته
آیا سعیدانو ته زکات ورکول صحیح دی او که نه ؟
زه یو موټر لرم چه په ۱۴۰۰۰ ډالر می اخیستی دی او یوه شرکت ته می د میاشتی په ۱۲۰۰ ډالره په کرایه ورکړی. او س چه یی کال پوره شوی ایا زه به صرف د ګټی زکات ورکوم او که د موټر د بیی چه ۱۴۰۰۰ ډالر کیږی هم زکات ورکړم. موټر په دولس میاشتو کی ۱۲۵۰۰ ډالر چه مصرف ورڅخه وباسی ګټلی دی.
عنایت الله کوچی
ځواب :
الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه أما بعد:
که مطلب مو سیدان یعنی بنی هاشم درسول الله صلی الله علیه وسلم له کورنۍ نه وی  نو هغوی که غریبان وی مرسته ورسره کولای شی ولی زکات ورکول ورته جواز نه لری . ولې اکثره خلک چې په افغانستان کې دسیدان په نوم مشهور دي اکثره دهغوی سیدان نه دی .
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی : [ نحن أهل بيت لا تحل لنا الصدقة] مونږ اهل البیت ته صدقه (زکات) اخیستل حلال نه دی .
ددویمی پوښتنې په ځواب کې باید ووایو چې هغه موټر چې په کرایه ورکړل شوی وی په خپله په موټر زکات نه شته ولی دهغه موټر نه چې کومه ګټه لاسته رازي که هغه نصاب ته ورسیږي یا له نورو پیسو سره چې تاسې سره دی نصاب پوره کړي یعنی د 85 ګرامه سروزرو یا د 595 ګرامه سپینو زرو دقیمت برابر پیسې ټولې شي او پر هغو یو کال واوړي نو پر هغو ربع عشر  زکات فرض دی (په 100 ډالره دوه نیم ډالره).
ترڅو چې یو کال پرې نه وي اوښتی پر هغو پیسو زکات نشته .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.