آیا د ښځې د پاره د طلاق اخيستلو حق شته ؟

السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته

هیله ده شه اوسیږي  ستاسو د خدمتونو څخه یوه نړي مننه کوم خداي ج دی تاسو ته اجر عظیم درکړي
زه یوسوال لرم هغه دا چی لطفا ماته ووایی چی د ښځو لپاره کوم شرایط ورکړشوی دی چی خپل طلاق خپل ظالم خاوند څخه واخلي؟
سوال دادی چی ټول صلاحیت میړه ته ده او تاسو ووایی چی آیا ښځه نشی کوولای چی د… او خراب کار سړي څخه خپل طلاق واخلی؟ نو بیا ولی وایی سره چی اسلام ډير حقوقو نه یی ښځوته ورکړي که چیری ورکړي نو د طلاق په هکله ښځو ته څه ډولونه طلاقونه یی ورکړي ؟ستاسونه ډیره مننه کوم البته باید د اسلامی شریعت په رڼاکی راته ځواب راکړي
مننه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د طلاق صلاحيت نارينه لره دی ، ښځه خاند ته طلاق نشي ورکولای . مګر د ضرورت او مجبوريت پر مهال د ښځې لپاره د اسلامي محکمې له لارې خلع او تفريق دي .

تعريف : خلع په لغت کې لرې کولو او له مينځه وړلو ته وايي او په اصطلاح کې په موافقت سره د نکاح د ملکيت له مينځه وړلو ته خلع وايي .

لکه څنګه چې د نارينه د پاره د سخت مجبوريت پر مهال د طلاق اجازت شته که څه هم طلاق الله (جل جلا له) ته په ټولو حلالو څيزونو کې بد څيز دی لکن اسلامي شريعت د سخت مجبوريت په وخت کې هغه جايز کړی دی ، دغه شان د ښځې د پاره هم د سخت مجبوريت او تکليف په وخت د خلع اجازت شته ، لکن که ښځه بغير د څه مجبوريت ، تکليف او کوم عذر پرته هسې د خواهش او مزو پر بنا طلاق غواړي کوم چې په نني عصر کې دا وباء ګډه ده او حاکم وضعي او سکولر حکومتونه دې فساد ته لارې هواروي نو د داسې ښځو د پاره د سخت وعيد خبرداری ورکړی دی .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :

ايما امرأة سألت زوجها طلاقاً من غير بأس فحرام عليها رائحة الجنة(الترمذي ، ابن ماجه ، حاکم و صححه ابن خذيمة )

ژباړه : کومې ښځې چې بغير د څه سخت تکليف يا څه خاص وجهې طلاق وغوښتلو په هغې د جنت بوی حرام دی .

او همدارنګه فرمايي : المختلعاتُ هنَّ المنافقاتُ( الترمذي صححه الألباني ۱۱۸۶ ) .

ژباړه: کومې ښځې چې بغير د څه ضرورت نه خلع غواړي هغه په حقيقت منافقې دي.

قرآنکريم د خلع حدود او شرائط داسې بيان کړي دي :

وَلاَ يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَأْخُذُواْ مِمَّا آتَيْتُمُوهُنَّ شَيْئًا إِلاَّ أَن يَخَافَا أَلاَّ يُقِيمَا حُدُودَ اللّهِ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلاَّ يُقِيمَا حُدُودَ اللّهِ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهِمَا فِيمَا افْتَدَتْ بِهِ (البقره ۲۲۹ ) .

ژباړه : او تاسې ته جواز نه لري چې له خپلې ښځې څخه د هغه مال څه برخه بيرته واخلی چې د نکاح تړلو په وخت کې مو ورکړی وي . خو د اخيستلو يې څه باک نشته که دواړه ډاريږي چې نور په ګډ ژوند کې د الله حدود نشي پوره کولای ، نو که تاسې ډاريدلی چې دوی دواړه به د الله حدود پوره نه کړای شي پر دواړو ګناه نشته چې ښځه څه مال د طلاق په بدل کې ميړه ته ورکړي .

په پورته آیت شريف کې د خلع د پاره لاندې هدايات او شرايط بيان شوي دي :

۱- ښځه خلع په هغه صورت کې اخيستلای شي چې کله ددې ويره وي چې د نکاح ساتلو په صورت کې د الله تعالی قائم کړي حدود نه ساتل کيږي .

۲- ښځه به خاوند ته د هغه په بدل کې څه مهر او يا څه مال ورکوي .

۳- دريم شرط دادی چې دواړه به راضي وي ، که خاوند نه راضي کيږي نو خلع نه صحي کيږي خو ښځه ته شريعت دا حق ورکړی چې خاوند د اسلامي محکمې يا د مسلمانانو د جرګې له لارې راضي کړي .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟